افغانستان

پکتیکا کې د چاودنې له امله ۲۰ تنه ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ وږي، ۱۳۹۹ل): د پکتیکا ولایت په جاني خیلو ولسوالۍ کې د کوچیانو پر یوه تراکتور د سړک غاړې ماین چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه ټپيان شوي دي.

دا پېښه پرون مازدیګر د جاني خیلو ولسوالۍ بازار ته څېرمه د کوچیانو پر هغه تراکتور شوې، چې یوه ناوې او د واده مراسمو ګډنوال یې په انتقالول.

د پکتیکا د عامې روغتیا سرپرست ډاکټر اسدالله رسولي د امریکا غږ راډیو ته ویلي، چې
له دې پېښې څخه د خیرکوټ ولسوالۍ روغتون ته ۱۹ تنه ټپیان وروړل شوي، چې د اوو تنو روغتیايي  وضعیت نازک ښودل شوی دی.

نوموړی زیاتوي په ټپیانو کې ۸ ماشومان، ۵ میرمنې او ۶ نارینه شامل دي.

تراوسه دا څرګنده نه ده چې دغه چاودنه څرنګه رامنځ ته شوې؛ خو د سیمې خلک وايي چې په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې ضربتي ځواکونه د طالبانو د بدنامولو په خاطر د عامو خلکو په موټرو بمي چاودنې کوي او ملکیانو ته تلفات اړوي.

ضربتي عسکر یا د کمپاین په نوم ځواکونه د لویې پکتیا په حوزه کې د سي آی اې تر قوماندې روزل شوي هغه ځواکونه دي چې په بشري جنایاتو تورن او ټول اکمالات او قومانده یې د امریکايي يي څارګرې ادارې(سي آی اې) لخوا ورکول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x