افغانستان

سمنګان کې د هوايي برید پرمهال ۳ تنه ولسي خلک وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ وږي، ۱۳۹۹ل): په ولسي خلکو د ړندو بمباریو او توپچي بریدونو په ترڅ کې دولتي ځواکونو تیره ورځ د سمنګانو ولایت په دره صوف ولسوالۍ د هوايي برید پرمهال ۳ تنه ولسي وګړي وژلي دي.

د سیمې خلک او طالبان وايي، دولتي الوتکو تیره ورځ د درې صوف ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ولسي خلکو درنه بمباري کړې، چې له امله یې د ځاني زیان ترڅنګ خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اووښتي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼې خپاره شوي خبر کې داسې راغلي: «د سمنګان ولایت، دره صوف ولسوالۍ کې د مزدور رژیم الوتکو په کلیوالو سیمو وحشیانه بمبار کړی، چې له کبله یې د سیمې خلکو ته دروند مالي زیان اوښتی دی. دغه رنګه یې په یو کور هم بمونه اچولي، کور یې تخریب کړی او ۳ تنه یې پکې شهيدان کړل.»

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې دولتي عسکرو د هېواد په ګڼ شمېر ولایاتو کې د ولسي خلکو په کورونو او عامه تأسیساتو ړندې بمباریو او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو شمېره کې زیاتوالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x