افغانستان

خلیلزاد په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتوالي اندېښنه ښکاره کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱ وږي، ۱۳۹۹ل): د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتوالي اندېښنه ښکاره کړې ده.

زلمي خلیلزاد په خپلو تازه ټویټونو کې ویلي، چې د پوځي عملیاتو او بمباریو له کبله د ملکي افغانانو مرګ ژوبلې په اشارې سره ویلي، چې د سولې مذاکراتو پیلېدو ته په کتو پکار ده، چې ټولې خواوې تاوتریخوالي کې د پام وړ کمی راولي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په داسې مهال افغانستان کې د تاوتریخوالي او ملکي تلفاتو په زیاتوالي اندېښنه ښکاره کوي، چې وړمه ورځ د کندوز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په هوايي بریدونو کې ۲۳ تنه ولسي خلک مړه او ګڼ نور ټپیان شول، ددې ترڅنګ د هېواد په یو شمېر نورو ولایاتو کې هم د دولتي عسکرو په توپچي ډزو کې د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
وطن دوست

تالیب قران کله منی نو ملامت ځوک دی په بل پړه مه ور اچوی د ملت قاتلین تاسو یاست او یی

غوربندي

له کابل څخه تللی مذاکراتی ټیم باید د طالبانو له مشروع غوښتنو سره غاړه یوسي او د خپلو بادارانو په شان مذاکرات اوږده نه کړي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x