نظــر

خپلمنځي خبرې اترې؛ احتمالي خنډونه او حل لارې

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز

د دوحې د سولې هوکړې وروسته ټاکل شوې وه، بین الافغاني خبرې اترې د مارچ په لسمه نېټه پیل شي. خو د افغان حکومت لخوا د دوحې تړون په خلاف د طالب بندیانو نه خوشې کولو او همدارنګه د کرونا وبا له امله یادې خبرې اترې د ۶ میاشتني ځنډ ښکار شوې. د بندیانو خوشې کېدو په برخه کې د بهرنیو هېوادونو فشار او همدا ډول د هغې لویې جرګې چې د اګست میاشتې په اوومه نېټه ترسره شوه د سپارښتنو په پایله کې چې افغان حکومت لخوا راغوښتل شوې وه، زیات شمېر طالب بندیان له بند څخه آزاد کړای شول. د جرګې سپارښتنو سربېره افغان حکومت د فرانسې او اسټرلیا هېوادونو په ګډون د ځینو امریکايي چارواکو په غوښتنه د پېنځو زرو طالب بندیانو له ډلې شپږ تنه بندیانو خوشې کېدل چې ګواکې د یادو هېوادونو عسکرو په وژلو کې تورن پېژندل شوي وو وځنډول چې بلآخره یاد بندیان قطر هېواد ته په ځانګړې الوتکه کې واستول شول او بین الافغاني خبرو اترو ته یې زمینه برابره کړه. دا چې بین الافغاني خبرې اترې په کوم ډول د کامیابېدو لور ته رسېدلی شي او پر وړاندې یې کومې ستونزې شتون لري چې له مخې باید لرې کړای شي په دې تحلیل کې مو پرې شننه کړې ده.

د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې ته ځغلنده کتنه

په دوحه کې د روان کال فرورۍ میاشتې په ۲۹ نېټه د ۱۸ میاشتو خبرو اترو وروسته امریکا او افغان طالبان یوې نسبي هوکړې ته چې څلور برخې لري ورسېدل.

د دې هوکړه لیک په لومړی برخه کې دا ژمنه شوې چې د افغانستان خاوره به د امریکا او د امریکا متحدینو په خلاف نه کارول کېږي. په دویمه برخه کې بیا امریکا په 14 میاشتو کې د خپلو ځواکونو ویستلو مهالویش اعلانولو او ضمانت ورکول ژمنه کړې ده. په درېیمه برخه کې راغلي کله چې امریکا د خپلو ځواکونو د ویستلو مهالویش په ډاګه کړي نو طالبان به د افغان لوري سره بین الافغاني خبرې اترې پیل کوي. د هوکړې په څلورمه برخه کې راغلي چې هر اړخیز اوربند به د بین الافغاني خبر اترو د اجنډا برخه وي. که څه هم یادې څلور برخې له یو بل سره تړلي دي خو هغسې چې ټاکل شوې، یادې برخې تر دې مهاله په خپل وخت نه دي بشپړې شوي.

خپلمنځي خبرې په کوم پړاو کې دي؟

د روانې سپتمبر میاشتې په ۱۲ نېټه په دوحه کې د بین الافغاني خبر اترو پرانیست غونډه چې د ۱۵ په شاوخوا کې د مختلفو هېوادونو استازو په حضوري او آنلاین بڼه ګډون پکې درلود ترسره شوه.[1] په غونډه کې د زیاتو هېوادونو استازو ګډون ښايي د افغان کشالې پيچلتیا ښيي. لومړنی ناسته کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د روغې جوړې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ترڅنګ د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي حنیف اتمر په ګډون د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي زیاترو غړو ګډون درلود. پرانیست غونډه ډاکتر عبدالله عبدالله څرګنده کړه چې روانه جګړه ګټونکی نه لري مګر د سولې راوستلو په صورت کې بیا هیڅوک بایلونکی نه دی. بلخوا ملا عبدالغني برادر بیا څرګنده کړه چې طالبان په پوره اخلاص سره خبرو اترو ته چمتو ده او په دواړو هیئتونو یې غږ وکړ چې د پوره حوصلې څخه کار واخلي. له دې پرته ښاغلي ملا برادر زیاته کړه چې هغوی د یو آزاد، پرمختللي اسلامي افغانستان غوښتونکي دي چې په راتلونکې نظام کې ټول افغانان د وروڼو په څېر خپل ځانونه وګوري.

په لومړۍ پرانیست غونډې ورځ د دواړو لورو لخوا هیله بخښونکې څرګندونې ترسره شوې چې افغان ولس ورځنې په پراخه کچه هرکلی وکاوه او په ټولنیزو رسنیو کې یې دواړه لوري په دې پار وستایل، او دا ددې ښکاروندويي کوي چې د امریکايي ځواکونو وتلو وروسته افغانان کولی شي د ورورۍ په فضاء کې داخلي ستونزې په خپله حل کړي او په دې برخه کې د بهرنیانو مرستې ته اړتیا نه لري.

