نظــر

انقلاب (۱)

اسد الله رزین

انساني ژوندون د پیښو کوربه وي. او داسې حقیقتونه هم پکې اوسي چې بیله نومه شتون لري. او یو له هغَو  د (۱۴۰۰)کاله مخکې تاریخ یو روښانه انځور دی. چې د انسان ژوند ور بدلوي، د فطرف آواز زمزمه کوي، تر پښو لاندي سوی حیثیت اعاده کوي، معصومې نجونې د مرګ له خولې را کاږي، د انساني کرامت تصور ځپروي، تر چاړه لاندي انسان را ولاړوي، بهیدلې اوښکې پاکوي ، توسوې وینې مینځې، د مینې او محبت دفترونه پرانیزي، د پرمختګ کاروان رهبري کوي، ویرونه او دردونه هیروي، ناهیلیو ته د په مخه ښه لاس ورکوي. او هغه د انقلاب مبارکه ، آزادې غواړې، انسانیت پالي او بختوره د (لاالله الی الله محمد الرسول الله) مقدسه کلمه ده چې تروزر لاندي یی نتلي انسانیت خپل ورته په ګوته سوی ځای بیاموند. او د ناروا ټول ډولونه یی د ځمکې له مخه جارو کړل.

رښتیا هم طیبه کلمه یوه بی مثله انقلابي کلمه ده چې نه پخوا چا اوریدلې وه او نه به یی له دئ وروسته څوک واوري.

یاده کلمه  د هرې زمانې د ابوجهل او بغاوت په وړاندي د بغاوت اعلان دي. او د کائنانو تر ټولو نازولي او ستایلي انسان یی د دودیدو او خپریدو لپاره پوره دیرلس کاله په مکه کې ورسره تیرکړل.تر څو یی چې د انسانیت د لارښووني ګروپ چمتو او بیا د آسماني حکم په پلوشو کې په هجرت مامور سو.

انقلاب د یوه تصور مکمل اثبات او د بل تصور مکمل انکار ته وایی. چې دا کار هر نبي د خپل نبوت په موده کې سرته رسولی دی.

د مسلمانانو دین ، فرهنګ ، تاریخ ، علم اوتربیه وي نظام ټول انقلابي دئ. او قرآنکریم هم انسان عمل او بدلون ته را بولي، خو د هر صالح انقلاب او نوی تعمیري عمل لپاره د ضمیر بیداري او زهني تیاري اړینه وي.

اسلامي پرتمین انقلاب چې د بنسټ ډبره یی د محمد رسول الله(ص) په مبارکو لاسو کیښودله سوه، او د مسلمانانو په واسطه د انساني نړۍ هر کونج ته ورسیده ، انساني تاریخ له ځانه سره یوه نابلده اوبی بیلګې پیښه ولیکله. د دغې انقلابي پیښې هراړخ انسان په تعجب کې اچاؤ. انسان نه ؤ ملامت. هغه په کلو، کلو له خپل فطرته لري ساتل سوی ؤ، په تیارو کې ؤ، خپل فطرت یی نه پیژاند، د خیر دومره لوی لاس، پراخوالی، وضاحت ، داد رسي او درد رسي یی رښتیا هم مهالي عقل نسوای منلای.

یاد انقلاب د نورو خارق العاده پیښو په څیرپیچلې او نه پوهیدونکي کیسۍ نه وه. تاسي سمه څیړنه پری وکړی. او په انساني تاریخ او ټولنه  کې یی اغیزې و ګوری.

ټول انسانیت که هغه هر څوک ؤ په یوه مسخه سوي ژوند کې اوسیده. په الله (ج) ایمان تر یوه تاریخي واقعیت ډیر نه ؤ.لکه چې یو څوک ووایی چې بند سلطان د یوه پاچا په وخت کې جوړ سوی ؤ، خو د پاچا د نوم په یادولو سره د هغه په زړه کې د بیرې او حیاء کومه څپه را ولاړه نه سي. دغه ؤ په خدای د هغه ایمان د باور کچه او څرنګوالی. له الهي صفتونو نه ؤ خبر، زړونه یی د الهي عظمت  له اغیزه لري پاته سوي ؤ.

