نظــر

ټرمپ چا د طالبانو دځراکت او قوت په اعتراف مجبور کړ؟

لیکوال عبدالحنان همت

کله چې امریکایانو پر افغانستان دحملې اراده وکړه، لومړی پلان یې دا و چې دطالبانو په مټ کودتا وکړي،  نو ځکه یې  تر ټولو مخکې  په طالبانو کې له هغو خلګو سره په جلا جلا ډول تماسونه ټینګ کړل چې په طالبانو او ولس کې له پراخ نفوذ نه بر خورداره وه،  لکه شهید مولوي اختر محمد عثماني صاحب،  مرحوم مولوي ج لا الدین ح قانی صاحب او داسي نور…  امریکا هغوی ته د قدرت او ډالرو لالچ ورکړ،  چې تاسو کودتا وکړئ،  زموږ هر ډول مرسته به له تاسو سره ملګرې وي او له بریالیتوب وروسته به پر نورو امتیازاتو سربېره ددې هیواد دقدرت واګې هم ستاسو لاسونو ته لویږي.

هغوی هر یوه نه یوازي دا چې امریکایانو ته منفي ځواب ووایه،  بلکې امریکایانو ته یې وویل چې پر افغانستان حمله تاسو تر خپلو هدفونو نسي رسولی،  ښه به دا وي چې مسئله د خبرو له لاري حل سي،  خو که تاسو پر افغانستان د حملې کولو حماقت وکړ،  موږ به ضرور د مجاهدینو او مدافعینو  په قطار کې ووینئ.

کله چې امریکایان د طالبانو له مرستې مایوسه سول بیا یې نو خپلو زړو اجیرانو قومندان عبدالحق،  کرزي،  فهیم او نورو ته مخه کړه، او هغه څه پېښ سول چې موږ او تاسو ټولو ولیدل.

دوهم:

کله چې امریکایانو پر افغانستان حمله وکړه  طالب مشران  بیخي له بدې ورځې سره مخامخ سوه، دومره بده ورځ چې شاید د نړۍ په تاریخ کې بل ساری ونه لري،  امریکایانو طالبانو ته یوازي  دوه اپشنه پرېښودل “مرګ یازندان” امریکایانو د افغانستان په شمول ټوله نړۍ طالبانو ته سور اور وګرځوله، دا وخت دغه پراخه نړۍ د یوه کلي په شکل پر طالب تنګه سوه،  هرڅه یې تر سخت څار لاندي وه،  چې په پایله کې په زرګونو طالبان د نړۍ تر مختلفو زندانونو ورسیدل،  له دې سره په څنګ کې امریکایانو د طالبانو خلاف پراخ عملیات هم پر کار واچول چې په یوه شپه به په یوه واړه ولسوالۍ کې تر ۳۰ ځله زیاتې چاپې وهل کیدلې،  خو له دې سخت حالت سره سره امریکایانو په پټه د طالب د پخلا کولو ګوښښ هم جاري وساته.

سې ای اې  د خپلو جاسوسانو په مټ  خپل ټول زور وواهه چې طالبان د زور او زر له لارې په یوه نه یو ډول د اشغال له مخالفته را وګرځوي او د ځان تابع یې کړي، هو دا هغه وخت و چې دبې ۵۲ ډوله الوتکې تر وزر لاندي ژوند تېرول  هرچا د ځان لپاره سعادت باله، ډیر هغه کسان چې یو وخت د اسلامې تحریکونو سرلاري و تر خپلو ایمانو او وجدانونو  تېر سوه،  دا وخت  نړۍ ټوله په یوه قطب بدله سوې وه،  د امریکایې ټیکنالوژي په وړاندي مقاومت کول له تصوره هم لوړه خبره وه،  خو له دې هر څه سره سره طالب مشرانو نه یوازي دا چې له امریکایانو او د کابل  لاسپوڅې ادارې سره له نژدیکته انکار وکړ،  بلکې د دوی په وړاند یې په ټول افغانستان کې پراخ جهاد هم شروع کړ.

د امریکایانو د دطالب دپخلا کولو جال دومره پراخ او هر اړخیز  و چې زما په فکر په تیرو شلو کلونو کې به یو طالب قومندان او طالب چارواکی نه وي پاته سوی چې امریکایانو یې د خپلو جاسوسانو په مټ په یو نه یو ډول  د اېلولو  کوښښ نه وي کړي،  ولې له دې ټولو پراخو هڅو سره سره بیا هم په دې ونه توانیدل چې پینځه طالبان دې هم د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو په خلاف استعمال کړي؛

زه ډیر طالب چارواکي پیژنم چې بیخي د لوړو پوسټونو او ډیرو ډالرو تمه ورکول سوه،  خو هغوی الحمد لله یو انچ هم له خپلې بر حقې مبارزې شاته نه سول.

