افغانستان

زاخېلوال: ټاکنیزو لانجو ۲۵سلنه صادرات او ۱۰ لس سلنه ګمرکي عواید کم کړي دي

د افغانستان د ماليې وزیر وايي چې د دویم پړاو له ټاکنو نه رازېږېدلې ستونزې د دې سبب شوې چې د افغانستان په اقتصاد خورا بد اغېز وکړي.
د نوموړي په خبره ټاکنیزو لانجو د ټولو هېواد په سطحه پنځه ویشت سلنه صادرات او لس سلنه ګمرکي عواید کم کړي دي، چې په مجموع کې د افغانستان اقتصاد پنځه دېرش سلنه ټکنی شوی دی.
زاخېلوال وايي چې د سږ کال په اوږدو کې باید مرسته کوونکو هېوادونو پنځه سوه میلیونه ډالره مرسته ورکړې وای، چې د نوموړي په وینا ټاکنیزې لانجې د دې سبب شوې چې دغه مرستې تراوسه درک نه لري.
د زاخېلوال له قوله شونې ده چې د ټاکنو د ستونزو له هواري وروسته به دغه مرستې ترلاسه کړي.
یاده دې وي چې په هېواد کې ډېری خصوصي شرکتونو د ټاکنو پایلو او د هېواد راتلونکي اقتصادي وضعیت ته په اندېښنه کې دي او ډېری يې په خلاص زړه پانګونه نشي کولای.
د ټاکنیزو ستونزو نه د خلاصون او د دواړو نوماندانو د جوړجاړي په موخه د امریکا ددو سناتوارنو او د ولسمشر دواړو مرستیالانو له دواړو نوماندانو سره خبرې کړې دي، پر دې سربېره د داوړ نوماندانو د تبلیغاتي ډلو ځینو استازو هم پرون په کابل کې ګډه ناسته کړې وه، چې ګواکې د یوې سمې سیاسې حل لارې لپاره بحثونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x