یوناني فلسفې هم د الله پیژندنې په باره کې د نفې لهجه کارولې وه، خو د اسلامي انقلاب له برکته انسان له دغه ګنګ، او بی سا معرفته را وؤت او یوه ښکاره او منلې عقیده یی ور خپله کړه. هغه چې زړه او روح یی ترواک لاندي ؤ. دارنګه چې چا به پخدای ایمان راؤړ او طیبه کلمه به یی د شنډو ورد سوه، نو بیا به یی سمدستي په ژوندون کې یو ستر بدلون را برسیره سو. د جهالت میکروب به یی له منځه ؤړ، زړه او دماغ به یی په برکتونو ، حکمتونو او رحمتونو اوبادیده. هغه به بیا لومړنی کس نه پاته کیده. داسي څه به ځنې پیښیدل چې عقل به ور ته هک پک او تاریخ به ور ته ګوته په غاښ ؤ.

دا د ایمان یوه بریالۍ اخلاقي مدرسه او د نفسیاتي روزنې بریالی مرکزؤ. چې زدکونکي ته یی په لوړه کچه کې ارادې ځواک اود نفس محاسبه ور زده کوله. کله چې به کوم حیواني صفت پری بر لاسی او ګناه به ځني پیښه سوه، د ور پام کولو به څوک نه ؤ، د قانون لاس به هم نه ور رسیده ، نو بیا به دغه ایمان د نفس لوامه کار ور کا ؤ . یاد کس به ځپله تری پیښه سوې ګناه پخپله و منله ، سزا ته به یی غاړه کیښوده ترڅو د آخرت له دردونکي عذابه نجات و مومي. لکه د ( ماعز بن مالک اسلمي) د زنا پیښه.

همدغه ایمان د انسان د پاکي چوکیداري کوله. او همدغه د توحید عقیده وه چې انسان یی سر لوړی کړی ؤ. په آخرت باورد مسلمانانو زړونو ته د میړاني تار ور غزولی ؤ، د جنت نقشه یی ددوی له مخې داسي ویړه کړې وه لکه دوی چې هغه په خپلو سترګو لید. دغو ټولو ترایمان له مخې بی مسئولیته ژوند لاره. نه کوم ځواک ته تسلیم ؤ، نه یی کوم قانون مانه  یوازي خواهشاتو ته یی غاړه ایښي وه، خو اوس د بندګي په دایره کې داسي را ګیرده چې نور تری وتل ور ته ډیر ګران دئ. هغه اوس دارنګه غلام جوړ سوی چې نه یی ځان د ځان او نه یی هم مال د ځان دی. هغه تر پرون پوري د خودي او نن هم د بندګي په فکرونو کې لاهو دی . او په ټول ژوند یی د اسلامي انقلاب شمعې بلې دې.

په مسلمانانو کې انقلابي صلاحیتونه د نورو په پرتله ځکه ډیر دي چې په هغو کې دیني جذبه یومخ نه ده مړه .  د قرآنکریم له برکتونو او تلاوتونو یو مخ نه دي بی برخې. د غبرګون، بغاوت، سمولو او عملي جد او جهد احساس یی اوس هم کله ، کله را وتو ته هڅه وي، خو په حاضر وخت کې ډیره اړینه ده چې مسلمانان په ځان باور پیدا کړي. او په هغه دین یی ایمان ټینګ او تازه سي د کوم چې نوم اخلي او پری پوهیږي نه.

