افغانستان

د میدان وردګو او دایکندي ولایتونو شیعه ګانو هم طالبانو سره «پیوستون» اعلان کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ وږي، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو لپاره په تیاریو بوخت دي او هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تازه د میدان وردګو او دایکندي ولایتونو ګڼ شمېر شیعه قومي مشرانو او عامو خلکو طالبانو سره د پیوستون اعلان کړی دی.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر له مخې دغو شیعه ګانو ته د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون لخوا هرکلی ویل شوی:

«د میدان وردګ ولایت، د حصه اول او حصه دو ولسوالیو او له دایکندي څخه راغلو شیعه مذهبه هیوادوالو له اسلامي امارت سره بیعت او د هغه ملاتړ اعلان کړ. د دعوت او ارشاد کمیسیون مسؤلینو او نظامي مسؤلینو د دوی هرکلی وکړ او د اسلامي امارت لائحو، فرامینو او پالیسۍ په اړه یې پوره معلومات ورکړل.»

په خبر کې دغه راز ویل شوي، چې شیعه مشرانو ژمنه کړې چې په خپلو ژمنو به وفا کوي او د کابل حکومت په لیکو کې په دندو بوخت«غولیدلي» عسکر به هم طالبانو سره یوځای کېدو ته هڅوي.

د میدان وردګو ولایت او دایکندي ولایت شیعه مشران په داسې مهال طالبانو سره خپل پیوستون اعلانوي چې د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ تاریخ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې تړون نه وروسته طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ لړۍ هم چټکه شوې، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۲۰۰ دولتي او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x