افغانستان

« هره میاشت د امریکا د سفارت د فاضله موادو لسګونه زره لیټره پاتې شوني د کابل سیند ته ورګډېږي»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ وږي، ۱۳۹۹ل): په کابل کې د امریکا سفارت او د ناټو د پرېکنده ماموریت قومانداني د فاضله موادو لسګونه زره لیټره پاتي شوني هره میاشت د کابل سیند ته ورګډېږي چې له امله یې زرګونه کورنۍ له خطر سره مخ کېږي.

«سلام وطندار» د امریکایي مجلې «سټار اینډ سټرایپ» خبري پاڼې په حواله په کابل کې د چارواکو له قوله لیکلي، چې هره میاشت د امریکا د سفارت  له ګرځنده تشنابونو خارجېدونکي اتیا زره لیټره د فاضله موادو غیر تصفیه شوي پاتې شوني مکروریانو ته راوړل کېږي او له هغه د کابل سیند ته ورګډېږي، چې د زرګونو کورنیو د ناروغۍ لامل کېږي او ژوند یې په خطر کې اچوي.

سرچینې وړاندې لیکلي، چې په کابل کې د ناټو د قاطع ماموریت له قوماندانۍ او بګرام پوځي اډې څخه  هم هره میاشت ۴۰ زره لیټره د فاضله موادو پاتې شوني د کابل سیند ته ورغورځول کېږي.

د چارواکو له قوله، د فاضله موادو د پاتې شونو تصفیه خونه له تېر یوه کال راپدېخوا له کاره لوېدلې چې له امله یې غیرتصفیه شوي مواد د کابل په اوبو ګډېږي.

د تصفیه خونې مرستیال «محمد اسحاق یادګاري» وايي، دغه تصفیه خونه په اتیایمو کلونو کې شورویانو جوړه کړې وه، چې  په تېر ۲۰۱۹ کال کې یې ماشینونه د سیلابونو له امله له کاره ولوېدل.

ورته مهال د چاپيریال ساتنې اداره هم وایي، چې سیند ته ورګډېدونکي د فاصله موادو پاتې شوني تر ځمکې لاندې د اوبو هغو زېرمو ته لارې کوي چې خلګ بیا ور څخه د څښاک استفاده کوي او د ناروغیو لامل کېږي؟

بل لور ته کابل کې د امریکا سفارت بیا وایي، ددوی د سفارت اړوند د فاضله موادو پاتې شوني د سفارت دننه تصفیه کېږي؛ خو د یو شمېر ګرځنده تشنابونو د پاتې شونو د تصفیې قرارداد بیا له یوه فرعي شرکت سره شوی.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بګرام چیرته پورت دی او د کابل سیند بیا چیری ده، خدای مو خوار مه کړه لا پدی درواغو. د فاضله موادو موضوع خو یوه معمولی خبره ده، اصلی خبره خو داده چی امریکایان هر څه وغواړی هسی کوی. د هغوی طیاری هر وخت ځی او راځی نه یی څوک د کنترول صلاحیت لری او نه څوک پوښتنه ورڅخه کولای شی چی څه وړی او راوړی. حکومت ډیر ضعیه او بی صلاحیته دی. ګورو چی یو دوه کسه لنډغر پنجشیر ته فراری شوی هغوی نشی نیولای څه رسه بازخواست او کنترول لرل د امریکایان پر فاضل آب باندی. قصدآ امریکایانو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x