نظــر

د رب پر وعدې عمل، پرځان اعتماد او په ژوند کې ستر هدف لرل انسان برلاسي ته رسوي

احمد جاويد شکيب

پنجابیان د پاکستان ګلخاني پښتنو پسې یو ټوکه کوي. چې کله پښتون ته وویل شي، چې د ژوند تر ټولو لویه هيله يې څه ده؟ نو دی په ځواب که وايي، چې زما هيله دا ده، چې یوه لویه او ښکلې بنګله جوړه کړم او بیا په همدې بنګله کې چوکیدار شم.

که د دې ټوکې توهین آميز اړخ پریږدو او په دې فکر وکړو، چې ټوکه جوړونکي په اصل کې د کوزې پښتونخوا د پښتنو فکري محدودوالی او پرخپل نفس د نه اعتماد اړخ راڅرګند کړی دی. کیدای شي، چې د ټوکي جوړونکې دا ټوکه د ځینې پښتنو لکه بیت الله مسود ، حکیم الله مسود، منظور پښتین او د دوي د ملاتړو په اړه منفي ثابته شي، ځکه دوی په ځان او پر خپلې مبارزې اعتماد لري او په فکرونو کې یې یو ستر هدف نغښتی دی

هغه سیاسي احزاب، ډلې او ټپلې او جوړښتونه، چې اعتماد پرنفس يې محدود وي نو هدف يې یوازې یو وړوکی منصب ته رسیږي، دا منصب که پردی تور ورکړي، نو د تور مزدور شي که يې سپين ورکړي د سپين مزدور شي او که يې خړ ورکړي بیا د خړ مزدور وي.

په افغانستان کې د شهید سردار محمد داؤد خان د شهادت څخه وروسته په ۱۹۸۰ لسیزې که یو شمیر خلک وو،چې خپل فکر او هدف يې نه درلود د پردیو د سوسیالزم، اشتراکیت او مساوات له نظریاتو متاثره او په ظاهره يې د همدې اهدافو له مخې د کاپيټلیزم ، امپریالیزم او د غرب د استعماري پالیسیو مخالفت کول. خو کله چې بیا په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ غربیان افغانستان ته راغلل نو پاخه سوشلیستان ټول سرسخت د غرب د نوي استعمار ملاتړي شول . دا ځکه دوی بیچارګانو په ځان او خپلې مبارزې اعتماد نه درلود.

همدارنګه یوه بله ډله وه، چې په دوی کې ځینو يې په ظاهره ځانونه مجاهدین او د اسلامي نظام راوستونکي ګڼل، دوی به د چپيانو هغه تورونه ردول چې کواکې دوی د امریکا د ولسمشر ریګن په آمر جګړه کوي دوی ادعا کوله، چې د الله د رضا لپاره جنګیږي؛ خو د مجاهدیت ادعا يې هغه وخت پوچه وخته کله چې بوش په ۲۰۰۱ کال کې د یوې اوږدې صلیبي جګړې اعلان وکړ نو په ځای د دې چې په اصطلاح دا مجاهدین د صلیبي ائتلاف په وړاندې دریدلې وای یا لږ تر لږه بی طرفه پاتې شوي وای، دوی د صلیبي ائتلاف ملاتړ وکړ او د کمونیستانو ادعا يې په ځان صحیح ثابته کړه. اوس ځینې همدا کسان له هېواد څخه بهر د اسلام او د اسلام د پيغمبر دوښمنه هېوادونو لکه فرانسه کې غونډه کوي او د اسلامي نظام ښکاره مخالفت کوي.

کله چې په ۲۰۰۲ کال کې د افغانستان د راتلونکي په اړه په بون کې کانفرانس جوړ شو، نو په کانفرانس کې موجوده ډلې د افغانستان د حاکمیت، د نظام د ډول او… پروا نه درلوده. دوی بیچاره ګانو د امریکامتحده ایالاتو له ځانګړي استازي ښاغلې جیمز ډوابین او لخضربراهیمي څخه په خپلې بنګلې (افغانستان) کې د چوکیداري ( وزارتونو ریاستونو…) پر سره دعوې درلودې. لخضر براهمیم او جیمز ډوابین وايې شمالي ټلوالې کرزی د ولسمشر په توګه نه مانه نو ایران په مرسته مو دوی ته قناعت ورکړ، چې کرزي د انتقالي ادارې مشر ومني.

له دې سره د افغانستان فضاء، ځمکه، بهرني او کورنۍ سیاست د هر څه واک او اختیار د امریکا په مشرۍ له غربي ائتلاف سره ٶ أو دی. د شمالي ټلوالي پاتې شونې او له غرب څخه راغلي تیکنوکراتان یوازې په خپل کور کې په چوکیداري او ملازمې لانجې کولې او کوي يې.

د همدې منصبونو په سر شمالې ټلواله په خپلو منځو کې سره وویشل شول. همدارنګه بیا شمالې ټلوله له غرب ځپلو تیکنوکراتانو سره لاس او ګریوان شول. هر یو د قدرت د بقاء لپاره اصلي واکدار او حاکم امریکا ته د ځان د لا ډیر زیات وفادار د ثابتولو لپاره هلې ځلې کولې.

