نظــر

طالبان څومره بدل شوي؟

نورمدین بلخېل

طالبان د افغانستان خلک دي، که څه هم مخکې او اوس یې د پاکستان سره ربط لره، خو زما په نظر دا اړیکې د دې معنا نه لري چې طالبان د پاکستان ګوډاګیان وبلل شي، طالبان د افغانستان د سرکشو او غیورو افغانانو په مرکز کندهار کې کوم چې له تاریخه د دې خاورې سرنوېشت له همدې ځایه ټاکل شوی را پیدا شول، طالبان د پاکستان له خاورې د امریکا له خوا بمباري شول او خپل نظام یې وبایله، طالبان که څه هم مایوس نه شول خو له دې ناڅاپي سقوطه یې ډېر څه زده کړل، دوی وروسته په دې ورسیدل چې په افغانستان د نړیوالو برید سبب یوازې د اسامه بن لادن له منځه وړل نه، بلکې د افغانستان خاوره له طالبانو څخه خلاصول وو، په هغه وخت کې چې کله طالبان دلته واکمن وو، دلته که څه هم امن و، خو د مختلفو لاملونو پر اساس وده او پرمختګ نه و، لکه د ښځو د کاروبار ازادي او د ښځو زده کړې، بیا رغونه او داسې نور په ټپه ولاړ وو، خو طالبان اوس دا نه مني چې دوی په تېر کې د ښځو د تعلیم او د هغوی د کاروبار مخالف وو، بلکه په هغه وخت کې د ټولنې ځینو شرایېطو دا نه ایجابوله چې ښځې د درس او یا کارروزګار لپاره بهر راووزي.
په هر صورت کله چې په همغه وخت بهر کې مېشتو افغانانو لکه حامدکرزي، حاجي عبدالحق، په اروپا او امریکا کې ځینو افغاني شخصیتونو، قومي مشرانو او نورو مخورو د شمال اتحاد سره اړیکه ونیوه نو دوی دې نتیجې ته ورسیدل چې له طالبانو وروسته دوی د شمال اتحاد له پوځي مشر احمدشاه مسعود سره په کابل کې خپله سیاسي برنامه مخ ته نه شي وړلای، ځکه احمدشاه مسعود یو سرکشه او خودبین انسان و، نو ځکه خو تر هغه وخته منتظر شول چې تر څو په ۲۰۰۱ کال کې احمدشاه مسعود له منځه ولاړ او ډېر زر د نیویارک او واشنګټن پېښې را منځ ته شوې، چې پړه یې پر بن لادن ورواچول شوه کوم چې په افغانستان کې مېشت و.

طالبانو د اسامه بن لادن د تور په اړه ثبوت وغوښت خو امریکا ثبوت ور نه کړ، امریکا ډېر په بیړه پر افغانستان حمله وکړه، یو څو ورځې وروسته طالبانو د خبرو او اوربند غوښتنه وکړه، مګر امریکا یې خبره وانه اوریده، شمال اتحاد هم خپل ځان په کابل کې ولید او داسې وپتیله چې نور بیا د افغانستان واک د دوی لاس ته ورځي، د طالبانو له ماتې وروسته شمال اتحاد کابل ته را ننوت.

کله چې طالبانو دویم ځلي په افغانستان کې پر مبارزه پیل وکړ، نو طالبانو دا هم ځان سره پلان کړه چې دوی به څرنګه په خپل هیواد کې د بریالیتوب په سورت کې د هیواد د پرمختګ لپاره لاس په کار کیږي.

د طالبانو د مشرتابه شورا غړي او د مذاکراتي پلاوي یو مهم کس ملا امیرخان متقي د رسنیو سره په خبرو د طالبانو د راتلونکې دريځ په اړه وویل؛ طالبان په یوازې ځان په افغانستان واکمني کول نه غواړي، بلکې دوی به د دغې ټولنې د ټولو اقشارو سره یو ځای د افغانستان د راتلونکې په اړه تصمیم نیسي، ده ویل موږ په اینده کې د یو افغان شموله نظام، کوم چې د افغانستان ټول مذهبي او قومي اقلیتونه په کې خپل ژوند او ارام وویني، غوښتونکي یو.

طالبان د یو داسې سیسټم په لټه کې دي چې په هغه کې ټول جهادي او افغاني ارزښتونه خوندي شي، د افغانانو د فرهنګ او د اسلام په رڼا روڼ یو تعلیمي او روزه نیز بهیر را منځته او په نتیجه کې د مدرسې او ښوونځي تر منځ فاصله ختمه شي، اقتصادي نظام هم د نړیوالو او هم د اسلام د ارشاداتو سره په تصادم کې نه وي، ښځې د اصیلو افغان ښځو په څېر زده کړه او کاروبار وکړي، نه داسې چې زده کړه او کاروبار د هغه د خامتوب سبب شي، لکه ملالۍ جویا چې په لویه جرګه کې سپین ږیرو او علماوو ته کنځل وکړل، په پارلمان کې یې د پارلمان غړو ته د حیواناتو او پارلمان ته یې د غوجلې نسبت وکړ او بیا وروسته د پارلمان له خوا بیخي له پارلمانه وایستل شوه، که سړی انساني فطرت ته وګوري هیڅکله دا نه ایجابوي چې یوه ښځه د نارینه ته دومره موهونه ژبه وکاروي، زما آند نه دا کومه بشري ازادي ده او نه کومه علمي ازادي.

