نظــر

ريښتينې سوله يوازې د جنګي مجرمانو او ملي خايينانو سره په حساب کولو راتللئ شي

د،ب، هيښ

په يوه ټولنه ‌کې سوله، ثبات، امنيت او هوسا ژوند هغه وخت ميسريږي چې سياسي -ټولنيزو -اقتصادي او کلتوري ژوند يې د عدالت په ستنو ولاړوي.

عدالت د ټولنې د افرادو د خدائي او طبيعي حقونو منل، مراعاتول، په عمل کې پياده کول او د ټولنې په مديريت، اداره او واک کې بې له امتيازه د هغوی د مساوي سهم اخستلو او فرصت لرلو ته وائي.

په ټولنه‌ کی شامل افراد د شريک ژوند کولو د پاره مسؤليتونه او حقونه لري، چې که ورته احترام ونه شي او په زور، تزوير، بانو او جعلي توجيهاتو ئې نقض او نه مراعاتول دود شي، د ټولني نظم او توازن له منځه ځي او د تفاهم په ځای تقابل، د اتحاد په ځای نفاق، د وصل په عوض درز، د تعمير په ځای تخريب او د همکارۍ او دوستۍ په ځای د دښمنۍ تعاملات صورت نيسي او بالاخره ټولنه د خشونت، فزيکي برخوردونو، جنګ او جنايت ډګر ګرزي.

له بده مرغه د استبدادي حاکميتونو د موجوديت له کبله زموږ په ټول تاريخ کې عدالت نه دئ پياده شوئ او د ټولنې د افرادو خدايي او طبيعي حقونه د مستبدينو او ظالمانو له لوري تر پښو لاندې شوي دي.دهمدې عدالت د فقدان له وجهې زموږ تاريخ د جنګونو،وينې تويولو، وژلو، ترور او اختناق نه ډک دئ او دا مظلوم اولس د راحت او ارامۍ ساه نه ده اخستې.

قتل عامونو او لړزوونکو جنګي جنايتونو صورت نيولئ دئ او ددې جنايتونو د وحشت او جنګي جنايت عاملين او د بشر دحقوقو صريح ناقضين نه نيول شوي او نه محاکمه شوي دي، حتا د محاکمې او مجازات په ځای تر نورو نومونو او فورمونو لاندې او د نويو داخلي ائتلافونو او خارجي مستبدينو سره د تړاوونو په تشکيل سره نازول شوي، چاغ شوي او مقتدر شوي دي او خپلې بقا ته ئې د اولس په فناه او مصيبت کې تداوم او تشکل ور کړئ دئ او په دې اولس يې د دنيا ژوند په جهنم بدل کړئ دئ. همدا علت دئ، چې جنګ او وژنې دوامداره شوې او د ختمېدو څرک ئی نه ښکاريږي.

د افغانستان د تاريخ په دې وروستيو څلوېښتو کالونو کې جنګي جنايت او د انسان د حقونو پايمالولو يو نوی جهاني ريکارډ، پراخه ابعاد او مقياس و نيولو چې مثال ئې د نړۍ په تاريخ کې نه ليدل کيږي.

د استبدادي واکمانو او دهغوی د مسلحو بانډونو له لوري ډله ايزي وژنې، جنسي تجاوز ونه، د خلکو په سرونو کې ميخونه ټک وهل، د زنانه وو سينې غوځول، ژوندي انسانان تر خاورو لاندې کول د بشري جنايت يو نوی وحشت د رقص مرده په نامه کول، د قومي -ژبني -مذهبي او سمتي تعصب په نامه د خلکو مالونه او جایدادونه غصب کول او په زور د خپل پلرني ټاټوبي نه شړل، اتنيکي تصفيه او نور زړه بوږنوونکې جرمونه د مدنيت، اسلام او دموکراسۍ په نامه اجرا شول او لا دوام لري.

دلته ټول هغه منل شوي ديني، مدني، انساني، ملي او بين المللی نورمونه او ارزښتونه چې د انسانانو دحقوقو يادونه، حفاظت او تاکيد پرې شوئ دئ په ډېره بې شرمانه او ضد انساني توګه نقض شوي دي او کيږي، چې د کمونيستي کودتا په کولو شروع، د تنظيمي وحشتواکۍ په راتلو تقويه او پراخه او د امريکايي نظامي وحشيانه تجاوز او اشغال په راتلو سره اوج ته ورسېدل.

تاسو وګورئ دهری ورځې په چاپي، غږيزو او تصويري خبرونو، تبصرو، تحلیلونو، بحثونو، ليکنو او فلمونو کې په مختلفو موضوعاتو تاوده نشرات کيږي او ټوله مېډيا د اشخاصو،ډلو، تنظيمونو او سازمانونو په ښوويولو او جذاب کولو اخته ده، خو په يوه مهمه او د يوه اولس د مصيبت او تراژيدي په اصلي علت او موضوع چې د جنګي جنايتکارانو او انساني حقونو د ناقضينو د وحشتناکه جرمونو پوښتنه کول، محاکمې ته کش کول او په جزا رسول دي ټول پټه خوله او ساکت دي.

ولې د جنګي جنايتکارانو د جرم او جنايت په مقابل کې غږ نه پورته کيږي؟

دا ځکه چې دلته دا څلوېښت کاله مختلفو ډلو، تنظيمونو او ګوندونو قدرت ته د رسېدو دپاره مسلح باڼډونه او مسلکي قاتلان روزلي او کوښښ يې کړئ دئ چې د زور او ترور له لارې ځانو ته ټول سياسي قدرت او يا په‌کې برخه لاسته راوړي او د مدني او انساني لارو په ځای د جنګي جنايت په کولو مصروف پاته شوي دي.

