افغانستان

ځلاند: سرور دانش د هزاره ګانو «ابو جهل» دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل پوهنتون استاد او د سولې فعال ډاکټر فیض محمد ځلاند د ولسمشرۍ ماڼۍ دوهم مرستیال سرور دانش پرونیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې سرور دانش د هزاره ګانو«ابو جهل» دی.

تیره ورځ بامیانو ولایت ته د کابل ادارې مشر ډاکټر اشرف غني د سفر پرمهال د نوموړي دوهم مرستیال هزاره توکمي سرور دانش د طالبانو «اسلامي امارت» څخه د نیوکې په ترڅ کې آن د سدوزیو او محمدزیو د سلطنت په دور نیوکه وکړه او ادعا یې وکړه چې ګواکې د یو قوم وړې ډلې ۲۳۰ کلونه په میراثي توګه په افغانستان واکمني چلولې ده.

د سرور دانش دغو څرګندونو د هېواد په لر وبر کې د خواله رسنیو د کاروونکو او فعالانو پراخ غبرګونونه راپارولي دي، چې زیاتره فعالانو نوموړی د ایران «جاسوس» او «مزدور» بللی دی.

د کابل پوهنتون استاد او د سولې فعال ډاکټر فیض محمد ځلاند په خپلې فیسبوک پاڼې داسې لیکلي: « په سدوزو او محمدزو کې د وزیر اکبرخان غوندي غازیان، د داود خان پشان ککرې تیري شوي، ستا پشان د ایران مزدوران پکې نه وو! د مزدور زو!»

ښاغلي ځلاند دغه راز دانش ته د هزاره ګانو د ابوجهل په ویلو سره نوموړی سخت غندلی: «سرور دانش د هزارګانو ابوجهل دی!  ددې مردارخور له خولې تل، هغه راوځې چې په ګیډه کې بوي کوي!»

د سولې یو بل فعال شفیع اعظم اوریاخیل هم د سرور دانش څرګندونو ته په غبرګون کې داسې ویلي: «د قانونپوه سرور دانش په باور په کابل او ولایتونو کې دا شته روان سياسي، اقتصادي او امنيتي وضعيت له تیرو ۲۳۰ کلونو ډیر عالي دی نو ځکه یې دوام غواړي.»

د اشرف غني دوهم مرستیال په داسې مهال د طالبانو په «اسلامي امارت» ترڅنګ د سدوزیو او محمدزیو په سلطنتي دورونو نیوکې کوي او په وړاندې پراخ ولسي غبرګونونه راپاریږي، چې تردې وړاندې د غني په شمول د هغه د حکومت ګڼو لوړ پوړو چارواکو د هېواد د ملي شخصیتونو په وړاندې ګستاخانه الفاظ کارولي او ولسي احساسات یې راپارولي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پښتون غورزنګ

دا هیڅ امکان نلري چي سرور دانش دي د پښتنو سره انتخابي تعصب ولري چي د سدوزو او محمد زو واکمنان غندي او معاصر غلجي پښتانه واکمنان لکه ترکی، حفیظ المین، ببرک کارمل، نجیب او اشرف غني ونه غندي. او بیا چي انتخابي تعصب هم وکړي نو امیر عبدالرحمان خان (محمد زی) چي د هزاره جاتو د هزاره ګانو سره یې جنګونه وکړل او خروټی حفیظ الامین (غلجی) چي د چنداول هزاره ګانو بغاوت یې وځپی، باید په انتخابي ډول وغندي چي بیا هم عمومي انتخابي تعصب نه سو بلکه خبره افرادو ته ودریدل. دا د سدوزیو او محمدزیو خبره… نور لوستل »

