روغتیا

د عامې روغتيا وزارت؛ د کرونا دوهمې احتمالي څپې ته چمتو يو

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۳۰ وږي، ۱۳۹۹ل): د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې دوی د مني په راتلو او د هوا سړېدو سره د کرونا ويروس د احتمالي “دوهمې څپې” د مخنیوي لپاره اقدامات کوي.

د ياد وزارت سرپرست مشر احمد جواد عثماني هرات ته د سفر په جریان کې، د ویروس د کنترول لپاره د عامه او خصوصي طبي مرکزونو چمتووالی اعلان کړ.

د روغتيا وزارت څخه د ورکړل شويو معلوماتو پر اساس په هرات ولایت کې له کومه چې هېواد کې د کرونا وبا لومړۍ څپه خپره شوې په بريالۍ سره کنترول شوې ده.

خو د هرات ولايت روغتيايي چارواکي وايي چې د کوويډ-۱۹ ناروغۍ د کنترول سربېره لا هم دغه ولايت کې په کم شمېر مثبتې پېښې ثبتيږي، دوی عامو خلکو ته د احتياطي پاملرنو مراعتول لازم بللي او په وينا يې په (عقرب، قوس او جدي) میاشتو کې د وبا د دوهمې څپې خطر شته دی.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د غور او بادغیس ولایتونو څخه وروسته د هرات لېدنه وکړه ترڅو د کرونا خپرېدو او د سیمه ییزو اقداماتو څیړنه وکړي چې د مني او ژمي په موسم کې د ویروس احتمالي “دوهمې څپې” د مخنيوي لپاره اقدامات ترسره کړي.

هغه په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته ډاډ ورکړ چې د هرات عامه او خصوصي روغتیايي مرکزونه د کرونا ویروس د ساتلو لپاره بشپړ چمتووالی لري.  د عامې روغتیا سرپرست وزیر په وینا، «د ناروغۍ لومړۍ څپې لا هم په ټول هېواد کې شتون لري».

ښاغلي عثماني زیاته کړه چې د نړیوالو ارزونو له مخې د کرونا ویروس ناروغي به د سړې هوا، د هوا ککړتیا او د ژمي ناروغيو سره مخ شوي خلکو له امله په يخه هوا کې لا شدت وکړي.

د روغتيا وزارت ويلي وو چې د دوی د سروې له مخې په هېواد کې له لس مليونو زيات کسان په کرونا اخته شوي او زرګونه نور مړه شوي دي.

مګر د ښودل شويو احصائيو له مخې په هېواد کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پېښې ۳۹زرو ته رسيږي، په داسې حال کې چې شاوخوا ۱۴۵۰ کسان مړه شوي او ۳۲زره بېرته روغ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x