درېیم:

کله چې امریکایان وپوهیدل چې دجګړې له لاري نسي بریالي کیدلی،  نو په قطر کې یې  د سیاسي خبرو په نامه دبل جال دروازه  خلاصه کړه،  په دې برخه کې هم امریکایان ارام نه کښېنستل، بیا بیا یې پر سیاسي طالبانو ټول کوښښ وکړ چې د مذاکراتو په برخه کې د امریکایانو په ګټه فیصلې وکړي،  خو دلته هم د تېر په څېر له فولادي عزمونو او مستقیم فکرونو  سره مخامخ سوه او هیڅ یې هم تر لاسه نه کړل.

هغه وخت  چې امریکایان له هرڅه مایوس سول بالا خره یې له طالبانو سره رښتني او پاینل مذاکرات شروع کړه طالبانو هم مذاکراتو ته امادګي وښوده او  ۱۱ پړاوه مذاکرات تر سره سوه،  دغه مذاکرات خورا ګران او پېچلي وه،  داسی هم وه چې یوه پړاو به شاوخوا ۱۶ ورځې دوام کاوه، په دغو مذاکراتو کې هم امریکایانو د ګاونډیو هیوادونو په شمول د نړۍ د ډیرو هیوادونو اعتبار او رسوخ پر کار واچوه تر څو مذاکرات په خپله ګټه وڅرخوي،  خو ونه سوه.  امریکایانو هرځل یې په مختلفو فشارونو او مختلفو وعدو دطالب ډیپلوماتانو نبض کاته،  تر څو یې له خپلو اهدافو تېر کړي،  خو طالبان نه یوازي دا چې تر خپلو اهدافو تېر نه سوه،  بلکې خپلې ټولی غوښتنې یې په خورا ځراکت او هوښیاري سره په امریکایانو ومنلې.

پورته ټولو مواردو ته په کتلو سره سړی ویلی سی چې طالبان نه یوازي د ټرمپ په معیار قوي،  هوښیار او ځیرک خلګ دي،  بلکې دنړۍ په هرکاڼې چې یې وتلې نو دا خلګ په رښتني توګه سره هم هوښیار او هم قوي دي.

ځکه هغه څوک چې په دومره سخت امتحان کې له دومره زیاتو فشارونو سره سره بیا هم خپلو ارزښتنو ته ژمن پاته کیږي،  هغه نو رښتیا هم تر ټولو قوي،  ځیرک او هم تر ټولو هوښیار دی.

لهذا د ټرمپ دغه اعتراف چې طالبان قوي او هوښیار خلګ دي،  په هیڅ ډول اتفاقي او احساساتي نسي کیدلی،  بلکې ټرمپ او د هغوی استخباراتو تېر شل کاله خپله ټوله انرژي او هر ډول هڅې پر کار واچولې تر څو په یو نه یو ډول طالبان د خپلې خاورې او خپلې عقدې له دفاع نه لاس پر سر سي،  خو ونسوه.

اوس تاسو فیصله کولئ سئ،  په موجود نړۍ کې کوم هیواد او کومه تحریک داسي وینئ چې د امریکا په شمول تقریبا ټوله نړۍ دې ورته یوې خواته وي او پوره شل کاله دې خپلې ټولي هڅې وکړي چې هغه ځان ته په اېلولو سره له خپلو ارزښتونو تېر کړې خو هغه دې بیا هم لکه فولادې غر پر خپل منهج مستقیم پاته سي؟

طبعي ده چې ځواب منفي دی، نو ځکه ویلی سو چې طالبان او ترشایې افغان مؤمن ولس د دنیا د هر قاموس په ژبه اتل او هوښیار خلګ بللی سو، د ټرمپ اعتراف احساساتي نه بلکې پر رښتنیو ځمکنیو حقائقو ولاړ اعتراف دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

ورور جانه!
د ” همت ” د تخلص په درناوی به څه نه لیکم
خو
که د ځراکت پر ځای ځیرکتیا لیکلې سوې وای نو مناسبه او وړ به وای. په درنښت
چی را نه خفه نه شې.

اختر محمد

له عام ولس نه هم باید مننه وشی چه دطالبانو تر شا ودریدل او بی ساری قربانی ی ورکړلی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x