افغانستان

کندهار کې ۳۰ دولتي عسکر مړه او اسیران شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ وږي، ۱۳۹۹ل): د کندهار ولایت په تخته پل او معروف ولسوالیو کې په جلا نښتو کې د ۳۰ دولتي عسکرو د مړینې او اسارت خبرونه ورکړل شوي دي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې څلور تنو نفوذي پولیسو تیره شپه د تخته پل ولسوالۍ په «ملید» سیمه کې د خپلې پوستې دننه په نورو پولیسو ډزې کړي، ۷ تنه پولیس یې وژلي او د پوستې له ټولو مهماتو او وسلو سره یوځای تښتېدلي دي.

طالبانو ددې برید مسئولیت منلی او زیاتوي چې نفوذي پولیس د پوستې له ۱۳ میله وسلو او مهماتو سره یوځای ورته تسلیم شوي دي.

په یوه جلا خبر کې ویل شوي چې طالبانو د معروف ولسوالۍ اړوند د «ډبرو» قرارګاه کې د نغم(تونل) له لارې درنه چاودنه کړې او ورپسې یې په یاده قرارګاه وسله وال بریدونه هم ترسره کړي دي.

د سرچینې په خبره دغه نښته کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اووښتې ده؛ خو د جزیاتو په هکله یې معلومات نه دي ورکړي.

طالبان بیا د «ډبرو» قرارګاه د سقوط او ګڼو دولتي عسکرو د مړینې ترڅنګ د ۲۳ نورو عسکرو د ژوندي نیولو خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x