نظــر

د کابل د ادارې د “اسلامی نظام” په اړه یو لنډ مکث

عبدالفغار سربڼ

کله چی اسلامی حاکمیت مطرح کیږی نو د کابل اداره او دی ته ورته اداری په اصرار اولجاجت دا ادعا کوی چی دلته په افغانستان کی اسلامی جمهوریت ټینګ دی او یو اساسی وضعی قانون نافض دی او د هغه هیڅ یوه ماده له اسلام سره مخالفت نه لری!؟ دا چی د هغه په جوړولو او تدوین کی له کومو منابعو او سرچینو څخه استفاده شوی او کوم اساسی حقوق د هغه تهداب جوړوی او کومو متخصیصینو او قانون پوهانو دهغه په جوړولو که برخه اخیستی وه او ایا څومره اسلامی فقیهان او مفتیان دهغه دتدوین په برخه کی ونډه درلوده ټولو ته څرګند حقیقت دی . هر افغان په دی ښه خبر دی چی عامه حقوق داتباعو حقوق د ددغو دواړو انډول او تناسب د جزا حقوق مدنی او د فامیل حقوق د غرب د حقوقی منابعو نه اخذ او کاپی شوی دی . هغه تعریف چی د افرادو او د عامه له حقوقو او وظایفو او مسوولیتونو څخه یی غربی حقوق لری او کوی کټ مټ هماغه تعبیر او توصیف د افغانستان په اصطلاح اسلامی اساسی قانون کی لیدل کیږی . پخوانی د جهاد مشرانو هیره کړی چی هالته دوی د غرب له تکنوکراتانو سره په هره برخه کی څومره کشمکش درلوده دهری هغی مادی په باب چی قانون ته به یی شرعی هویت ورکړی وای دامریکی او دشریکانو سفارتونه ډیر حساس او فعال وو او همدا استدلال یی کاوه چی د افغانستان راتلونکی نظام باید له ترور او افراطیت نه لیری وی . اوس په دیره بیشرمی لګیا دی همدا وایی چی د تکنوکراتانو توضیعی قانون اسلامی دی باید اصلاح شی. د هغه قانون چی سرچینه لیبرال وی د هغه به کوم ځای اصلاح شی . کله چی دا قانون جوړیده همدغو ځینو دناتو مجاهد انډیوالانو ویل چی په دی قانون کی اصلی سرچینی د امریکا او د فرانسی اساسی قوانین چی لاتین نوم یی ریاستی پریزیدنسیل دی او نه پارلمانی اداره د سرچینی په توګه اخیستل شوی. ددوی شکایت دا وو چی ټول قدرت د یونفر په لاس کی ترکېز کوی او دا د دموکراسی خلاف ده . نو اوس دوی بیا څرنګه دا ادعا کوی چی دا نظام اسلامی دی . د کابل د اداری تلاش دا دی چی خلک د اسلام په تش نوم وغولوی .په نره باید اقرار وکړی چی دوی غربی سیکیولر لیبرل دموکراتیک نظام ټینګول غواړی . چل ول څه په درد خوری یا حد اقل اوس پس له څلویښتو کلونو رنګارنګو تجربو او غربی او شرقی ازمایښتونو باید دوی پوه شی چی خلک نور نه غولیږی او حاضر نه دی د پردیو ارزښتونو له پاره ځانونه قربان کړی. اصلی خبر داده چی په دی څلورو لسیزو کی ټول هغه غاصبانه او ظالمانه دسیسې او طریقی چی د بشر فکر ته هم نه ورځی د قدرت طلبو فرصت او منفعت غوښتونکو افرادو او سیاسی کړیو له خوا په کار اچول شوی وو چی په افغانستان کی غربی لیبرال جمهوریت یا شرقی خورلنډه یی جوړ او په پښو ودروی خو دخلکو له ډیر محکم مقاومت سره مخامخ شول نو اوس ددوی غربی باداران او مشاوران دوی ته دا مشوره ورکړی چی د اسلامی نوم غټ ولیکی خو قوانین داسی وضع کړی چی بیخی له غربی اساسی حقوقو او منابعو سره مطابقت ولری .دوی داسی فکر کوی چی دلته دا وینی فقط د ارګ د نیولو له پاره تویی شوې کله چی ارګ فتح شو نو هر نظام چی چلیږی فرق یی نه شته. تر کله به دوی په دی خیال ځان غولوی .خلک خو نور نه غولیږی. تر هغه ځایه چی زه د امارت اسلامی په موقف پوه شوی یم د دوی اصلی موخه یعنی د اسلامی حقیقی حاکمیت ټینګول هیڅ کله نه شې بدلیدلی . دی جهاد کی دوی موخی ټاکلی شوی وی: اول اشغال او مداخله ختمول دوم د اسلامی حاکمیت قیام او درول.

