شعـــــرونه

د طائف دردناکه واقعه د شعر په ژبه

تباند زهاد

د طائف خلګو محمد رسول الله مه ولي
دا دي نبې خیرالابشر دوست دالله مه ولي

د جهالت له تیارو باسي ستاسي زړونه په نور
دادي ریښتوني پیغمبر ګران د مولا ولي

اې ظالمانو تاسي ولي خوږ نبي ځوروي
تاسي اسلام ته رابلي د دین رڼا مه ولي

چې اِنسُ جن او ملایکي ورته غوږ غوږ وله
دا مبارک او نازپرور حبیب الله مه ولې

د مبارک وجود یې ویني دین لپاره څاڅي
دا نازولي د خالق زموږ مصطفي مه ولي

د انسانیت غمخور جهان له تاریکیو باسي
کعبه یې خلاصه له بتانو کړه آقا مه ولي

تپاندزُهاد) یې له نامه شمه زر واري لوګۍ
درود سلام تل ورلیږمه مجتبي مه ولي

صلي الله علیه واله صحبه وسلم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x