نظــر

هندوستان ولې له طالبانو سره اړیکو ټینګیدلو ته تیار نه دی؟

نورمدین بلخېل

هندوستان د افغانستان یو ملګری هېواد پاتې شوی، خو ځینې خلک بیا د هندوستان دا دوستي په نېک فال نه نیسي، دوی داسې فکر کوي چې هندوستان د افغانستان او پاکستان له سیاسي مشکلاتو ناوړه ګټه پورته کوي، هند تل افغانستان د لوبې د یوه ډګر په توګه د پاکستان په مقابل کې کارولی او داسې ښکاري چې د افغانستان په مسایېلو کې د پاکستان حساسیت له همدې کبله دی.

پاکستان چې کله را منځ ته شو نو د هند د کشمیر پر سر چې اصولا دغه خاوره د پاکستان مسلم حق دی، سره وران شول، هند د کشمیر زیاته برخه ونېوه، هند وايي چې کشمیر د هند یو ایالت دی او هيڅکله به ترې لاس په سر نه شي، خو پاکستان بیا کشمیر له زړه نه وباسي، دوی فکر کوي چې حتما به دا خاوره خپلوي.

کله چې په ۱۹۹۴ کال کې طالبان را پیدا شول، بیا چې طالبان تر کابله ورسیدل نو دوی د کشمیر مجاهدینو سره اړیکه پیدا شوه او په دې توګه د هندوستان قهر زیات شو، هندوستان د شمال اتحاد حمایت وکړ او هغوی ته به یې پیسې او وسلې ورکولې.

هند د سیمې یو قوت دی، باید چې د یو غښتلي ځواک په توګه د افغانستان په مسایېلو کې داسې ښکېل نه شي، چې د پاکستان سره خپل مشکل افغانستان ته راوړي، پاکستان ته هم په کار نه ده چې په زور سره په افغانستان کې خپلو ناروا اهدافو ته ځان ورسوي، باید دا هر څه د نړیوالو اصولو په رڼا کې حل شي، افغانستان هم دا نه شي کولای چې په افغانستان کې هند بیخي منتفي کړي.

زما په نظر په اوسني وخت کې د نړۍ دوه هیوادونه فرانسه او هندوستان د افغان سولې په مورد تر ډېره یو څنګ ته پاتي دي، فرانسه اوس هم د دې غوښتونکی دی چې باید طالبان بېرته ونه منل شي او هند هم داسې فکر کوي چې که چېرې طالبان د افغانانو سره یو ځای کیږي نو طالبان به د پاکستان طرفداري وکړي او په دې سره به د دوی ګټو ته زیان ورسیږي، خو زما په نظر دواړه ملکونه منفي فکر کوي.

طالبانو ویلي دوی غواړي له هند سره خپل روابط ښه کړي، یو ځل زلمي خلیلزاد هم هند ته د خپل سفر په مهال له هندي چارواکو وغوښتل چې هندوستان د طالبانو سره خپلې اړیکې ښې کړي، خو هندوستان د افغان دولت په موجودیت کې دې خبرې ته ترجیح ور نه کړه، آن داسې یو فکر هم موجود دی چې هندوستان د خپلو افغاني ملګرو سره یو ځای د قطر د سولې د خبرو سبوتاژ هڅه کوي.

افغانان داسې نه وايي چې هند دې له افغانستان څخه لاس ومینځي، خو له هنده دا غواړي چې باید د افغانستان په مسایېلو کې د یو ريښتیني او صادق ملګري په حیث را مخته شي، نه د یوه منافق ملګري په څېر، ځکه که چېرې هندوستان په افغانستان کې له خپل نفوذه ناوړه ګټه اخلي، نو په واقعیت کې پاکستان د افغانستان او هندوستان خلاف عکس العمل ښيي، چې قرباني به یې افغانان ورکوي.

