د واحد فقیري سیاسي نوټونه

په کندوز کي د افغان حکومت بمباریو ملکي کسان او طالبان وژلي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ وږي، ۱۳۹۹ل): پداسي حال کي چي په قطر کي د طالبانو او حکومت تر مینځ د سولي خبري رواني دي، په کندوز کي د کابل حکومت په مرګانیو بمباریو لږ تر لږه لس تنه ملکیان او دیرش تنه طالب جنګیالان وژل سويدي.

د کابل حکومت د شبنې په ورځ د کندوز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کي بمباري وکړه.‌ د کابل رژیم د دفاع وزارت وايي چي طالبانو دلته حمله کړې. 

د کابل حکومت د ملکي تلفاتو خبره ردوي، خو وايي چي پدې برخه کي به تحقیقات وکړي.

مګر د کندوز د ولایتي شورا غړی عبدالاحد کاکړ وايي چي حکومت د طالبانو پر یوې غونډي باندي بمباري وکړه. لدې حملې سمدستي راوروسته محلي خلګو د کومک کولو او د اور د خاموشه کولو لپاره د بمبار ځای ته ور ودانګل، او حکومت پر ملکي کسانو بیا بمباري وکړه. 

د کندوز د ګورنر ویاند وايي ۱۷ تنه ملکیان وژل سوي او ۱۵ نور ټپیان سويدي. 

منبع: واشنګټن پوست

تاریخ: سپټمبر ۲۰، ۲۰۲۰

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ملکی خلک دی له طالبانو لری ### وګرځی چی بمبارد نشی. څوک چی سوله او اوربند نغواړی له ترمپ سره انډیوالی لری هغوی دی باید بمبارد شی.

وطن دوست

دا خو یی ډیر ښه کار کړی چی د ټالیب شریر او تروریست یوه ډله له منځه ځی د دی ملک په ګټه دی

طوطی

طلبان هم د یوه عسکر په خاطر دوه درې ملکیان ورسره وژنی نو حکومت خو باید داسی وکړی. دواړه ورک شی چی خلک در څخه په کرار شی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x