د جاپاني پروفیسري ایزاناکانیشي په اساس په ۲۰۰۲ کال کې د ټوکیو په کانفرانس کې له افغانستان سره د غربي هېوادونو د مرستو ژمنې د دې لپاره وې، چې هر یوه غوښتل، چې د افغانستان په غنیمت کې سهمیه ولري، ځکه نړیوالو دا تصور نه شو کولای، چې داسی وخت به هم راشي، چې د ۴۲ هېوادنو نظامي ائتلاف به په افغانستان کې پاتې راشي.

د افغانستان سیاسي ډلو او خوځښتونو کې یوازې د میرویس نیکه او احمد شاه بابا یو محدود شمیر لمسیان، چې نه يې زور او نه يې زر درلود د ۴۲ هېوادونو د ائتلاف په وړاندې جګړې ته اماده شول. دې وړې ډلې که څه هم پیسې او وسلې نه درلودې؛ خو د رب په وعدې يې یقین درلود، چې الله هیڅکله هم د خپلې وعدي خلاف نه کوي. دوی د رب د همدې وعدې پراساس پر خپل نفس اعتماد وکړ او ستر هدف چې هغه له خپل کور څخه د ۴۲ هېوادونو ائتلاف شړل او بیرته د خپل کور افغانستان واک او اختیار ترلاسه کول او دلته د اسلامي نظام حاکمیت وو، وټاکل.

کله، چې د همدې وړې ډلې مقاومت لسو کلونو ته وغځیده نو د امریکا ولسمشر بارک اوباما له دوی وغوښتل، چې د پيسو او منصب په بدل کې دې جګړه پریږدې. . خو دوی په خپل کور( افغانستان) کې د پردیو لخوا د منصب (چوکیداري) غوښتنه رد کړه. امریکا ته يې وویل چې موږ منصب نه غواړو موږ د خپل قبضه شوی او مصادره کړي کور (افغانستان) غوښتونکې یو.

د میرویس نیکه بچیانو د امریکا په مشرۍ ائتلاف ته وویل چې که غواړی، چې موږ سره سوله وکړې مخامخ خبرې راسره وکړئ افغانستان زموږ کور دی او تاسو مهرباني وکړئ زموږ له کور څخه ووځئ. موږ په خپل دې کور( افغانستان) کې چوکیداري نه غواړو، موږ بیرته د خپل کور واک او اختیار غواړو او له تاسو سره ژمنه کوو، چې خپل کور (افغانستان) څخه بل چا ته ګواښ جوړ نه کړو.

همدارنګه دې ته هم چمتو یو، چې د دې کور د نورو شریکانو سره، چې د خپل کور کیلي يې پردیو ته سپارلې او په خپل کور کې د بیګانه په مزدوري او چوکیداري باندې رضا شوي خبرې وکړم او دوی ته قناعت ورکړم، چې زموږ هدف تر هغه څه چې دوی يې ګمان کوې، ډیر لوی دی. موږ د ټول کور(افغانستان) واک غواړم. د خپلې کورنۍ د غړو د تندي د رفع کولو لپاره د خوږو اوبو له هغې څاه (اسلامي نظام) څخه ګټه اخېستل غواړو، چې تاسو او پردیو په دروغو د څاه د ابو د تریخوالې پروپاګند کړی او زموږ د کورنۍ په غړو مو د چټلو څاګانو ګنده او بویناکه اوبه د دیموکراسي تر عنوان لاندې څښلې دي.

همداسی وشول د امریکا متحده ایالات د لومړي ځل لپاره له خپل استعماري سیاست څخه په شا شوه. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی پامپيو وايې، چې نور موږ بیرته افغانانو ته د دوی د وطن واک سپارو. دا خبره د هغو چوکیدارانو په مخ یوه کلکه څپيړه ده، چې ځانونه په خپل کور کې مستقل ګڼي. د کبرجنې امریکې د بهرنیو چارو وزیر وايې، چې موږ نور پر تاسو نظام نه مسلط کوو. نظام جوړول هم ستاسو کار دی.

دا د نړۍ دستور دی ستره بریا به د تل د هغو په برخه وي، چې پر خپل رب پر خپل مټ او ځان اعتماد کوي او په خپل ژوند کې ستر اهداف لري. نو طالب دې په ځان نه غره کیږي د دوی بریا راز دا دی، چې دوی تر اوسه د الله سبحانه وتعالی د قول چې وايي ( وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحزَنُوا وَ أَنتُمُ الأَعلَونَ إِن كُنتُم مُّؤمِنِينَ) په ځان عملې کوي. که خدای ناخواسته دا خبره له یاده وباسې او خپل مؤمنوالی په چوکې او منصب او پیسو بدل کړې نو دوی به هم د ځینو نور په څیر د فرانسې، جرمنې او… په کوڅو کې د ذلت او شرمنده ګي غونډې او د اسلامي نظام، چې یو وخت يې همدوی غوښتونکي وو په خلاف ویناوي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x