افغانستان

خلیلزاد له بین الافغاني مذاکراتو څخه د امنیت شورا د ملاتړ هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ وږي، ۱۳۹۹ل): د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان سولې څخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ملاتړ هرکلی کړی دی.

خلیلزاد په دې هکله تازه ټویټونو کې څرګنده کړې، چې د افغان سولې په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شوار په خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان پر حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ټینګار شوی دی.

نوموړی زیاتوي، امنیت شورا دغه راز له ټولو ډلو غوښتي چې یو داسې سیاسي هوکړې ته ورسیږي چې ټول افغانان په کې راونغښتل شي او نړیواله ټولنه په عملي او رواني توګه له هغې څخه ملاتړ وکولای شي.

خلیلزاد دا یوه نادره موقع ګڼلې چې افغان جهتونه کولای شي د سولې خبرو له لارې پراخ نړیوال ملاتړ ترلاسه کولای شي، چې په خبره یې باید له دې چانس نه ګټه پورته شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په داسې مهال افغان جهتونه د بین الافغانی مذاکراتو او سیاسي هوکړې د بریا لپاره هڅوي، چې د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې ټاکل شوې ده چې تر راتلونکي پسرلي پورې ټول بهرني پوځیان له افغانستان څخه ووزي او د بین الافغاني مذاکراتو پایله کې احتمالا نوی حکومت رامنځ ته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x