پاکستان هم د هند او افغانستان منځ کې ځان په خطر کې احساسوي او داسې فکر کوي چې دوو خواو ته یې هند د یو لرغوني دښمن په توګه د پاکستان د تباهۍ لپاره ډول ډول ستراتیژۍ جوړوي، که چيرته شمال خوا ته افغانستان هم دده د دښمن تر څنګ ودریږي او شمال لویديځ خوا ته ایران هم له پاکستان سره په زړه پورې اړیکې نه لري، نو دا به د پاکستان د محاصرې په مانا وي، بلخوا د پاکستان او افغانستان د ولسونو تر مڼځ قومي، دیني او ژبنۍ اړیکې موجودې دي، چې سل فیصده د دې اړیکو پریکون هم ناشونی دی، طالبانو هم د همدغو اړیکو نه په ګټه اخیستو سره د پښتونستان د قبیلو او د بلوچستان د پښتنو په منځ کې طرفداران پیدا کړل، چې اوس د همدغو اړیکو پر بنسټ طالبان هلته د قومونو او ولسونو په منځ کې دروند ځای لري.

یو څه وخت مخکې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په حرکت راغلو، د افغان دولت ځینو کړیو او په خاص طور ارګ دغه حرکت ته د اخلاقي او انساني اړیکو په نوم د دوستۍ نارې ووهلې چې پاکستان هم له دې اړیکو اندیښمن غوندې شو، پاکستان فکر وکړ چې هند او افغانستان په ګډه د پاکستان د تجزیې او وېش په هڅه کې دي، نو په دې وجه پاکستان هم د پښتون ژغورنې غورځنګ څار لا جدي کړ، تر څو د دوی دښمن هیوادونه لکه هندوستان له دې ځایه کوم ناوړه عمل پلی نه کړي، زما په نظر پښتون ژغورنې غورځنګ د افغانستان په مورد کومه داسې برنامه نه لري چې دوی د پاکستان ایین او ګټې هېرې او د اشرف غني او امرالله صالح په خوله دې د پاکستان له عهدې ووزي، ځکه منظور پښتین ته اوس هم له غني او صالحه د پاکستان عمران خان او باجواه سل چنده زیات ارزښت لري، خو دا ساده افغانان دي چې بس هغه څه ګوري چې ورته مخامح وي او نور د پردې شا ته په ټولو رازونو نه پوهیږي، دا به وخت درته روښانه کړي چې منظور پشتین افغانانو ته وفادار دی او که د پنجاب سیسټم او ایین ته، دا به هم درته واضح شي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر محسن داوړ او نور غړي د افغانانو سره په دروغجن تمثیل اخته دي او که رښتیا دوی دومره په افغانستان او ټولو پښتنو مین دي لکه اوس چې څومره کرېغې وهي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په مورد د ټولو افغانانو نظر یو نه دی، ځینې افغانان لکه ډاکټر عبدالله عبدالله فکر کوي چې باید د داسې خلکو سره د افغانانو ملاتړ ډېر محتاطانه وي، تر څو په دې حساسو شرایېطو کې د پاکستان او افغانستان تر منځ ترینګلتیا را منځ ته نه شي او یو ځل بیا سوء تفاهم زیات نه شي.

بلخوا طالبان وايي چې باید د افغان خاورې نه بل هېواد ته هیڅ ډار او خطر متوجه نه شي، د بلوچستان بیلتون پالي چې اوس د دوی ځینې کسان د افغانستان په خاوره کې اوسي، پاکستان داسې وايي چې د دغو بيلتونپالو په تجهیز او روزنه کې هند او افغانستان لاس لري او طالبان هم ممکن د بلوچ بیلتونپالو او نورو داسې حضور چې زیان یې پاکستان ته رسیږي ونه مني، ځکه کیدای شي طالبان ووايي چې که چېرې بلوچ بیلتونپالي دا ډول کړنې له افغان خاورې د پاکستان په مقابل کې سر ته رسوي، نو پاکستان به هم د افغانستان په چارو کې ګوتې ووهي، چې په دې برخه کې هم هند د طالبانو په نیت شک لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x