نظــر

وایی “امریکایان وځی!؟ جګړه د څه له پاره!؟”

عبدالغفار سربڼ

یو نظر می په دقت د شیخ عبد الحکیم صاحب په دوحه کی د طالبانو د مذاکراتی پلاوی مشر څر ګندونو ته لا متوجه وو چی د تفاهم او اعتماد دجوړولو له پاره یی تاکید پر دی وو چی دڅلویښت کلنی غمیزی دلایلو او عللو ته باید ځیر شو تر څو د ناخوالو له تکرار نه مخ نیوی وشی .د دی له پاره چی دوهم ځل بیا له یوی سوړی نه د مار له خوا ونه چیچل شو , لازمه ده چی هغه وسوسی او پيښي چی مونږ افغانان یی له یو بل نه لیری او سره مخالف کړی وو وڅیړو او په دی سره جمع شو چی د ناخوالو د حل او فصل له پاره غیر افغانی ادرسونو ته مخه ونه کړو . فقط که خبری هم کوو بی له حریصو بهرنیانو به یی کوو او که جنګیږو هم د هغوی له کاذبی مرستی او درواعجنی انډیوالی پرته به جنګیږو . دا د نیمی لار یاران دی زمونږ یو بل سره ګذاره ده .او هم دا تجربه کافی وه . بیا می غوږونه د ارګ او شریکانو په چیغو کاڼه شول چی ویل یی امریکایان خو او س وځی نو دا جګړه د څه په خاطر ده او دا جنګ اوس جواز نه لری ځکه دواړه خواوی افغانان او ګویا مسلمانان دی یا دا چی اول شرط دادی چی اوربند وشی بیا دا لاسته راوړنی او جمهوریت باید له لاسه ونوځي بیا د میرمنو او نور مدنی حقوق باېد چی وساتل شی او نور .ددی ټولو تضمین باید چی طالبان وکړی. حیران شوم چی که په څلویښت کلنی جګړی او د هغه په علت ونه غږیدل شی نو د دی مصیبت څخه به څرنګه دا ولس خلاص شی؟

خیر همدی چرت کی وم چی په د یو بل ښاغلی لیکنه می ولوستله چی ویل یی په علت مه غږیږې خو په جنګ او کړاونو یی وغږیږی. زما دا خواهش ده چی دا زبر دست لیکوال چی نه پوهیږم څه وقت له خوبه بیدار شوی ددغو مرکچیانو مینځ کی کښینوی او ورته ووایی چی بس وغږیږی په کړاونونو خو که د جنګ په علت دی یوه خبر هم وکړه بس سزا درکول کیږی .د قطر له دولت نه هم خواهش کوم چی که دی په دی بریالی شه چی په جګړی خبری وکړی خو د هغو د دلایلو او انګیزو دبیان نه ډډه وکړی نو دی د نوبل دسولی جایزی ته کاندید کړی. خلک په یوه مزمنه دوامداره جګړه کی چی په هغه کی کم له کمه ۵۵ ستر هیوادونه دخیل او شریک دی ښکیل دی او دا اغا دا دعوا لری چی پر عللو خبری مونږ سره لیری کوی. دا خو بیا هماغه متل دی چی وایی لوټه کښیږده او له اوبو تیر شه. افغانان که په دی خبری سره توافق او میثاق ته ونه رسیږی چی د داخلی اختلافاتو له پاره دی بهرنی لیری نیږدی دولتونه د مداخلی له پاره نه پاروی او هغوی دی اشغال ته نه را بولی . ځان نه دی د ټول افغان ملت ټیکه ډار نه جوړوی چی ادعا وکړی چی د افغانستان د خلکو په بلنه د همسایګانو د مداخلی په خلاف د روسیی او یا ناتو قوتونه را بلل کیږی او بیا ددی له پاره چی خپل قومی یا قبیلوی او یا مذهبی او یا سیاسی حریف له صحنی ورک کړی دی قوتونو ته مزدوری شروع کړی صرف ددی له پاره چی په قدرت کی پاتی شی. دا خبره باید په یوه میثاق کی د حلف په توګه درج او ثبت شې او هرچا چی بیا دا کوشش وکړ د غدار او خاین په توګه لکه هر بل هیواد کی په اشد مجازات محکوم شی. دا تجربه ناکامه عمل دی ځکه شاه شجاع د قدرت له پاره د ورونو او د بارکزیو په خلاف دا کار وکړ انجام یی څرګند دی. تاریخ ډک دی له دی چلبازیو. دسقاو زوی ,تره کی ,امین ببرک ,ربانی -مسعود بیا دا ننی اداره په همدغه فهرست کی درج دی .که دا اجماع په یوه میثاق کی ضبط نه شی چی ټول داخلی اختلافات باید په افغانی او اسلامی اخوت او انډېوالی حل او فصل شی او د بهرنیانو نفوذ او مداخله قطعا لیری وساتل شی لکه دا اوس چی دننه په دی ناسته کی افغانان پخپله بی له بهرنیانو سره د توافق له پاره جمع شوی دی ,بیا به هماغه درامی او ذات البینی بی اعتباری په تکرار راشی . هغه افغانان چی دا سوال کوی چی ولی اوس جګړه دوام لری دوی ته زما دا لاندی یادونی شاید یو څه روښانی ورولی تر څو له تیاری ووځی.

