نړۍ

دچین حکومت دسینګیانګ ایالت څلور کسه مسلمانان په مرګ باندی محکوم کړل

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۵) بیجینګ: دچین هیواد په ناکراره ایالت سنګیانګ کي دتیر وړي دخونړیو پیښو په تړاو  څلورکسه نیول شوی کسان په مرګ باندی محکوم کړل، دچین حکومت څلورسره کسان په دی تورنیولي وو، چي دسنګیانګ ایالت په دوو ښارونو قاشغراوهوټان کي په هغه نښتوکی لاس درلود چي له کبله یی له ۳۰ څخه زیات خلګ وژل شوی وو.

چیني چارواکي وایی چي نیول شوی کسان دمشرقي ترکستان دجلاغوښتونکو له ډلي سره تړاو لري، دسینګیانګ ایالت چي ډیری وګړي یی ویغورمسلمانان دي دچین دحکومت دهغو کړنومخالفت کوی چي هیوادکی یی مسلمانانوته مذهبي ازادي نه ورکوي، اکثره ترک او ویغور مسلمانان په سنګیانګ ایالت کي دچین له هیواد څخه شکایت لری چي ددوي مذهبي کلتوریځه اوزبنیزه ازادی یی ترپښولاندی لاندی کړی ده

دسنګیانګ دایالت دحکومت پررسمی ویب پاڼه باندی تیره ورځ خبرنشرشوی وو، چي څلورو سره تورنو کسانو په ډیرو ښکاره جرمونو کي لکه وژني حکومتي تاسیساتو ته تاوان اړول اوپه نورو ترهګریو پیښو کي لاس لرلو باندی اعتراف کړی دي.

خوبه جرمني کی دویغور جلاوطني ډلي (دنړیوال ویغورکانګري) له لوري په یوه خپورشوي بیان کي راغلي دي نیول شوی کسان تعذیب شوی اودچیني چارواکو له لوري په زوره دي اړکړل شوی دي چي دحکومت له لوری ورباندي لګول شوي تورنه ومني، ورسنیو ته په یوه لیږل شوی ایمیل کی له جرمني څخه دجلاوطني ویغور کانګري ویاند ډیکزاټ راکزیت وویل تش په نامه ازاده محکمه دچین هیواد یوه دوه مخیزه لوبه ده چي نړیوالو په وړاندي یی اعلانه وي، هیڅ ازاده محکمه وجود نه لري په نیول شویو کسانو باندی هرڅه په زوراوجبرباندي اړول شوی دي.

دوه کاله مخکي دسنګیانګ ایالت په سرښار کي دچینایانو اوډیري مسلمانانو ترمنځ یوه خونړیزه پیښه رامنځه ته شوی وه چي له امله یی ۲۰۰ کسان وژل شوی وو چي اکثره یی په هان توکم پوري تړلي چینایان وو.

دسنګیانګ ایالت دچین هیواد لپاره یوه ډیره ارزښناکه سیمه ده، تراوسه پوری څه داسي نښي نښاني هم نه لیدل کیږي چه دغه سیمه کی دي دچین هیواد ګرفت کمزوری شوی وي، سینګیانګ ایالت دچین هیواد شپږمه برخه تشکیلوي، اودګازو اوتیلو په برخه کی دچین ترټولو مړه سیمه ده، دغه ایالت له افغانستان، پاکستان، هندوستان اودمنځني اسیا له ځینو هیوادونو سره ګډه پوله لري.

دچین هیواد په دغه ایالت کی ټولي پیښی په ازادي غوښتونکو پوري تړلي اوچینایی چارواکي داهم وایی چي دسینګیانګ ایالت ازادي غوښتونکي ډله له القاعدي اودمنځني اسیا له اسلام پلوه ډلو سره نژدي اړیکي لری.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x