افغانستان

کابل کې عسکرو دوې ښځې په ډزو وژلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې دولتي عسکرو د ملکي وګړو پر کورونو ډزې کړې، چې له امله یې څلورو ښځو ته مرګ ژوبله اوښتې.

له کابل څخه په همدې تړاو خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې د موسهي ولسوالۍ اړوند «قاري آباد» نومي سیمه کې هغو دولتي عسکرو چې د عملیاتو په نیت سیمې ته راغلي وو، د ملکي خلګو پر کورونو ډزې کړې چې له امله یې دوې ښځې وژل شوې او دوې نورې ټپيانې شوې.

که څه هم دولتي چارواکو تر دې دمه د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو دغه بریدونه داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو  او افغان جهتونو تر منځ خبرې روانې دي او له کابله تللی پلاوی له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي.

یاده دې وي، چې په تېره یوه اوونۍ کې په کندز، وردګو،  سمنګان او د هیواد په بېلابېلو برخو کې د حکومت بمباریو او د عسکرو توپچي بریدونو زور اخیستی چې له امله یې لسګونه ولسي وګړي وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

د شنونکو په باور، د مذاکراتو د پیلېدو په درشل کې پر ملکي وګړو د حکومت بریدونه د سولې لپاره شته هیلې مړاوې کوي او د سولې په پروسه منفي اغېز کولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x