نظــر

انقلاب (۲)

اسدالله رزین

د ځمکې په مخ د انسان د اوسیدو، انساني ژوند د بیرته را ګرزیدو او دودیدو لپاره په کار ده چې پخبله انسان ته ورتیر سو او د انسانیت په حواله تری و پوښتو چې څوک یی، له کومه سوي او څه غواړئ. بیانو کیدای سې چې په اړه یی د څه ویلو او کولو لپاره یوې پایلې ته ورسیږو.

غرب خوپه ډیر افسوس سره د انسان جوړوني لپاره د رادیو په نجار اوکړکۍ په رادیوساز جوړولو عملیه یا چاره مخې ته ایښې او په هغې انسان جوړوي او ښیرازه کوي. او د دی مهم کار د سرته رسولو لپاره یی د ګاندي فلسفه را واخسته ، د ایزمونو دروازې یی پرانستلې او انسان یی دننه ور ؤست. انسان په تلوتلو کې د پای دروازې ته هم ورغی، ور ننوت . او ښي یی سترګې او پښې پکې ستړې کړې، خو نه یی انسان او نه یی له انسان سره وړ ژوند پکې ولید. ناهیلی سو او تری را وؤت. له دی کبله چې هلته انسان د خپل اصالت له مخې نه ؤ یاد، هلته انسان د ځمکې د مخ اصلي استوګن او اشرف ا لمخلوقات نه پیژندل کیده، هلته انسان تر هیڅ شې هم نه ؤ ښه، هلته چا د انسان د کرامت خبره په خوله نه را وړه، هلته انسان د هیچا خلیفه هم نه ؤ، او نه هم د ځمکې مخ خلیفه ته اړتیا لرله، هلته غیر مسئوله نړۍ وه، هلته انسان ځانګړی شخصیت او حیثیت نه لاره، هلته انسان په پردی نامه یا د ډالر، یورو او روبل په مټه انسان ؤ، هلته چا انساني صلاحیتونو ، زکاوتونو او مهارتونو ته نه کتل. هلته هرشی د جوړیدو لپاره خپل صانع اوکاسب ته ور وړل کیده . یوازي انسان ؤ چې بیله خپله خالقه او صانعه جوړیده. او هرچا د یوه کاروباري توکې په ډول د جوړیدو هټۍ ور ته پرانیستې وې.

واشنګټن، لندن، پاریس، مسکو، ډهلی او نورو خو د ګرنټي یا ضمانت له مخې همدغه صنعت مخ ته بیو. او سند یافته ډاکتران او مفکرین لکه اشرف غني دغو به تری را وتل. د یادو هټیو بری لیکونه په ټوله نړۍ کې قبول او بیله ارزوني چلیدل.

له دغو مستري خونو را وتلو مفکرینو په ځانګړي ډول سره اسلامي نړۍ موخه وه چې قبله یی وربدله او د بندګي تصور یی ور ګډوډ کړي. هغه ؤ چې په یو شمیر اسلامي هیوادونو کې یی هم دغه د فساد زیږوني او تیتوني فتنه د امریکایی پوهنتون تر سرلیک لاندي پرانیستله. تر څو زموږ په نړۍ کې د مشرتابه او ورسره پلاوي تشه ډکه کړې. چې له بده مرغه زموږ د ګران هیواد په پلازمیینه کابل کې یی هم د دغه بد نام زمانه امریکایی پوهمنتون تر نامه لاندي د اشرف غني جوړوني هټۍ پرانیستله.

د خدای ډیر ډیر شکر دی چې د مجاهدینو له غوڅ، فوري او انقلابي غبرګون سره مخ او د مستریانو نارو او سورو یی د مستري خونو د مالکانو او ټولې کفري نړۍ ښکیلاکي او زبیښاکي خوب ور وتښتاؤن ، خام خیال یی نور هم ور خام او زموږ د انقلابي پاڅون واک او ځواک یی د اندیښنو داستان سو.

د سر لوړي ولس استازو! ستاسي انقلابي پاڅون د فرانسې او روسيي له انقلابونو سره ور ته والی نه لري، او نه له هغو سره پرتله کیږي.

ستاسي پاڅون تر مکې را چورلیږي او مدینې ته ور ګوري. ستاسي انقلابي پاڅون د الهي انوارو په رڼا کې انسان پالي ، له تیارو یی را باسي او خلیفه یی جوړوي.