بلخوا په وروستیو ورځو کې د آسیا پرمختیایي بانګ لخوا د افغانستان اقتصادي ودې منفي پېنځه سلنې ته د ټیټېدو اټکل شوی او لاملونه یې هم د سیاسي او امنیتي ستونزو ترڅنګ د کوویډ ۱۹ بېمارۍ خپرېدل ښودل شوي دي. د بین الافغاني خبرو اترو پرانیست غونډې په لړ کې طالب چارواکو د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا لپاره د بهرنیو مرستو په دوام ټینګار وکړ په داسې حال کې چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په خپلو خبرو کې څرګنده کړې چې د افغانانو وروستۍ پرېکړې کولی شي د امریکا د راتلونکو مرستو تضمین وکړي. که چېرته په افغانستان کې سوله راشي نو د امریکا ترڅنګ ښايي ډېر نور هېوادونه د افغانستان اقتصادي پرمختګ په برخه کې د افغان ولس ترڅنګ ودریږي.

د پرانیست غونډې په دویمه ورځ د دواړو لورو لخوا تماس ډله جوړه شوه چې د طالبانو او افغان حکومت استازو ترمنځ لومړنی مخامخ ناسته سه شنبه د سپتمبر میاشتې په 15 نېټه ترسره شوه او دواړو خواوو یو بل ته د زغم او حوصلې په اړه څرګندونې او همدارنګه د طرز العمل په هکله سپارښتنې وکړې. ویل کېږي چې د طرز العمل په برخه کې لږ تر لږه دوه اختلافي موارد لا هم شتون لري او تردې مهاله پرې دواړه خواوې توافق ته نه دي رسېدلي. د راتلونکو ناستو د طرز العمل پرته چې هغه هم تر دې مهاله بشپړ شوی نه دی د اجنډا جوړولو په موضوع خبرې نه دي پیل شوي.

د خپلمنځي خبرو اترو پر وړاندې احتمالي خنډونه

  • د اوربند قضیه

افغان حکومت ټینګار کوي چې د بین الافغاني خبرو په لړ کې دې تر هر څه دمخه اوربند پلي شي، مګر طالبان بیا وايي چې د اوربند پلي کېدو وړاندې دې ټول لاملونه چې جګړه یې منځ ته راوړې باید له منځه یوړل شي ترڅو د جګړې ټغر له هېواد څخه ټول کړای شي. [2] طالبان دا هم څرګندوي چې حکومت پلوي ځواکونه د هغوی په ملګرو تهاجمي بریدونه ترسره کوي او هغوی اړ کېږي ترڅو د دفاع په موخه جګړه ییز فعالیتونه ترسره کړي.

  • د نویو بندیانو خوشې کېدل

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم په بین الافغاني خبرو اترو د اجنډا په برخه کې ویلي چې د هغوی د بندیانو خوشې کېدل به هم د اجنډا برخه وي. په داسې حال چې له سرتاسري اوربند وړاندې د نورو بندیانو خوشې کېدلو موضوع مطرح کول بین الافغاني خبرې اترې ډېرې اوږدې کړي.

  • ړانده ترورونه او هدفي وژنې

د بین الافغاني خبرو اترو پیل کېدو وروسته د ځینو چارواکو ترورونو زور اخیستی، او پرون په کابل کې د امریکا سفارت هم خبرداری ورکړی وو چې ښايي په افغانستان کې ځینې کړۍ په مشخصو کسانو بریدونه ترسره کړي. که چېرته روان بریدونه چې پړه یې څوک پر غاړه نه اخلي پای ته و نه رسېږي نو کولی شي د بین الافغاني خبرو اترو پر وړاندې خنډ په توګه رابرسېره شي.

خپلمنځي خبرې اترې څنګه کامیابېدلی شي؟

د 2001 کال اکتوبر میاشتې راهیسې چې افغانستان ته امریکا راغلې د جګړو او نا امنیو له امله شاوخوا 5.3 میلیونه خلک بې کوره شوي[3] او د یو لکو څخه زیاتو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، او په همدې کچه د معیوبینو او ټپیانو شمېر هم رسیږي.[4] د دې لپاره چې د جګړو روانه لړۍ پای ومومي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په تعقیب په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه خپلمنځي خبرې اترې پیل شوي دي. خو په ورته مهال د هېواد په کچه جګړو لاپسې زور اخیستی او هره ورځ د دواړو لورو ترڅنګ یو زیات شمېر ملکي وګړي د نا امنیو او جګړو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د روانو خپلمنځي ناستو بنسټیزه موخه همدا ده ترڅو افغانستان ته د تلپاتې سولې په راوستلو کې مرسته وکوي، که چېرته د روانو خبرو اترو په لړ کې جګړې په همدې بڼه زور واخلی او جریان پیدا کړي نو دا کار کولی شي هغو داخلي او بهرنیو کړیو ته ښه فرصت په لاس ورکړی چې روان سوله د خپلو ګټو پر خلاف بولي. دا چې طالبان د اجنډا په سر د خبرو وړاندې د پاتې نورو طالب زندانیانو د خوشې کېدو په اړه خبرې کوي او افغان حکومت بیا ټینګار کوي چې اوربند دې پلي شي د دې ښکارندويي کوي چې بین الافغاني خبرې به اوږدې او لانجمنې وي.