ډیر اسان تحلیل دی : اسلامی نظام د استقلال ضامن او ساتونکی دی او اشغال او مدا خله د اسقلال ختمول .او همدارنګه هر هغه نظام چی له بهر نه صادر او نازل شې څلویښت کلنی تجربی وښودله چی د اتمی بم او د دنیا د ټولو طاقتونو په مټ او پیسو او مالی مرستو هم د قایمیدو او دوام توان نه لری . بل چیری به دا استعماری تجربی څه بریالی وی خو دلته دا وطن او دی خلکو ټولی لابراتواری تجربی ناکامی کړی دی . د کابل د اداری ماڼوګان او چلونکی که په سیکیولر اسلامی جمهوریت میین دی دنیاکی شته داسی ملکونه هالته دی کډه شی .دوی به د افغانانو له غم نه بیغمه شی او افغانان به ددوی له شر نه وژغورل شی. ددی له پاره چی دوی راضی شی زه به هغه لنډ ټکی بیان کړم چی دا ثابتوی چی کابل کی اداره غیر اسلامی څه چی ضد اسلامی ده. او فقط ددی له پاره جوړه ده چی په کراره کراره غربی مداخله او غربی لیبرال نظام دلته “شرعې!” او د منلو وړ کړی . دوی بی مورده اوخاص د خدای له پاره افغانستان کی په دومره سخاوت پیسی نه شیندی بلکه په پراخو رشوتونو او تطمیع له خانانو نیولی بیا تر دینی دنیا پرسته علما او مجاهد نما و پوری ددوی همدا تلاش وو چی یا یی طرفداری وکړی او یا خوله پټه ونیسې. خو دا اوس نه شی تکراریدلی .

اول . که دا اداره اسلامی وی نو بهرنی عسکری قوتونه چی ګواکی د القاعدی د ځپلو له پاره راغلی وو د القاعدی د مشر او ددغی شبکی دځپلو وروسته دلته په افغانستان کی د کوم بین المللی قواعدو پر بنا خپل شتون ته دوام ورکوی او ولی دوی ټینګ دی چی دا قوتونه دی دلته پاتی شی. دامنیت شورا هاغه وقت دوی ته د ترور په خلاف د هجوم او تعقیب او ځپلو حق ورکړی وو نه د امارت اسلامی افغانستان د پرزولو او پر یو بل هیواد د یرغل او استیلا اجازه. کله چی د القاعدی مشر وژل کیږی ولی دا اداره له امریکا سره داسی یو قرارداد لاسلیک کوی چی ۵۰ کاله افغانستان د نانو او امریکا د استیلا لاندی راولی. ددوی اتباعو اوعسکروته قضایی او حقوقی مصوونیت ورکوی او دوی ته پرته له اجازی او ویزی تګ راتګ جواز ورکوی .دا اعتبار او صلاحیت دوی د کوم منبع او ځای نه تر لاسه کړ چی بی له دی چی له خلکو پوښتنه وشی د خپلو معاشخورو په مرسته یی دا قرار داد اجرا کړ . ایا دا د کوم شرعی فتوی پر مبنا اسلامی ګڼل کیږی.

دوم . دکومو اسلامی نصوصو پربنا دوی دپردیو په خلاف مقاومت ګناه او دمجازات وړ بولی او بی ایته او بی حدیثه فتوی صادروی چی هر څوک چی د ۴۹ متجاوزو قاتلو یرغلګرو په خلاف قیام او جهاد کوی د اسلام له دایری خارج دی. نو دا د کابل د اداری عسکر چی پخپل ابتکاریی امریکایان او نور ووژل دا د کابل د اداری په سیکولر جمهوری اسلام کی ایا مسلمانان نه دی چی لس کاله زندان تیروی دا خویی خپل سرتیری وو . مسلمان عسکر چی د کافر یرغلګر قاتل دی اعدامول په کوم کتاب کی دی. دا فقط دجنایتکارانو په کودکس کی کومه ماده ده.