هغوانسان غولاؤ، له انسانیته یی یوست او تیارو ته یی کشا ؤ. هغو و حشت او جهالت تجدیدا ؤ او تجلیلا ؤ، هغو شریف انسان د شیطان غلامي او د هغه پښو ته ور اچاؤ. هغو د څو شیطان صفته او ګوتو په شمار لارډانو، فرعونانو او ابو جهلانو نړۍ جوړوله داسي چې انسان یی په چوپړ کې چاپیړ خور یی.

ستاسي پاڅون یو فکري او په نظریه ولاړ پاڅون ده. او تاسي یی سالاري کوئ. تاسي څو کلي او ښارونه نه جوړوئ، تاسي قومونه او ژبې د تعصب لپاره نه را غواړئ، سره جنګوئ یی هم نه . ورور ګیلوي ته یی را بولی، تاسي نړۍ بدلوئ چې انسان را برسیره سي. تاسي پوهیږئ چې انسانی نړۍ په انساني فکرنه نړۍ کیږي. تاسي د وحی په رڼا کې نړۍ جوړوئ، تاسي په وینو کې مزلونه کوئ چې د وحی د خالق رضا تر لاسه کړئ. په لمبو کې ګرزئ چې ور ورسیږئ.تاسي لوړې موخې ته د رسیدو لپاره قرباني ته راوتلي یاست نه امپراتوري ته. تاسي لار ورکی انسان په سمه لاره سموئ. هغه د نجات لارې ګوري. او تاسي یی ډیوې یاست. تاسي د سعادت پیغام او د برې زیرې یاست. تاسي آزادې تمثیلوئ . او انسان هم ځکه تاسي غواړي. تاسي د هر ډګر د ګټلو لپاره په کوټو کوټو صلاحیتونه لرئ. ستاسي سپیڅلي منطق افلاطوني منطق ګنګ کړ. تاسي د ښکیلا کګرو ډک ګدامونه او ډک بنکونه بی ګټې ثابت کړل. تاسي د غلیم په دماغ واک چلوئ. تاسي ګران امت او نتلي انسانیت ته خپل انقلابي پیغام د حال او قال په ژبه بیا نوئ.

شمله ورو ! تاسي د خپل شمله ور مشرتابه تر شمله ورې بولۍ لاندې د خپل شمله ور تاریخ یاد تازه او د خپل سپیڅلي تاریخ په پاڼو مو یوه بله شمله وره پاڼه ور ډیره کړه. هغسې مو وکړل چې باید کړي مو وای.

تاسي په (۲۱) پیړۍ کې د تاریخ جوړوني واک تر لاسه کړ. دغسي کول د هر چا د وس خبره نه وي. ځکه چې تاریخ په ډګرونو کې جوړیږي، په اوښکو او سلګیو بدرګه کیږي، او په وینو لیکل کیږۍ. ډګرونو ته بلد ولسونه ور وزي. هغوی ور وزي چې د مشرتابه فرهنګ یی د اخلاقو برخه وي. هغوی چې مشرتوب یی په غربي فیشن کې نه بلکې د قرباني په شیبو او ځولنو په شرنګیدو کې ګوري. هغوی چې مشریی ډګر ور ټاکي او په مورچل کې یی ویني. هغوی چې مشر یی مقرر سوی نه وي. هغوی چې مدینه یی په یاد وي، هغوی چې د جنتت هوا پری لګیږي، او هغه تصور یی هڅه وي. هغوی چې په اخرت ایمان د میړاني تاجونه ور په سر کوي. هغوی چې په خدای باور یی د تدبیر کروندې ور خړوبه وي. او هغوی چې غلیم ورسره د کشینستو وړتیا له لاسه ور کوي. او لکه د چنګشو من نه پوره کیږي او نه اوډل کیږي.

کفن پوښ زلمیه! ته د شهید د وینو، د یتیم په سپیره مخ د را بهیدلو اوښکواو خلاصو جاغو، د وریندارې د سلګیو، د سيین ژیری پلار او بورې مور د زګیرؤ، هیواد او آرمان وارث یی.

ګوره ګوره ! چې د هغه در کږې سترګې له یاده و نه باسي. له هغه سره ستا د ملګیري او ورور ګیلوي اړیکي اوس ډیر حساس پړاو او او د آزموینو ستونزمن پوړ ته ور ختلي دي.