دوکتور غروال

ای منورینو افغانانو تر څو به د متزلزلو او ارتجاعی او خوش باوری مفکورو او وینا ګانو ځنځیرونو کښي زندانی وۍ ؟ ایا تاسو ددی ملی خائینینو وحشت او ظلمونه د ظالم شوروی غلامانو دبربریت دوره کښی او بیا د دی ملی خائینینو جاهلو غلامانو د ظالمو امریکا + انګلیس ، ایران او پاکستان بربریت دوره کښي شاهدان نه یاستۍ ؟؟؟ اوتر څو به ددوی رنګارنګ وحشی ازمایښتونه د اجنبیانو په کومک د دیموکراسی او ازادی بیان بابولانو شعار لاندی دوام ولری چی د ملت د استقلال تر لاسه کولو ستری قربانی هم د پخوا ځلانده تاریخ او هم د… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

وویشه حکومت وکړه دا د استعماری قدرتو فارمول دی. په ټولو قومو په ځانګړی ډول پشتنو ( چه تر نورو ډیر دی ) کی تر ټولو ډیردغسی غلامان روزلی کرزی او غنی او د هغوی دار و دسته تر سرور دانش و امثالهم زیاتو ګیدړانو یی زمریان جوړ کړی زمونږ پشتانه چه څومره [ خرزی او غویی ] وژلی بی عزته کړی دانش نه دی وژلی او نه یی بی عزته کړی ، د کوزی پشتونخوا اجاره چا په قباله بدله کړه. شمالی پشتونخوا روسانو او جنوبی پشتونخوا انګریزانو ته رسما وسپارل شوه . ترکی، امین ، نجیب او داسی… نور لوستل »

حبیب الر حمن ګلزا ر

زه له هیچا ګیله نه کوم ونی ته چا ویلی وو دا ولی دا سی د په تبر وهی ویل یی لا س ته یی زما دی ځکه می دا سی حا ل دی .دا ټولی پیری د خلقیا نو نه را شروع شولی الله ج د دوی تبا کړی لکه چی تبا هم شول هم په اخرت او هم په دونیا د خلکو په هر وخت کی د حا م له مجبو ریتو نو ګټه پورته کړی ده د هر چا غلا می یی منلی ده خو د اکسریت قوم په خلاف یی قد علم کړی دی د نجیب… نور لوستل »

هارون

یو متل دی چې وایي: نه وایم خو له غمه ووایم. هزاره ګانو میثاق درلود، کشتمند یې درلود، مصباح یې درلود او په زرهاوو داسې نور د وطن ګوند غړي. پنجشیریانو دستګیر درلود، مزدک یې درلود او په زرهاوو داسې نور. ازبکانو د دوستم په شان یو فاسد سړی خپل مشر کړ او دا ټول اوس نه خلقیان دي او نه هم پرچمیان، بلکه اوس د دوی اتلان دي. مړي او قبرونه یې معلوم، د درناوي وړ او په ځینو یې ان د غونډیو په سرونو بیرغونه هم رپېږي. دوی ځکه زمونږ په اتلانو ملنډې وهي چې مونږ پښتانه بې… نور لوستل »

غوربندي

په شیدو کې چا میتیازې نه دي ګډې کړې

ترکی، امین، او نجیب د زرهاوو پښتنو قاتلین وو
خاین کرزی د همدې ټلوالې نوکر وو

دانش او کرزی او نجیب او کارمل او غنی د یوه خط عناصر دی،،

غ.حضرت

هارون جانه! ژوندئ اوسې. که ستا د تبصرې په شپږمه کرښه کی د لیکل سوو کسانو د قبرونو شا او خوا ته برق او انترنِټ شتون ولری او یاد کسان ستا دا تبصره ولوَلی نو د خندا به دوهم ځل مړه سی. کومه ورځ ملا نصرالدین په ډېر شوق او ذوق او تلوار کور ته ننوت، ښځه ئی هم وارخطا سوه او پوښتنه ئې ترې وکړه چی سړیه څه پیښه ده؟ سړی ور ته وویل: کور ته پر لیاری می یو سړئ د مرګ څخه وژغورئ. ښځی: څنګه؟ کیسه وکه! سړی: یو سړئ په مخه راغئ او را ته وې… نور لوستل »

غوربندي

تا او خدای دې دانش او خلیلی ته هم یو ځل خوله ور واچوه ، ههههه

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x