څه باید وشي؟

زمونږ په آند لاندې سپارښتنې کولی شي د بین الافغاني خبرو اترو کامیابېدو سره مرسته وکوي:

  • په داخلي کچه دې د سولې لپاره غښتلې همغږي رامنځ ته شي، دا ځکه چې د جمعیت اسلامي ګوند یو مشر ښاغلي صلاح الدین رباني څرګنده کړې چې د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی د ټول افغان ولس استازیتوب نه شي کولی[5] له دې پرته د حزب اسلامي ګوند مشر ښاغلي حکمتیار هم په ډاګه کړې که د هغوی غوښتنو ته پاملرنه و نه شي د افغان حکومت په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ نه کوي او د حزب له ادرسه د سولې لپاره بېل کار کوي او همدا لامل وو چې د یاد ګوند او د سولې مرکچي پلاوي غړی ښاغلی غیرت بهیر دوحې ته له مله پلاوي سره ولاړ نه شو.
  • په سیمه ییزه کچه دې د سولې لپاره همغږي رامنځ ته شي او ټول هغه اړخونه چې په افغان سوله کې دلچسپي لري هغوی دې د خبرو په میز راغونډ او ور ته دې ډاډ ورکړل شي چې د سولې په صورت کې به افغان خاوره د هیڅ بېروني هېواد په خلاف نه کارول کېږي. دا ځکه په دې وروستیو کې چې افغان سولې په برخه کې یو لړ پرمختګونه رامنځ ته شوي دي د سیمې دوه هېوادونه هند او پاکستان چې یو یې د افغان حکومت او بل یې دطالبانو سره نږدې اړیکې لري په افغانستان کې د راتلونکې نظام د ترتیباتو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړي دي نو اړینه ده چې نه یوازې د هغوی ملاتړ ترلاسه شي بلکې هغوی ته ډاډ ورکړل شي.
  • د خبرو په دوران کې دې دواړه خواوې په داخلي کچه د هغو بې طرفه افغان مشرانو یو هیئت وټاکي ترڅو هغو اختلافي مواردو ته چې د طالبانو او افغان حکومت پلاوو ترمنځ حل یې ناشونی او یا د زیات وخت نیونې سبب ګرځي مناسب حل پیدا او دوی ته مناسبې مشورې ورکړي. او په دې توګه هیڅ بهرني اړخ ته اجازه نه ورکول کېږي چې په خپلمنځي خبرو کې بې ځایه مداخله وکوي که څه هم ځینې امریکايي چارواکو د بین الافغاني خبرو د پیل په ورځ څرګنده کړې وه چې د ستونزو پر وخت به د حل لارو لټولو په برخه کې مرسته کوي. نوي ګډ تشکیل شوي هیئت ته دې دا دنده هم ورکړل شي ترڅو د دواړو لوري هغه کسان چې د سولې په لړ کې د جګړې په ژبه خبرې کوي قانع کړي او د سولې لپاره په ولسي سطحه کار پیل کړي.
  • دواړه لوري دې په پوره حوصلۍ او زغم سره خبرې اترې پر مخ یوسي. د عام ولس سره دې د خپلمنځي خبرو اترو پایلې وخت پر وخت شریکې شي، ترڅو افغان ولس ته په ډاګه شي چې د خبرو په دوران کې څوک د سولې راتګ مخالفت کوي. د مجاهدینو د بریا له تجربو دې ګټه پورته شي او هیڅ لوری دې د ګټونکي په حیث څرګندونې نه ترسره کوي، او په هېواد کې تل پاتې سوله دې د یوازینی موخې په توګه په پام کې ونیول شي.
[1] [2] https://www.youtube.com/watch?v=9qUcHWX_B0k&t=454s

[3]https://watson.brown.edu/costsofwar/files/cow/imce/papers/2020/Displacement_Vine%20et%20al_Costs%20of%20War%202020%2009%2008.pdf

[4] https://unama.unmissions.org/afghanistan-10000-civilian-casualties-sixth-straight-year

[5] https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-54209997

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x