افغانستانسولې اړوند خبرونه

صالح: طالبان یوه وړه ډله ده، له جمهوریته نه ورته تېرېږو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ وږي، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې په دوحه کې د طالبانو او افغان جهتونو مذاکراتي ټیمونه په دوحه کې خبرو ته ناست دي؛ د کابل حکومت د مشر دویم مرستیال «امرالله صالح» طالبان یوه وړه ډله بللې او په خبره يې، له جمهوریت او تېرو لاسته راوړنو نه ورته تېرېږي.

صالح دغه څرګندونې نن بامیانو ته له اشرف غني سره د خپل ګډ سفر په مهال کړې. نوموړي ویلي «خلګ دې له طالبانو هیڅ وېره نه لري، طالبان یوه کوچنۍ ډله ده او هر څومره چې هڅه وکړي، ځان ته هویت پیدا کړي، موندلای يې نه شي.»

د صالح په خبره، طالبان له دې امله اوربند نه کوي، چې وېره لري په ټولنه کې به «ذوب» شي.

نوموړي وړاندې د طالبانو «د اسلامي امارت» اصطلاح زړه شوې او «کلیشه يي اصطلاح» بللې او ادعاء یې کړې، چې د هغوی په وړاندې له تېرو لاسته راوړنو او جمهوریت څخه دفاع کوي.

د صالح له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي چې طالبان وايي د سولې د خبرو په درشل کې باید د «سولې تخریبوونکې ژبه» ونه کارول شي.

څو ورځې وړاندې طالبانو له خپل رسمي ادرس په خپره کړې یوه تبصره کې ویلي وو، چې ارګ د سولې په وړاندې «تخریبي ژبه» کاروي، چې له امله یې د ولس هیلو ته زیان رسېږي.

طالبانو د مصالحې شورا پر مشرتابه او له کابله تللي مذاکراتي ټیم باندې غږ کړی وو، چې ارګ له سولې ضد څرګندونو راوګرځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د قطر غونډه طالب یوه سرنوشت سازه غونډه ده. مونږه د طلوع د تلویزیون خبرونه واوریدل. د غونډی مسایل ټول د یوه بل جنګ خواته وړی او داځلی به جنګ د شیعه ګانو او طالبانو درمنځ وی. خو نتیجه به یی داسی وی لکه چی داعش په سوریی کی د ایران او روسانو لخوا ورک شو. داسی به همدا روسان چی اوس د طالبانو ملګری دی د ایران په همکاری له افغانستان څخه ورک کیږی. د غونډی ورسته څخه به د پښتنو وضعیت بالکل خراب شی ځکه دا اوس پښتانه د انتحاریانو او تروریستانو په صفت مشهوره دی. طالبان باید… نور لوستل »

وطن دوست

یاره ډ‌یره چټله او تروریسته شبکه ده او تروریستان یی چلوی. د دی دا مطلب مه اخله چی زه د صالح پولی یم او یا په هغو ولاړ یم هغی تر تاسو او تاسو تر هقوی بدتر یاست. اما هغه منافقه او خود غرضه نشرات چی تاسو یی کوی د دی ملت په تاوان نفاق او بربادی په لور دی نو خلاصه دا چی تاسو یو ترورستی او د ملک او ملت ضد رسنی یاست او باسد له منځه بوړل شی. تاسو لکه هغه تروریست او عوقدوی تالیب لکه چی دوحی ته مو لیږلی وه همداسی عقدی نیولی یاست. نو… نور لوستل »

غوربندي

صالح د اور د بڅرکی مثال لري، او د سولې په مسیر کې هر وخت اور بلولای شي.

سیدزرغون شاه آغا

همدا وړی ډلی ستاسی غلو، طنفروشه لویه ډله (ربابیون، سیاف، مسعود، دوستم، کرزی……….. و دیګر لوچکها، سګها ولګرد پنجشير) او ستاسی فرعونی، مغروره، بی مغزو متفکره باداران……. په ګونډو کړل. پرون دی لوی بادار اقرار وکی، چی طالبان، هوښیار، سخت او جنګیالی دی.

عظيمی

بعضي کسان سترګی لری خو بیا هم ړانده وی ځنی نور بیا کله لری خو هغه بیا خالی وي۔ ځنی بیا دوی پښی لری مګر په ذات کی د بل حیوانی ټبر څخه وي۔ ۔ بعضي بیا خبری کي خو د حقیقته ډیری لرې وی او داسی نور ښه خویونه ۔ دغه ټول صفتونه په دغه شخص کي دی ۔ لمر په دو ګوتو نه پوټیږی ۔ که حقیقت غواړی چه ځان ته یی معلوم کړی د ټرمپ څخه پوښتنه وکه۔

جمیل

د دی ناصالح ، بی دانشه او د دوی د لیونی مفکر مشر څخه د ښو امید د نا اهلو کار دی .
ښه به داوی چی د دی منافق خائنو پر سرنا غوږ و نه نیسو او لکه سپیان چغه یی کړو .

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x