
کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست له اشرف غني سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱ وږي، ۱۳۹۹ل): په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر «راس ویلسون» له اشرف غني سره لیدلي او هیله یې څرګنده کړې، چې افغانستان ډېر ژر د سولې او مساواتو یوه نوي فصل ته داخل شي.
راس ویلسون دغه څرګندونې پر خپل ټویټر لیکلې. نوموړي ویلي، چې په ارګ کې یې له اشرف غني سره د لیدنې په مهال د افغانستان-امریکا په اوږده مهاله ملګرتیا باندې خبرې کړې او هیله یې څرګنده کړې چې افغانستان به ډېر ژر د سولې، یووالي او برابرۍ یو نوي فصل ته داخل شي.
It was a pleasure to meet with President Ghani today @ARG_AFG, where we discussed the U.S.-Afghan #EnduringPartnership. President Ghani & the United States share the ardent hope that Afghanistan will soon enter a new chapter of peace, equality, and unity.
— Chargé d’Affaires Ross Wilson (@USAmbKabul) September 21, 2020
که څه هم تر دې دمه د امریکا د سرپرست سفیر او غني تر منځ د لیدنې په اړه ارګ څه نه دي ویلي؛ خو دا لیدنه داسې مهال ده، چې په دوحه کې د افغان جهتونو او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ خبرې روانې دي.
سره له دې چې د یادو ناستو ډېر جزئیات له رسنیو پټ ساتل شوي؛ خو ویل کېږي، له تېرو اتو ورځو راهیسي دواړه لوري د مذاکراتي ناستو لپاره د طرزالعمل او کاري اصولو د جوړولو په اړه خبرې کوي، چې لا هم نهایي شوي نه دي.
د خبري سرچینو له قوله، طالبان ټينګار لري، چې ددوی د تېرو دوو لسیزو جګړو ته باید د «جهاد» کلمه وکارول شي، په مذاکراتو کې پرېکړې د حنفي فقهې پر بنسټ وشي او راتلونکي ټول توافقات باید د دوحې د تړون په بنسټ وي.
ورته مهال یک تلویزون ته یو شمېر سرچینو ویلي، چې طالبانو د مقابل لوري مذاکراتي ټیم ته واضح کړې، چې ددوی او امریکا تر منځ له شوي تړون څخه د سرغړونې په صورت کې دوی بین الافغاني مذاکراتو ته دوام نشي ورکولای.