افغانستان

پکتیکا: د یوسف خیلو ولسوالۍ اجرائیه مدیر د خپل کور مخکې ترور شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ وږي، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، ناپيژاندو وسله والو د پکتیکا ولایت یوسف خیلو ولسوالۍ اجرائیه مدیر داد محمد اعتمادي په ډزو وژلی دی.

د پکتیکا ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمد آرین رسنیو ته ویلي، دا پېښه نن ماښام هغه مهال رامنځ ته شوې، کله چې ناپېژاندو وسله والو د یوسف خیلو ولسوالۍ په اجرائیه مدیر داد محمد اعتماي د هغه د کور مخې ته ډزې وکړې.

د آرین په خبره په دغه پېښه کې مدیر اعتمادي ځای پرځای وژل شوی او بریدګر په ناڅرګند لوري تښتېدلي دي.

تراوسه ددې پېښې لامل څرګند نه دی؛ خو امنیتي چارواکو یې په اړه د پلټنو خبره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن د شنبې په ورځ د پکتیکا ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر آصف توخي هم په یحیی خیلو ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد د پوځي عملیاتو پرمهال وژل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x