طالبان به په دې هم دومره تاکید ونه کړي چې حتما د راتلونکی نظام د امارت په نوم او یا د همدغه نظام بیرغ سپین وي، خو طالبان یوازې د دوو شیانو لپاره هڅه کوي چې یو د امریکا پوځي حضور ختمول او په دویم قدم کې عملا د اسلامي نظام قایمول دي، زما په نظر د دغو دوو نقطو نه به هیڅکله لاس په سر نه شي، کیدای شي د راتلونکي نظام نوم همدغه د افغانستان اسلامي جمهوریت وي، خو څه چې دوی ته مهم دي هغه په واقعي مانا د همدغه نوم څخه نماینده ګي کول دي، ځینې داسې فکر کوي چې کیدای شي طالبان انتخابات هم ونه مني، خو دا خبره داسې نه ده، طالبان انتخابات مني، خو داسې نه لکه اوسني انتخابات چې حلال او مردار په کې معلوم نه دی، خو چې یو څوک پنځه پیسې او د یو یا څو خارجي بادارانو سره اړیکه پیدا کړي، نو د پردیو اجنډا لپاره ځان کاندید کړي، چې بیا دغه ساده قوم هم د شا له خوا ورپسې د زنده باد او مرده باد نعرې وهي، طالبان انتخابات مني، خو چې د شته اسلامي نظام ساتنه او نور ارزښتونه په کې زیانمند نه شي، په اسلامي نړۍ کې هم داسې نظامونه شته چې هم اسلامي دي او هم جمهوري، لکه ایران چې اسلامي جمهوریت دی، هلته فردي او ټولنیزه آزادي شته او هم انتخابات او نور ارزښتونه، که چېرته تاسو زموږ برحال نظام ته ځیر شئ، نو ډېرې ستونزې او ګډوډۍ د همدغه بې درېغه ازادیو له وجې دي، یو افغانیت او اسلامیت نه مني، بل تذکره نه اخلي او ځان افغان او د افغانستان نه بولي، یو وايي زه د خراسان یم، بل وايي زه د افغانستان نوم بدلوم، بل عملا د تجزیې نارې وهي، یو قوم وايي موږ باید په ایران پورې ملحق شو، بل قوم وايي موږ باید په تاجېکستان پورې وتړل شو، متعصب تاجکان پښتانو ته اسراییلیان وايي، متعصب پښتانه تاجکان د ختځې اروپا او مرکزي اسیا ډمان او مهاجرین بولي، ازبک او ترکمن په افغانستان کې د بېل ترکستان ډولونه غږوي او هزاره ګان بیا د هزاره جات نارې وهي، دمحمد اشرف غني په حکومت کې خو دا فاصلې دومره زیاتې شوې چې د سقاوزوی او دویم سقاوي حکومت یعنې رباني د واکمنۍ په وخت کې یې ساری نه و لیدل شوی، ځینې رسنۍ د پردیو فرهنګ او ژبې ته کار کوي، خپله ملي ترمینالوژي نه مني، پردي استخبارات ورته پروګرامونه او خپرونې ورکوي او کاملا د ولس او ملت خلاف دي.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا دا حالت څرنګه بدلولی شو، زما په نظر سوچه دیموکراسي او دغه بې ځایه ډار یا رحم، کوم چې موږ د دیموکراتیکو ارزښتونو په نوم یادوو، په واقعیت کې د همدغه مشکلاتو زیږنده ده، ښه خبره دا ده چې طالبان د سولې له لارې افغانستان ته راشي، د اوسنی نظام په اصلاح کې د دوی مشوره واخیستل شي او په واقعي مانا یو اسلامي او افغاني نظام قایم شي.

طالبان اوس پوره بدل شوي، دوی د نړۍ او افغانستان په اړیکو پوهبږي، دوی په دې پوهبږي چې نړۍ اوس د یو کلي حیثیت لري، هیڅکله د نړۍ نه فاصله نه شي اخیستلای، افغانستان د نړۍ د دغه کلي یو کور دی، په کلي کې یو کور د کلي له عهدې نه شي وتلی، دا یو مکلفیت دی چې د نړۍ قوانېن د خپل هیواد د قوانینو په رڼا کې ومنل شي، امریکایان هم له دې وروسته د محمداشرف غني او امرالله صالح د بابولالو لپاره خپل ځوانان د طالبانو په مقابل کې نه شي وژلی او نه هم خپلې پیسې او وسلې ترې دومره زیات دي، چې د یوې بې برخلیکه جګړې لپاره یې ولګوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

دطالبانوپخوانۍغلطی دوی پرلباس اوشکل جوړولو تکیه کوی دوی (۷سوره الاعراف ۳۲)قرآنکریم په ترجمه نه وایی اواحکام یی نه زده کوی دوی پرجعلی حدیثوتکیه لری دمکتب له علمه ناخبره دی چه سیاسی اذهان وپیژنی هغه کمونسټ چه په قرآنکریم کی ورته منافقین وایی اوپه سیاسی اسطلاح ورته چپیان وایی (۲-البقره آیات ۸تر ۱۲)دوی یی نه پیژ نی که دوی هغه تعلیمیافته چه مسلمانان دی اوله مکتبوفارغ سوی دی له ځانوسره ملګری کړی وای ددوی حکومت چانسوخرابولای په دوی کی خارجی لاس ووچه دافغانستان جوړیدایی نه غوښتل په منافقینویی ددوی حکومت درپدره کۍ زه یومثال وړاندی کوم:زمایودو ست ویل دکندهارپه عیدګاه دروازه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x