د جنګ او ترور په تسلط کې په هره ډله کی جنګي مجرمين شته دي او هره ډله د خپلو جنګي مجرمينو نه حمايت څه چې د هغوی د قهرمانۍ او مېړانې دعوا کوي.

هره ډله د ټولو جرمونو او جنايتونو ګناه په نورو ور اچوي او خپل مجرمين ستائي او نمانځي.

خو تر څو چې دا سلوک او طرزالعمل همداسې دوام وکړي او د جنګونو او جنايتونو مجرمين او عاملين شناسائي، تعقيب، زنداني، محاکمه او مجازات نه شي او انتقالي عدالت تطبيق نه شي، نو د دائمی سولې او ثبات راتلل يو خيال دئ، چې افغاني ټولنه به ئی په عمل کې ونه ويني.

داچې اوس د افغانستان د تراژيدي د ختمولو د پاره د بين الافغاني مذاکراتو فرصت پيدا شو، په خپل ذات کې يو مثبت ګام دئ، چې د افغان اولس د مطلق اکثريت د تائيد او تحسين وړ ګرزېدلئ دئ او ټول اولس د الله پاک دربار ته لاس په دوعا دي چې دا مذاکرات په موفقيت سره چې د جنګ او جنايت دود ته د پای ټکی ايښودل او د سولې استقرار دئ تمام شي.

لاکن د سولې د مذاکراتو نه موفقانه او مثبته نتيجه هغه وخت لاس ته راوړل کيږي، چې د تېرو جنګونو او جنګي جرمونو عاملين بې له دېنه چې په کومه ژبه، قوم، مذهب، تنظيم، اډيولوژي او ګوند پورې اړه لري تر پوښتنې لاندې ونيول شي او دجنګی مجرمينو سره د حساب موضوع د مذاکراتو د اجندا مهمه برخه وګرزي.

د جنګي مجرمينو محاکمه او مجازات به د يوه لوري نه د ميليون هاوو شهيدانو، معلولينو، زخميانو او اواره ګانو د قربانيو حق ادا کړي او د حق العبد اصل به چې د انساني سالم او عادلانه ټولنيز ژوند د کولو مهم اساس دئ تطبيق او عملي شي او عدالت به چې د واقعي،باثباته او دائمی سولې د استقرار بنياد او تضمين کوونکي دئ، پياده شي.

د بل لوري نه به په راتلونکو کې د اشخاصو،ډلو او ګوندونو د پاره عبرت شي او په دې به يې سرونه خلاص شي چې جنګي جنايت په سياست کې مردود او محکوم دئ او که څوک د جنګي جرمونو په کولو واک تر لاسه کول غواړي، نو د حساب،پوښتنې او مجازات سره به حتمي مخامخ کيږي.

د افغانستان په وروستيو څلوېښتو کلونو کې څو وارې د سولې مذاکرات او توافقات وشول، سندونه امضا شول او لاسليکونه پرې وشول، حتا په مقدس کتاب قرانکريم قسمونه وشول خو د لاسلیکونو رنګ د کاغذ په مخ لا نه و وچ شوئ. چې تر پخوا لا زيات جنګي چرمونو شروع او دوام پيدا کړ. دا ځکه چې په مذاکراتو او توافقاتو کې د جنګي مجرمينو جرم او جنايت نه يوازې محکوم او د دوی ناولی وجود د سياسي صحنې نه ورک نه شو، بلکې په پيسو، مقامونو او منصبونو ونازول شول، وپړسول شول او د افغان اولس په سرنوشت حاکم وګرزول شول، چې عاقبت ئې ددې مظلوم اولس په نصيب د جنګ او جنايت هغه اور شو چې اولس تر ننه په کې سوځيږي او دا مصيبت هنوز دوام لري.

بناءا د قطر په بين الافغاني مذاکراتو کې شامل لوري که واقعا د افغان اولس د روانې تراژيدي ختمول غواړي بايد پخوانۍ غلطيانې او کمبوديانې تکرار نه کړي او د مجرمينو سره د سازش لاره ونه نيسي.

د افغان اولس د مطلق اکثريت غوښتنه چې د جنګي مجرمينو محاکمه او مجازات او يا حد الاقل د سياسي صحنې نه شړل دي بايد جدي ونيسي او مثبت ځواب ور کړي. د جنګي جنايت، زور، عاموژنو، د اسلحې داستعمال، ډار او ترور په وسيلو د سياسي قدرت، مادي ثروت او کاذب شهرت د حاصلولو ضد اسلامي، ضد افغاني، ضد انساني او ضد مدني اعمالو سلسله چې جنګي مجرمينو روانه کړې ده،نوره ختمه او ټولنې ته چې په ځنګلي حالت کې ده نجات ورکړي.

د جنګي جنايتکارانو په ورکولو او دهغوی د ناروا کړنو په مخنيوي سره به د افغانانو روحي، جسمي، مادي او معنوي امنيت تضمين او تامين شي،په اطمینان او ډاډه زړه به يې ماشومان زده کړې وکړي، ځوانان به په‌ جسمي او فکري تحقيقي، تخليقي،توليدي او ابتکاري کارونو مصروف او مشران به د خپلو تجربو په اساس مفيدی او سالمې مشورې او لارښوونې وکړي او زموږ وطن او اوسيدونکي به ئې د نړۍ د ملکونو او اوسيدونکو سره د سيال او پارتنر په شکل ظاهر او وځليږي. دا وطن او اوسيدونکي به ئې نور د اوسني ذلت او فلاکتباره حالت نه نجات پيدا کړي او د باثباته او دايمي سولې په لرلو به د ترقۍ او رفاه نه ډک ژوند څښتنان شي.

د جنګي مجرمينو نه پاک، ازاد، خپلواک او په ځان بسيا افغانستان په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x