زموږ تړاو له دینه سره بلکل  نسلي او ارثي دی. چې په زدکړه یی ځان مکلف نه بولو او نه هم ځان پری ستړی کوو. دا په داسي حال کې چې د مبین دین زدکړي د نړۍ جوړونې او نړۍ ساتنې درس را کوي. او را ویښه وي مو چې په اوږو مو د ټول انسانیت  ذمه واري پرته ده. او مسئولیت مو ده چې د دئ لار ورکي انساني قافلې سالاري وکړئ. او د الهي انسان ساز دین په صراط مستقیم یی سم کړی. لکه چې فرمایی: (کنتم خیرامة اخرجت للناس) العمران – ۱۱۰دغه آسماني دین هسي احساسات نه پاروي، تعصبونه او کرکې نه را ولاړوې. هغه خپله دعوه په علمي دلائلو ثابتوي. هغه فکر نظر او وجدان ته هم بلنه لري. هرچا ولیدل چې کله د څه کولو موقع په لاس ورغله بیا یی څرنګه ، په څومره هوښیاري او مینه انسان له وهمونو او خرافاتو را ویوست. انساني فرهنګ یی څرنګه له تباهي وژغوارو، نړۍ یی په نویو او محکمو بنسټونو ودانه کړه. د آزادي او اختراعي صلاحیتونو د ودې لاره یی پرانستله . د کار او اهل کارفلسفه یی څرنګه له خبرو عمل ته را وایسته ، خو دا ټول هغه وخت وسوو چې کله نړیوال واک او اخلاقي مشرتوب له اسلام سره ؤ. ځکه چې اسلامي نظام د ه هم د مشرتوب نظام. او بیا چې کله مسلمانان له برمه ولویدل او بیرته یی لومړني جهالت ته مخه کړه و مو لیدل چې په انساني نړۍ څه تیر سول؟

بیا نو انسان له وهمونو او ظلمونو ډک تیاره غار ته ور ولوید. او د ایمان له رڼا پرته د علومو او فنونو د پرمختګ  او نا سم استعمال زمانه وه چې انسانیت په مادي ډګر کې ښئ لاس ته راوړني ولرلئ او په پای کې یی د مادې د خدای خدایی هیره. او د ړندې ، کڼې او مړې مادې خدایی یی ومنله . چې له هغه وروسته بیا انسان د خوشالي او سوکالي مخ و نه لید، خو دغې تاریخي او سمې څیړنې ور زده کړل چې د شته مادې مشرتابه د بدلیدو اشد ضرورت دی. او انسانیت باید بیرته  د هدایت لومړۍ سرچینې ته ور وګرزي. هغې نړیوال او اخلاقي ارزښت درلود. او چې کله یی له لاسه ور کړ بیا له داسي ستر تاوان سره مخ سو چې نه یوازي مسلمان بلکې ټوله نړۍ او انسانیت د غم او درد په خونه بدل سو. او ویی منله چې دا یوه مجرمانه  تیروتنه او بی پروایی وه چې کړې یی وه. او اوس هم چې کله د انسانیت د خواري او ذلت خبره یاده سي، نو بیا یی هر څوک مني چې د مسلمان له واک او مشرتابه لري کیده یی یوازنی دلیل ؤ، ده او وئ به .

د اسلام او مادې فکر چې تر اسلام له مخه یی هم حکم چلاؤ. او اوس هم. توپیر شته په دئ معنی چې جاهلیت د یوه خاص وخت نوم نه ده. بلکې د عقل او فکرد یو خاصجوړښت نوم ده. او هغه وخت په خپلو تیارو کې ځان ښکاره کوي چې کله په انساني ژوندانه کې هغه پولې او معیارونه  له منځه ولاړ سي کوم چې الله تعلی(ج) د انسان د نجات او خیر لپاره ترسیم کړي ؤ. او په ځای یی مصنوعي او یا د انسان په لاس جوړې سوې پولې او معیارونه ، معیارونه سي. چې بنسټ یی په خواهشاتو اومحسوساتو ولاړ وي.

ناندره ایز او نمائشي جهالت او تور تم نور د پاته کیدو نه ده . د رسوایی او ناروا ټول واټنونه یی شا ته پری ایښي دي. هر چا دغسي ولید لکه چې ده. د را پرزیدو هسکې څوکې ته ختلی یوازې او یوازې یوې انقلابي ټیلې ته سترګې په لاره ده چې انشاء الله وبه سي.

نور بیا.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x