افغانستان

چارواکي: ازره ولسوالۍ سقوط سره مخ ده

نن ټکی اسيا: د لوګر ولايت د ازرې ولسوال حميدالله حميد وايي، که مرکزي حکومت ورته بېړنۍ مرستې راونه ليږي، نو ازره ولسوالۍ به ډېر ژر د طالبانو لاس ته ولويږي.

حميدالله حميد زياتوي، چې د لوګر، وردګو او شاوخوا سيمو څخه سلګونه طالبان ازره کې ځای پر ځای شوي او غواړي پر ولسوالۍ ډله ييز بريد وکړي او ولسوالۍ سقوط سره مخ کړي.

ولسوال زياته کړه، چې له اوو کالو راهيسې د ازرې او د ولايت مرکز پل علم لار طالبانو تړلې او که د کورنيو چارو او دفاع وزارتونه ورته بېړنۍ مرستې راونه رسولې، ازره ولسوالۍ به طالبانو ته پريږدي.

د لوګر والي يار محمد اميري هم له مرکزي حکومته غوښتنه کړې، چې د لوګر ولايت ازرې او نورو ولسواليو ته دې عاجلې مرستې راولېږي او يادې سيمې دې د طالبانو له واکه وژغوري.

وړمه ورځ د ملي امنيت عمومي ريس رحمت الله نبيل هم و ويل، چې طالبان غواړي د ازرې ولسوالۍ له ستراټيژيک موقعيته ګټه پورته کړي او نوموړې ولسوالۍ ونيسي.

نبيل زياته کړه، که ازره سقوط کوي، نو د کابل سقوط ورسره شونی دی، خو دوی به پرې نږدي، چې ازره ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولويږي.

طالبانو خپل سږن پسرلني عمليات د خيبر په نوم اعلان کړي او د هېواد ګڼو ولايتونو کې یې خپلو وسله والو بريدونو ته زور ورکړی، چې له امله يې د حکومتي چارواکيو اندېښنې راپارولي دي.

له څو ورځو راهيسې د هلمند ولايت پر ګڼو ولسواليو طالبانو پراخ وسله وال بريدونه پيل کړي دي.

د چارواکيو په وينا د هلمند شپږ ولسوالۍ سقوط سره مخ دي او د مرکزي حکومت د بېړنيو مرستو سربېره لا هم د طالبانو د بريدونو په مخنيوي نه دي توانيدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x