افغانستانسولې اړوند خبرونه

د طرزالعمل په اړه د  طالبانو او افغان جهتونو خبرې؛ لانجمن موضوعات څه دي؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱ وږي، ۱۳۹۹ل): له تېرو څو ورځو راپدېخوا د قطر په پلازمېنه «دوحه» کې د طالبانو ا وافغان جهتونو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ د مجالسو د طرزالعمل او کاري اصولو په اړه خبرې روانې دي؛ خو د څه باندې یوې اوونۍ بحثونو او پنځه ځله مخامخ ناستو تر دایرېدو وروسته لا هم دواړه لوري موافقې ته نه دي رسېدلي.

د افغان جهتونو د مذاکراتي ټيم ویاند «نادر نادري» تېره ورځ پر خپل ټویټر ولیکل، چې دواړو مذاکراتي ټیمونو یو ځل بیا ناسته کړې او د طرزالعمل په اړه یې بحثونه کړي؛ چې پرمختګ پکې  شوی.

که څه هم د یوه توافق له مخې هیڅ لوری د جنجالي او اختلافي موضوعاتو په اړه رسنیو ته معلومات نه ورکوي؛ خو ویل کېږي، طرزالعمل لومړیو کې ۲۳ مادې درلودې خو وروسته د دواړو لورو په توافق شلو مادو راټيټ کړل شو، چې اوس يې په زیاترو توافق شوی مګر درې جنجالي موضوعات لا هم طرزالعمل نهايي کېدو ته نه پرېږدي.

د طلوع نیوز د راپور په بنسټ، د تېرې شل کلنې جګړې نوم، د مذاکراتو دیني بنسټ او د هغه توافقنامې حیثیت چې د طالبانو او امریکا تر منځ د فبروري پر شلمه نېټه په دوحه کې امضاء شوه؛ هغه درې جنجالي موضوعات دي چې دواړه لوري يې په اړه د نظر ژور اختلاف کړي.

طالبان ټینګار لري، چې په تېرو دوو لسیزو کې له بهرنیانو او د هغوی له ملاتړو سره ددوی شوې جګړه دې «جهاد» ونومول شي، د مذاکراتو په دوران کې کېدونکې پرېکړې دې د حنفي مذهب په بنیاد وي او له امریکا سره د طالبانو شوې توافقنامه کې د راتلونکو توافقاتو بنیاد وګڼل شي.

طالبانو که څه هم په رسمي ډول د یادو موضوعاتو پخلی نه دی کړی؛ خو له کابله د تللي پلاوي ځيني غړي بیا د پرمختګ خبر ورکوي او خوشبیني ښيي، چې په لنډ وخت کې به دواړه لوري یوې پایلې ته ورسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا خو واضحه د حل خبره ده. دا جنګ له کافرانو سره جنګ وه ولی بعضی مواردو کی ورته جهاد هم ویلای شوځکه بعضی طالبان درست له موضوع څخه خبر نه وه او په دوستانو یی ډزی کولی، خو له افغانانو سره جنګ نه بلکه جهاد وه چی اوس هم روان دی. په اصل کی طالبان مؤظف دی ته دی چی افغانان تباه کړی کافرانو سره په هیڅ صورت جګړه روا نده ځکه چی هغوی کچیری نوای بیا نو دا د قطر د دفتر خرڅ او د مشرانو معاشونه د هغوی ساتنه به چا ورکوله. ماما ترمپ د الله د… نور لوستل »

جمیل

پر کومو دریو ټکو چی طالبانو ټینګار کړیدی همهغسی به کیږی ان شاءالله .
غلام دولت نه افغانانو ته مخ لری نه امریکا ته او نه هم نورو نړیوالو ته ، ډیر ژر به ویلی سی او افغانان به یی د شره خلاص سی ان شاءالله .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x