نظــر

د طالبانو پراخېدونکي سیاسي ځواک ته اندېښمن پاکستان

شفیع اعظم

د روسیې ټاس خبري اژانس د ډونالډ ټرمپ تازه څرګندونو په اړه یوه تحلیلي راپور خپور کړی او کاږي چې پاکستان د طالبانو او امریکا وروستیو ګرمو اړیکو سخت اندېښمن کړی.

راپور زیاتوي چې طالبان په وروستیو کې له هند سره هم په ګرمو مذاکراتو او لیده کاته بوخت دي او هغوی ته ډاډ ورکوي چې راتلونکی افغانستان او طالبان به د هند لپاره هیڅ ډول خطر نه وي.

راپور زیاتوي چې پاکستان دا اندېښنه په دې خاطر کوي چې طالبان یې په ډیر چټک ډول له کنټروله وتونکي دي.

خو اصل خبره او اندېښنه د پاکستان له لوري پر طالبانو له کنټرول نه ډیره اوچته ده.

طالبان دقیقا لکه وتلی غشی د پاکستان له کمان نه هغه وخت و وتل چې خپل سیاسي دفتر یې پاکستان پر ځای قطر کې پرانیست او بیا یې په تدریجي توګه د قطر میشتو سیاسیونو کورنۍ له پاکستان نه مخ په قطر او اماراتو منتقل کړې.

طالبانو په ډیر ماهرانه ډول د قطر سیاسي دفتر نه په استفاده خپلې اړیکې د افغانستان ګاونډیو، سیمې او نړۍ نورو هیوادونو سره ټینګې کړې چې د هرې ورځې اړیکو پراختیا سره پاکستان خپل رنګ او بوی له لاسه ورکاوه.

د طالبانو سیاسي دفتر ایجاد لپاره لومړنۍ پرېکړه د طالبانو روحاني مشر ملا محمد عمر وکړه او شرط یې وټاکه چې داسې هیواد وي چې هغه د افغانستان به جګړه کې د ناټو او امریکا شریکباڼی نه وي، اسلامي هیواد وي او د افغانانو په داخلي چارو کې د مداخلې او ارادې سابقه ونلري.

هماغه وو چې د پاکستان، سعودي، عرب امارات او ترکیې موجوده اپشنونو پر ځای رایه پر قطر شوه.

دوهم ګام کې د طالبانو د سیاسي اړیکو د پراخېدو او پر پاکستان د اتکا کمولو او ختمولو مرګونې پرېکړه د ملا محمد عمر ځای ناستي ملا اختر محمد منصور وکړه چې ریښتیا هم نوموړي ته دا پرېکړه د سر په بیه تمامه شوه.

نوموړي له روسیې او ایران سره د طالبانو د سیاسي اړیکو پټ چینل پرانیست او دا له سور څراغ او خط نه د عبور په مانا وو. هماغه وو چې نوموړی دقیقا د ایران نه بېرته پر لار وو چې پاکستان د امریکا سره په ګډه د ډرون په برید کې له منځه یووړ او دا برید واقعا له تصوره اوچت او ټول یې ګوته په غاښ کړل.

پر ملا اختر محمد منصور مرګونی برید په حقیقت کې پاته ټولو طالب مشرانو ته سور څراغ وو او د سیاسي ازادۍ روان شوي بهیر عاجل ودرولو خبرداری وو او دا یې په عمل کې ور وښودل چې هرڅوک د استقلال طلبي داسې کوښښ کوي، نو ولو د طالبانو د لومړۍ لیکي فرد هم وي؛ هیڅ رحم به پرې نه کېږي او بلکې د څو دقیقو په ترڅ کی به یې غوښی باد باد وي.

د دې ناتصور شوي اقدام باوجود طالبانو په ډیر بیباکانه او زړوره توګه د سیاسي استقلال روان بهیر خاموش نه بلکې تر پخوا نور هم ګړندی کړ او موږ یې اوس عملا د پایلو او نتایجو شاهدان یو.

