افغانستان

«د سپېدار مامورین د معاش د ځنډ له امله بازارونو کې مزدوري ته اړ شوي »

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ وږي، ۱۳۹۹ل): د سپېدار ماڼۍ یو شمېر کارکوونکي وایي، له تېرو شپږو میاشتو راپدېخوا یې معاش نه دی ورکړل شوی او زیاتره یې مجبور شوي، چې په بازارونو کې توکي په لاسونو کې خرڅ کړي او یا هم درنو او شاقه کارونو ته مخه کړي.

د سپېدار ماڼۍ یو شمېر کارکوونکو «هشت صبح» ورځپاڼې ته ویلي، چې د ارګ له لوري د مصالحې عالي شورا تشکیل د نه منظورېدو له امله د سپېدار  کارکوونکو له تېرو شپږو میاشتو راپدېخوا معاشات نه دي اخیستي او د مالي ستونزو له امله یې زیاتره مجبور شوي په بازارونو کې مزدورۍ ته مخ کړي.

د پخواني اجرائیه ریاست نږدې دوه زره شاخوا کار کوونکي چې لوړ رتبه چارواکی او عادي مامورین پکې شامل دي،  د یاد ریاست له لغوه کېد وروسته یې هم له عبدالله عبدالله سره کار ته دوام ورکړی؛ خو اوس له جدي مالي ستونزو سره مخ دی او نه یوازې دا چې معاشات يې حواله نه دي؛ تر څنګ یې د مصالحې شورا په تشکیل کې هم برخلیک ناڅرګند دی.

سپېدار ماڼۍ کې سرچینې وایي، سره له دې چې میاشت وړاندې د مصالحې عالي شورا تشکیل د منظورېدو په موخه د ولسمشرۍ ماڼۍ چارو ادارې ته لېږل شوی؛ خو د نامعلومو دلایلو له امله یې لا هم معاش اجراء شوی نه دی.

د سپېدار کارکوونکي له عبدالله عبدالله ګیله لري، چې په ځینو چارو کې جدي عمل نه کوي او لا یې هم ددوی د معاش غم نه دی کړی.

ورته مهال د چارو اداره بیا سپېدار تورنوي، چې تشکیل یې په خپل وخت بشپړ کړی نه دی او په خبره یې، کله چې تشکیل بشپړ شي، کارکوونکي به د هغه وخت معاش تر لاسه کړي، له کومه چې یې په مصالحه شورا کې کار پیل کړی.

یاده دې وي، چې په تېر ګډ حکومت کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ اجرائیه ریاست تشکیلات درلودل چې څه موده وړاندې د اشرف غني له لوري لغوه شو او په اړه یې په یوه فرمان کې یاده شوه، چې د یاد ریاست کارکوونکي به په نورو بستونو کې جذبېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x