افغانستان

کندز کې د حکومت بمبار لسګونه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې/ویډيو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ وږی، ۱۳۹۹ل): د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې دولتي الوتکو کې پر ولسي وګړو بمباري کړې، چې له امله یې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

له سیمې څخه په همدې تړاو خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې نن د خان اباد ولسوالۍ اړوند «نیک پای سید رمضان» کلي کې دولتي چورلکو د ملکي وګړو پر کورونو بمبار کړی، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳ تنه وژل شوي او ۱۷نور ټپیان دي.

ورته مهال د کندز والي «عبدالستار میرزکوال» هم پېښه مني او په خبره، يې الوتکو لومړی د طالبانو مرکز او ور پسې هغه ولسي خلګ بمبار کړي، چې د بمبار له ځای څخه یې د طالبانو مړي ایستل.

د میرزکوال په خبره، تلفات تر هغه څه پورته دي، چې اعلان شوي دي.

بل لور ته ازاد خبریال «بلال سروري» پر ټویټر د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، چې په دې برید کې بزګرو او عامو خلګو ته مرګ ژوبله اوښتې.

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یاد برید په کلکو ټکو غندلی او په خبره يې، د برید قربانیان ټول ملکي وګړي دي او په داسې حال کې بمبار شوي، چې په سیمه کې هيڅ نظامي تحرکات موجود نه وو.

کندز کې برید داسې مهال دی، چې په دوحه کې د افغان جهتونو او طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو لړۍ پیل شوې او حکومت له طالبانو غوښتنه لري، چې په لومړي پړاو کې اوربند ورسره وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالبان هم د یوه کس په خاطر انتحاری حملی کوی او پکی بی ګناه نور کسان وژل کیږی او حکومت هم د یو کس او دوه کسانو په خاطر د خلکو کورنه بمبارد وی. طالبان دی دخلکو په کورو کی نه پټیږی چی حکومت یی بمبارد نکړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x