د طالب مشرانو د هغه جسورانه اقداماتو او پرېکړو له امله قطر دفتر د همدغو هڅو له برکته اوس په یوه پراخ او قوي سیاسي دفتر بدل شوی چې هره اونۍ د اروپایي ټولنې، سیمې او نورو نږدې لرې هیوادونو سره طالب مشران د افغانستان اړوند قضایاوو په اړه مخامخ او ټلفوني تماسونه لري.

پاکستان د طالبانو سیاسي نفوذ او اهمیت زیاتیدو سره دوه جدي اندېښنې لري.

لومړی دا چې په تیرو نولسو کالو کې د طالب مشرانو او کشرانو سره د پاکستان دوه ګونی چلند هغه څه دي چې پاکستان یی سخت اندېښمن کړی او ویریږي هسې نه چې طالبان د واک له اخیستو وروسته لومړی د خپلو وژل شویو او شکنجه شویو مشرانو د کسات په فکر پاکستان ته د ضرر روسولو اراده وکړي.

دوهم دا چې پر طالبانو د امریکا، اروپایي ټولنې، سیمې او ګاونډیو هیوادونو یودمي رش پاکستان ته دا اندښنه اچولې چې هسې نه په سیمه کې د پاکستان مدیریتي رول افغانستان ته ورکړل شي.

پاکستان د روسي اشغال له پیل سره د امریکا توجه ځآن ته را خپله کړه او پاکستان په سیمه کې د امریکا تر ټولو ځواکمن پارټنر شو چې پاکستان تر ډیره مدریتي رول ترلاسه او له دې درکه یې له امریکا ډیری مالي مرستې او امکانات ترلاسه کول.

دا چې اوس له یوه لوري پاکستان د امریکا سر سختو رقیبانو چین او روسیې ته مخ په نږدې کېدو دی او له بل لوري افغانستان ته په سولې راتلو سره یو بل ادرس مخ په را ټوکېدو دی نو طبعي ده چې پاکستان دا ویرې په سر اخیستی چې دغه مدیریتي رول د امریکا لخوا افغانستان ته لېږدېدونکی دی.

امریکا دا کوښښ ډیر پخوا هم کړی وو څو پاکستان پر ځای دغه رول افغانستان ته ورکړي او دې کار کې د خلیلزاد رول بارز وو.

لومړي ځل په 2009 کې د ابرېښمو نوې لار New Silk Road ستراتیژي له لارې د امریکا د وخت ولسمشر بارک اوباما د هیلاری کلنټن په مشرۍ کوښښ وکړ دا رول افغانستان ته ور شفټ کړي. د یادې سټراتیژي له مخې افغانستان د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا د اتصال په موخه یو اقتصادي او ټرانزيټي هب نظر کې نیول شوی وو. د ټاپي پروژه، کاسا زر او نورې سیمیزې پروژې د همدې برنامې عمده برخې وې. خو دا چې افغان حکومت نه د دغو سترو سيميزو پروژو د امینت د ټینګښت وړ وو او نه هم د پراخ مالي فساد او بی کفایتي له وجې سیمیزو هیوادونو د دغو لويو پانګونو او سترو پروژو اجرا لپاره د باور وړ وو نو له همدې امله دغه ستراتیژي په ډیر تت بهیر سره له ناکامۍ سره مخ او امریکا هم له خپلې هغې سټراتیژي په شا شوه.

اوس داسې ښکاري چې د طالبانو په بیرته را ستنیدو سره له یوې خوا امریکا د دوحې تړون له لارې له طالبانو سره سولیزې هڅې او د یو بل ازمایښتي پړاو پیل کړی او له بل لوري د مرکزي اسیا هیوادونه وار له مخه له طالبانو سره اړیکې جوړې او جنوبي اسیا تږو مارکیټونو ته د خپلې انرژۍ پلور او لېږد د طالبانو په شتون او قوت کې عملي ویني نو یوځل بیا هیلې را ټوکېدلي او دا هغه څه دي چې امریکا یې اړویسته څو نور هم په چټک ډول طالبانو ته له سولې وروسته د ملګرتیا او قوي پارټنرشیپ لاس اوږد کړي.

