نظــر

له ښځینه خبریالانو سره د طالبانو مرکې

نوراحمد نور

یو وخت مې د یو آني ريډلې کتاب لوست. ریډلي هغه برتانوۍ خبریاله وه چې د طالبانو د امارت په اخیرني وخت کې په پټه افغانستان ته راغلې وه، بیا د بیرته ستنېدو په وخت کې طالبانو ونیوله او یو څه وخت له طالبانو سره بندي وه، بیا طالبانو خوشي کړه او وروسته بیا هغې اسلام قبول کړ.

د کتاب په یوه برخه کې ریډلي لیکي: کله چې به طالبان د تفتیش او څیړنې په موخه ماته راتلل نو د خبرو په وخت کې به یې یا کښته کتل او یا هم دیوال ته.

د طالبانو دې کار زه ځورولم ځکه ماته به داسي احساس کیده چې دا لکه چې زه ښايست نلرم چې دوی نه راته ګوري او حال دا چې زه ښایسته وم.

خو کله چې برتانيې ته ستنه شوم او اسلام مې مطالعه کړ راته څرګنده شوه چې اصلا دوی زما دنه ښایست له کبله نه، بلکې د اسلامي احکامو په اساس ماته نه کتل ځکه چې د اسلام له نظره پردۍ ښځې ته کتل روا نه دي.

دا کیسه تر دې را یاده شوه چې اکثره وختونه طالبان مجبور شي چې له ښځینه ژورنالستانو سره مرکې وکړي.

خو طالبان هر ممکن کوشش کوي ترڅو له غض البصر څخه کار واخلي.

د طالبانو اسلامي نظریه چې ريډلي بیان کړې وه کټ مټ له یوې خبریالې سره هم تازه د قطر د دوحې د مذاکراتو په دوران کې تکرار شوې ده.

خبریاله وایي: دطالبانو له مشر سره مې درې دقیقې خبرې وکړې خو زه باور لرم چې بل ځل مې وویني وبه مې نه پېژني.

خو که دلته له چا سره سوال پیدا شي چې نو طالبان ولي له ښځو سره مرکې کوي؟ حال دا چې د خپل حکومت په وخت یې داسي څه ته اجازه نه ورکوله؟

نو خبره دا ده چې دا خو پردي هیوادونه دي او هر ځای خپل اصول او ضوابط لري او طالبان نشي کولای چې د هغوی قوانین وربدل کړي او دا شرط ولګوي چې ښځینه ژورنالیستانې دي کنفرانس ته نه راځي او یا که راځي نو اسلامي حجاب دې مراعت کړي ځکه ژورنالیزم اوس د اکثرو هیودانو له ولکې وتلی دی حتی هغوی هم نشي کولای چې شرائط ورباندې ولګوي.

طالبان ضرورت لري چې خپل پیغام تر نړیوالو ورسوي او فقهي قاعده ده چې الضرورات تبیح المحظورات، نو طالبان مجبور دي چې له ښځینه ژورنالیستانو سره مرکې وکړي او د هغوی په شتون کې په کنفرانسونو او غونډو کې ګډون وکړي ځکه که داسي ونکړي نو اوس چې تقریبا ټوله نړۍ دیموکراسي په مخ اخیستې ده دا ناشونې ده چې که چیرته طالبان دا شرط ولګوي هم، نړیوال به یې ورسره ونه مني.

 

نو په داسي صورت کې دوه لارې دي یو دا چې طالبان له داسي غونډو سره مقاطعه اعلان کړي، کانفرانسونو کې شرکت ونکړي، مذاکرات پریږدي او ځان انزوا ته ټیل وهي.

دوهمه دا چې‌ګډون وکړي ځان له انزوا راوباسي او نړۍ ته خپله پالیسې څرګنده کړي، د سولې لپاره مذاکرات وکړي او د هیواد برخلیک وټاکي خو حتی الوسع غض البصر وکړي چې عملا یې طالبان کوي هم.

زما په نظر دوهمه لاره به مناسبه وي او مفسده یې لږ ده او فقهي قاعده ده چې کله یو څوک په دوو مفسدو کې راګیر شي نو هغه اهونه به غوره کوي ځکه نو طالبان هم په اهون البلیتین باندې عمل کوي.

د تعجب ځای خو دا دی چې دا اعتراض کونکې اکثره لبرل او ازاد خیاله دي خپله به ټوله ورځ د ډمو ستاینې کوي، په اصطلاح اولس مشر(!) به یې له انجونو سره ورزش کوي، ځوانې او ښایسته انجونې په لویو لویو بستونو ټاکي، خو دوی ته یې دا کار بد نه اېسي، ستاینه یې کوي د اولس زړه یې ګڼي او دا کار یې له اولس سره مینه بولي، خو که طالبان په یو بل هیواد کې له  ښځینه ژورنالیستانو سره یوازې مطبوعاتي مرکه وکړي دا بیا بیخې ورته له اسلامه لري ښکاري او په طالبانو نقد کوي.

بس هماغه د شاعر خبره ده.

هم آه بهی کرتے ہے تو هوجاتے هے بدنام.

و قتل بهی کرتا هے تو چرچا نهی هوتا.

اصلي خبره داده چې دوی ته اسلامي احکام نه دي مطرح، بلکې طالبان یې د سترګو ازغي دي او په هر ډول چې وي له طالبانو سره خپله عقده ساتي د کابل د بې واکه ادارې انزوا پکې پټوي له اصلي قضیې د خلکو نظرونه اړوي او اذهان یې د طالبانو په وړاندې مسموي.

خو طالبان الحمدلله ښه بیداره دي دوی له منفي سوچونو به کله هم متاثر نشي او اوس لله الحمد اولس هم دا منفي څیرې پېږندلې دي او هغه د چا خبره په خوله یې حتی تریخ پیاز هم نه خوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پیر محمد

ښاغلی نور احمد نور!تاسی د طالبانو دیو مدافع په صفت ددوی کړنو ته له خیټی دلایل تراشلی، تاسی هغه فقهی کلیه ذکر کړی چی په اخف د ضررینو او یا په اخف د نجسینو څخه به یا وړوکی ضرر او یا هم وړوکی پلیتی غوره کوی، زموږ مسلمانانو لپاره همدغه فقهی کیله یو اسا س دی موږ باید سیاست له همدغی کلیی څخه زده کړو، مطلب می دادی چی طالبانو باید داسی سیاسی ګام په 2001 میلادی کال کی اوچت کړی وای، هدف می داده چی دوی باید دافغانستان برحاله اسلامی امارت یواځی د یو ه فرد(اسامه بن لادن )… نور لوستل »

ترین

هههه سخته هوښیارخلګ یاست هر څه کی طالب ته لار جوړوی. اصلآ طالب افغانانو ښځو ته تکړه دی چی په درو یی ووهی نورو دنیا ښځو سره خو سمی ګپی ولی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x