نړۍټکنالوژي

پر ټک ټاک او وي چېټ بندیز، چین د امریکا پریکړه په سختو ټکو غندلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ وږی، ۱۳۹۹ل): چین وروسته له هغې چې د امریکا حکومت د چینایي اپلیکېشنو وي چېټ او ټک ټاک د بندولو نېټه اعلان کړه امریکا ته سخت ځواب ورکړی دی.

د چین حکومت امریکا ته په ورکړي ځواب کې د هغوی څرګندونو سره قوي مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي چې د امریکا لخوا توهینونکې لهجه کارول شوې چې دوی به یې په اړه سخت ګامونه پورته کړي.

چین پر امریکا غږ کړی چې په راتلونکې کې دې د داسې کړنو مخه ونیسي او د ځورونې اندازه دې لاس په سر شي.

«که چیرې امریکا خپلې تیروتنې سمې نه کړي چین به د خپلو شرکتونو د قانوني ګټو د خوندي کولو لپاره لازمي ګامونه پورته کړي».

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ اعلان کړی و چې د سپتمبر له ۲۰مې نیټې وروسته به په دغه هېواد کې د ټک ټاک او وي چټ ښکته کول بند شي.

دوی ادعا کوي چې یاد دوه چینایي کاریالونه د امریکا ملي امنیت ته ګواښ دي، خو چین دغه تورونه په کلکه ردوي او وایي چې ددوی کاریالونه هیڅ هېواد ته ګواښ نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x