افغانستان

اشرف غني بامیان ولایت ته په سفر تللی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د یوه دولتي پلاوي په ملتیا نن سهار له کابله بامیان ولایت ته په یو ورځني سفر تللی.

د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په همدې تړاو پر ټويټر لیکلي، چې غني به د خپل سفر په مهال له ځایي امنیتي چارواکو، قومي مخورو او خلګو سره وګوري او په یوه امنیتي مجلس کې به هم برخه واخلي.

د صدیقي له قوله، غني به د بامیانو له ځینو تاریخي ساحو هم لیدنه وکړي.

ورته مهال د ارګ له پاڼې بیا لیکل شوي، چې له غني سره په دې سفر کې د نوموړي دواړه مرستیالان ملګري دي او هلته به د یکاولنګ-دره صوف سړک د جوړېدو چارې وڅاري.

بامیان ولایت ته د اشرف غني سفر داسې مهال دی، چې ولسي جرګه حکومت په هیواد په ځانګړي ډول په «شمالي ولایتونو» کې په ملېشو جوړولو تورنوي او ادعاء لري، چې حکومت د امنیتي میثاق تر نامه لاندې خلګو ته وسلې وېشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x