دریم. شرعی حدود حدود الله دوی چیری او په کوم مورد یا قضیه کی قایم کړی دی. چا اوریدلی چی کوم قاتل د شرعی محکمی په حکم مطابق داسلامی قصاص په بنا او یا کوم غل د غلا په ګناه د اسلامی حدودو پر بنیاد د لاس د پری کولو په سزا محکوم شوی وی.یا دا چی کوم زانی د زنا په جرم اول محاکمه بیا محکوم بیا علنی د عبرت له پاره مجازات شوی وې . نشته داسی یو ثبوت . ته به وایی چی په یو سالم اخلاقی هیواد کی چی هیڅ جرم په کی نه شته ژ وند کوو.

څلورم. دجزا قانون کی ټول هغه مواد چی د حدود الله د تطبیق پوری مربوط دی لکه قتل غلا زنا همجنس بازی ارتداد او الحاد په داسی توګه تشریح تفسیر او تدوین شوی چی حدود الله ته صدمه رسوی یعنی هغه چی متضرر دی د هغه له حق نه د ظالم په ګټه سخاوت شوی او مجازات ته د غربی لیبرال جزایی کودکس مطابق تخفیفی بڼه ورکول شوی ده. یعنی له شرعیت سره تړاو نه لګوی. ددوی په تعبیر هغه انسان دوستانه کوی .

پنځم. همدارنګه غربی قانون د کورنی په هکله زمونږ پر دینی سنتونو او مثبتو او اخلاقی دود او دستور او تهذیب تپل شوی دی. کورنی زمونږ په ثقافت کی اولینی ټولنیز بنسټ دی چی د هغه پر بنیاد عایله او عشیره او قبیله او بیا قوم او ملت جوړیږی. خو دغه غربی لیبرال تحمیل شوی او له محیط او ارزښتونو سره په ټکر کی حقوقی نظام زمونږ دغه بنیادی ټولنیز نظام او اخلاقی اساسات کاملا له مینځه وړی. د دغه لغو او هرجل قانون تطبیق چه نن سبا غربیان یی په فغان رسولی په افغانستان کی په لس ها زره کورنی تباه کړی دی او د هغی پایلی به حتی یو کامله دوره تباهی راولی تر څو چی حقیقی اسلامی احکام پلی شی. غرب کی کورنی پيوندونه ددغه قانون په رواجولو بیخی شکولی دی او اصلا دکورنی تعلقاتو ځای سرسری او موقتی انډیوالی نیولی او پر مادی منفعتو نو استواره ملګرتیا ته ترجیع ورکول کیږی. دغه شان یو تهذیب زمونږقوم بربادوی .

شپږم. لکه چی پاس وویل شول هاغه مدنی قانون چی دلته پلی کیږی له اساسی قانون نه ناشی کیږی او زمونږ باورونه ارزښتونه دینی احکام او اخلاقی دساتېر او ارزښتونه اصلا له هغه ازادی سره چی د مدنی حقوقو په نامه دلته ورکول کیږی سمون او هم غږی نه لری .نو ځکه دومره زیاد مدنی کشمکش او نارامی په سترګو کیږی. اعتراض اصلا د اسلام یو اصل دی خو هغه باید د قناعت تر سرحده بیان او اظهار شی خو کله چی تفاهم وشی نو بیا په هره بهانه دعوی او سرکشی او بغاوت کول چی حق می ده سم کار نه دی. اصلی خبره پر هغه معقول او متوازن انډول او تناسب دی چی باید د حقوقو اومسولیتونو او وظایفو تر مینځ جوړ او اجرا شی . دا فقط په اسلامی حاکمیت کی ممکنه ده نه په دغه مدنی ګډوډی کی.

