افغانستان

پروان کې د کورنۍ شخړې پرمهال یو ځوان خپله مور وژلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ وږي، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د پروان ولایت په مرکز چاریکارو کې د کورنۍ شخړې پرمهال د یو ځوان په وسیله د خپلې مور د وژلو خبر ورکوي.

دا پېښه پرون ماښام د پروان ولایت مرکز چاریکارو کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د دوه ورونو ترمنځ د شخړې پایله کې یو ځوان ډزې وکړې.

د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمدصادق هاشمي په دغه پېښه کې یوه میرمن چې د دواړو جګړه مارو ورونو مور ده وژل شوې او قاتل زوی په تېښته بریالی شوی دی.

نوموړی زیاتوي، پولیسو د پېښې په هکله څېړنې پیل کړي او هڅه کوي چې د مقتولې میرمنې قاتل زوی ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x