افغانستان په ډیر چټک ډول له جګړه ایز فاز نه یوه اقتصادي هغې ته روان دی. خو دا لېږد که ښه مدیریت نشي نو کولای شي موږ یوې بلې بد مرغۍ ته ټېل وهي.

موږ عملا دوه اقتصادی بلاکونو د ټکر او اتصال په منځ کې یو.

لومړی هغه یې د چین، پاکستان، روسیې او ایران دی او بل لوری د مرکزي اسیا (Five Stan)، امریکا او هند اقتصادی بلاک دی. همدا دول د مرکزي اسیا هیوادونه هم بیا یوه بل بلاک کې د Belt & Road Initiative کې چې د چین په رهبري دی؛ شامل دي.

په هر حال فغانان اړ دي چې دغو دوه اقتصادي بلاکونو ترمنځ د اړیکو او راکړې ورکړې بیلانس وساتي.

پروسه باید داسې مدیریت شي چې افغانستان د ټرانزیټ لپاره هم د چین لار کمربند ابتکار (BRI) غوښتنې په نظر کې ونیسي او له بل لوري د مرکزي اسیا، هند اتصال کې د امریکا ځیني ګټې او خواهشات.

له یوه لوري که هند ته د نه تهدید ضمانت پیش کېږي نو بل لوري باید پاکستان هم ډاډمن شي چې طالبان او افغانان په اوس کې د غچ اخیستلو یا پاکستان ګټو ته د ضرر رسولو کومه اراده نلري. بلکې کولای شي پاکستان ته د مرکزي اسیا مارکیټ ته په لارې ورکولو سره د پاکستان اقتصاد تقویې لامل شي او له بل لوري پاکستان ته پکار ده چې واګه بندر له لارې افغانستان ته د هند سره د وصلت زمینه محیا کړي.

ضمن کې هند هم کولای شي د واګه بندر او یا هم ایران سره په توافق د چابهار بندر له لارې افغانستان نه مرکزي اسیا هیوادونو سره وصل شي.

لکه څرنګ چې په 2001 کې د ټروریزم په نوم په افغانستان کې ټول متضاد قوتونه لکه چین، روسیه، امریکا، ایران، پاکستان او نورو د شته اختلافاتو باوجود ګډې مبارزې ته ژمن پاتې شول نو په ورته شکل باید افغانستان کې د ټولو متضادو اړخونو اقتصادي ګټو نظر کی نیولو سره د دوستۍ او ګډ کار یو نوی فاز ایجاد شي او دا کار ممکن هم دی.

افغانستان له یوه سخت ازمایښتي پړاو نه تېرېږي او هر هیواد په خپل زړه کې اندېښنې لري که یی اندېښنې حل نشي نو ښایي رول یې تخریبي شي او دا تخریت کولای شي افغانان ډیر متضرره کړي.

افغانان تر راتلونکو اوږدو کلونو باید له نورو هیوادونو سره د لانجو او دعو پر ځای صرف او صرف د ځان جوړولو ته وقف کړي څو څلوېښت کلن زخمونه ټکور شي.

دغه موجوده تحرک نه باید اعظمي استفاده وشي او هغه داسې چې د افغانستان ګاونډي، سیمه او نړۍ هیوادونو په زیربنایي او نورو اقتصادي پانګونو سره داسې ښکېل کړي چې بیا د خپلو پانګونو او اقتصادي ګټو د خوندیتوب په موخه هم د افغانستان د ثبات او بقا غوښتونکي شي.

#یاهو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x