د شهید پاکه روح هر بیګا ستاسي د کور دروازه درټکوي. او د آرمان ختو زارۍ در ته کوي. هغه لنګۍ او کورتۍ نه غواړي . هغه د شهید په هیواد کې شهید غواړي نظام غواړي. هغه د ټولو انتقامونو انتقام د اسلامي نظام حاکمیت پیژني ، خو پام چې اسلامي نظام د مصلحتونو، مذاکراتو ، انتخاباتو او د څه ور کړه او څه واخله په معاملو کې منځ ته نه را ځي.

دغه ټول دموکراتیک مکرونه دي. د غه د مقداري جمهوریت زړې او افلاطوني نسخې دي. تاسي ویني چې د مقداري نه معیاري جمهوریت په اوږد ه موده کې انسان څومره وکړید، څومره بی پته ، بی عزته او لوڅ سو، څومره په ویرونو او دردونو کې پاته سو. څومره په سپو ؤ خوړ سو، څومره ګوتې ور ته وښوریدې، څومره په الغریب او ګوانتینامو کې وخوریده او را وځړیده، څومره تر ټانکو لاندي او په ټانکو پسې کش سو، څومره د بمونو میندې پری استعمال سوې، څومره کلي او ښارونه ویجاړ سوو.

سوریه وسوځیده، یمن تباه سو، له قدسه سره څه پاته دي چې وسي، کشمیر د هندو ترخیټه لاندي سو. ایا محمد مرسي(ح) د همدغه خون خوار مقداري جمهوریت شهید نه ده. او زښته ډیر نور. دغه دوی لاس ته راوړنې او پرمختګ بولي. دوی د اوسپنې او ماشین پرمختګ انساني پرمختګ بولئ. پداسي حال کې چې د انسان اصلي پرمختګ ځان پیژندنه ده. په دی معنی که انسان ځان وپیژني بیا خپل خالق هم پیژني او بیا ځان ته اجازه نه ور کوي چې اوسپنه او تری جوړ ماشین ، راګټ اونور د انسان د ظالمانه مرګ لپاره و کاروي.

تاسي وینی د انسان د مرګ لپاره سیالي روانه ده. او د مرګ لپاره یی د مرګ فابریکې جوړیږي. داړونکو ، مضرو او وژونکو ژوو او خزندو ته بڼونه ، د امن خونې او خوراکونه چمتو کیږي. زما په اند خو یی دلیل داده چې انسان او بیا غربي انسان خو بیخې خپل ځان نه ده پیژندلی.

نړۍ وال حالت هم څرګندوي چې انساني هلو ځلو د انساني تفکر په مدارونو کې کله هم انسانیت غواړي هیلې نه دي زرغونې کړې. ځکه چې دا په پردې مالکیت یا هیواد کې بی جا ، ناروا او ناکامي لاس وهني او ستړې منډې دې، نو ځکه په کار ده چې انساني هلې ځلې د مالک او خالق د استازو د فکر په مدارونو کې د انساني ستونزو لپاره ترسره سي.چې ژوندی مثال یی زموږ روان ویاړلی اوبریالی مبارک جهاد دی.
شاه زلمیه ! تا خو اشغالګر ځواکونه او د کرایی عسکر یی د مذاکراتو او انتخاباتو په لړۍ کې نه دی تاراو مار کړي. بلکې تا خو آسمان ته په اطاعت کې د غلیم او غلام وس ناوسه کړی دی.

پتیاله ! یادې انقلابي کړنې ستا نه بلکې د بدر د اعلی قومندان محمد رسول الله(ص)پ مبارک پله د پله ایښودو مبارکې پایلې دې چې وروسته له یوې ډیرې اوږدې مودې پری نازول کیږي.

مجاهده ! ټولو انبیاؤ (ع) د سیاسي انقلابونو د را وتلو هلې ځلې کړې دې . ځنې یی لکه ابراهیم (ع) د شالید یا ځمکې پسته ولو تر بریده مامور ؤ. ځنې نو ر و لکه موسی(ع) او عیسی(ع) د الهي نظام د حاکمولومنډې ترهغه ځایه مخ ته بوتلې چې پری مامور ؤ. او ځنو نورو یی بیا د آسماني حکمونو په پلوشو کې انقلابي حرکت د بري تر بریده د دنده ایز واک په لوړ او ځوړ کې سر ته ورساؤ لکه یوسف(ع) او خاتم الانبیاء محمد مصطفی(ص).

نور بیا. رزین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x