افغانستان

طالبانو په بامیانو ولایت پراخ بریدونه ترسره کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱ وږي، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د بامیانو ولایت په شیبر ولسوالۍ د طالبانو د پراخو بریدونو په ترڅ کې د یو شمېر پولیسو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د بامیانو ولایت د امنیه قومندانۍ نن د دوشنبې په ورځ(۳۱ وږي) رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو پرون ماښام د بغلان ولایت له تاله اوبرفک ولسوالۍ څخه په دوه استقامتونو د بامیانو ولایت شیبر ولسوالۍ په «باغک» سیمې پراخ بریدونه وکړل، چې د پولیسو له غبرګون سره مخ شول او جګړه ونښته.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د نښتې پرمهال د بامیانو ولایت امنیه قومندان محمدصادق مرادي په مشرۍ مرستندویه ځواک سیمې ته روان ؤ؛ خو په شیبر ولسوالۍ کې د طالبانو حمایوي ګروپونو یې مخه ډب کړه او نښته یې ورسره وکړه.

د سرچینې په خبره د طالبانو او پولیسو ترمنځ نښتې د شپې تر لسو بجو دوام وکړ او په ترڅ کې یې ۲ پولیس مړه او یو بل ټپي شوی دی.

په مرکزي ولایت بامیانو چې پخوا د طالبانو د واکمنۍ ساحه بیخي تنګه وه، په دې وروستیو کې د یو شمېر هزاره توکمو شیعه ګانو لخوا طالبانو سره د پیوستون او ملاتړ له اعلان سره همهاله په دغه ولایت کې د طالبانو فعالیتونه ډیر شوي، چې د پوځي خوځښتونو ترڅنګ یې په دغه ولایت ملکي خدمات هم پيل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ملکی خدمات څه وایی؟ که منظور مه سرک ورانه ول وی بیا درسته ده.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x