اوم. دمیرمنو حقوق . دا هغه نیمګړی او ژوبله برخه ده چی زمونږ په هیواد کی ډیری قدیمی جاهلانه ریښی لری .دا جمهوریت چی د بشر او دښځو د حقوقو د تنظیم اوتحکیم له پاره پر افغانانو په زور ومنل شه نن ورځ په دغو دوو برخو کی له ډیرو وروسته پاتی هیوادو سره پرتله کیږی. دا اداره ددی پر ځای چی د ولور عنعنه ,دښځو په بدیو کی ورکول ,کونډو باندی جبری واده کول د خاوند په کورنی کی, دمیرمنو د میراث حق خوړل , او نجونی بی له رضایت ودول, لغو کړی او ددغو مېرمنو حق ورکړی د خپلو نظامی او اداری مامورینو دلورانو او ښځؤ له پاره یی د مشترک تحصیل او دکنسرت او موسیقی او نڅا او مظاهره او موټر وانی حقوق قانونی کړل .داده ددوی لاس ته راوړنه.

اتم. ټول هیواد کی فقط دحرام او فساد پوره ازادی شته خو د حلال کار وبار اوتجارت اصلا امکان نه شته. که چا په یوی کراچی پیاز بار کړی وی او بازار کی یی خرڅوی تر څو د ښاروالی مامور او پولیس ته یی حق نه یی ورکړی د پلورلو اجازه نه لری. بس رشوت باندی کار شروع او یقینا دی هم یا په وزن کی خیانت کوی یا ګران یی پلوری. دلته د مسلمانی اثر نه شته. ربح او سود او پيسی په کرایه ورکول بیخی خاص رواج لری دولت اسلامی دی او بانکونه یی هم په سود قرضه ورکوی او خلک هم همدا کار کوی .مشکل نه شته . څوک مضاربت او حلال تجارت نه پیژنی.

دا هم د نتیجی په عوض.

نور هم شته داسی اسلامی ضد قواعد چی دا نظام ته غیر اسلامی شهرت ورکوی خو ددی لیکنی له حوصلی وتلی ده.

دا دوه مخی اداره ادعا کوی چی په اساسی قانون کی هيڅ داسی ماده نه شته چی د اسلام په خلاف وی . نه پوهیږم چی دوی ناپوه دی یا دا چی پر خلکو یی د نادانه ګمان کړی دی. شاید ډیر داسی قواعد وی چی د اسلام په خلاف نه وی خو داسلام په خوا او طرف هم نه دی . نو دا ضرور نه ده چی یو قانون دی د اسلام په خلاف نه وی هغه قانون ومنل شی بلکه باید زمونږ په هیواد کی اصلی جنجال او دا ټول کشمکش په دی ۴۵ کلونو کی په همدی دی چی قانون ولی پر اسلامی احکامو نه دی قایم او استوار او ولی په قانون کی داسی احکام او قواعد نه دی درج او تدوین شوی چی اسلام ټینګ او ایمان محکم شی . نتیجه دا چی دا قانون او دهغه له رویه دا جوړ شوی نظام د اسلام په خلاف نه دی او د اسلام په ګټه هم نه دی بیطرفه دی؟؟؟ برعکس هماغسی چی پاس اشاره وشوه دا نظام له اسلام سره اصلا ضد واقع شوی او باید بنیادی بدل شی. دا وطن الله دداسی یو ازمایښت په درشل کی واقع کړی چی دو انتخابه لری : یا به اسلامی نظام انتخابوی او د بقا لپاره به تضمین او حکم په لاس لری او استقلال به یی هم خوندی وی او یا به په همدغه لیار روانیږی چی روان دی : راتلونکی کی به له استقلال نه محروم پاتی کیږی د تجزیه امکان بیخی لوړ دی ملوک الطوایفی زور واکی سوټه سالاری هم ورسره ده او د وینو ویالی به روانی وی او ډیر کوچنی هیواد لکه تاجکستان به هم دلته خپل جنګیالی لری چی په ګټه یی وجنګیږی.

افغانانو ! طالبان د هیواد د بقا او داستقلال او دارضی تمامیت او ملی حاکمیت له پاره ستاسو اخری برخلیک دی که دوی له صحنی خدای مه کړه لیری شول نو الله به تاسی د ناشکره امت په څير له لویی تباهی سره مخامخ کړی.

ربنا لا تزغ قلوبنا بعد اذ هدیتنا . امین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x