اول. لاتر اوسه د ناتو او شریکانو او امریکا عسکر له وطن نه بشپړ نه دی وتلی یعنی اشغال عملا نه دی ختم .هم د کابل اداره او هم ناتو اوهم ددوی پخوانی اواوسنی دالر خواره دا تهدید کوی چی ددوی وتل مشروط دی او که طالبان ګوډبای ښه هلکان شې نو دوی به ووځئ که نه د پاتی کیدو احتمال یی هم شته.

دوم. هغه تړونونه چی کابل اداری له ناتو امریکا هندوستان ایران او پاکستان سره لاسلیک ګړی ټول د افغانستان خپلواکی او ارضی تمامیت ته تهدید دی. ځکه همه او همه پر یک جانبه او د افغانستان پر مجبوریتونو استوار قرار دادونه دی .دا باید لغو شی. دغه ټول پيمانونه د دوی د مداخلی خطر افغانستان کی جایز اوجاری ساتی. کله چی مداخله روانه وی نو دجګړی خطر هم شتون لری.

دریم. همدا نن امریکا د کابل اداری فوج ته څلور جنګی الوتکی ورکړی .ناتو او امریکی تر اوسه د کابل له بیواکه نظام نه د حمایت او تمویل او تجهیز سلسله جاری ساتلی ده او په نظامی او سیاسی او مالی برخه کی یوازینی مرستندویان دی . اصلی خبره داده چی اوس امریکا د کابل اداره د افغانستان له خلکو سره جنګول غواړی او د ضرورت په صورت کی بیا دوی هوایی بمبارد او حمایت تر سره کوی. زما هیله داده چی په کابل اداری کی داسی یو معقوله او سالمه هسته لا شتون ولری چی ځان د بیوفا امرانو له مزدوری نه خلاص کړی.

څلورم. ارګ د یوی کودتا او دوی نورو ګودتاګانو په نتیجه کی ۴۴ کاله مخ کی ونیول شو او ملی حاکمیت د غاصبو غدارو منصبدارانو له خوا چی د وفا حلف یی یاد کړی وی غصب شه .او بیا وروسته د همدوی له خوا وژل او بندی کول شروع شولی د مشر او کورنی نه یی پیل او تر همدا نن چی دا ټکی لیکم دوام لری. په دی لسېزو کی ډیری بد عهدی او د قرار دادونو نه سرغړونی ثبت شوی. نو که جنګ دوام لری ددی له پاره چی وطن ته غیر متعهد او دین ته خاین ټولګی په قدرت کی دی . په دوی څه اعتبار دوی په فوج کی بر لاسی لری او د کودتا په فن کی ماهر اومسلکی دی .شاید د ننی مشرتابه په خلاف هم کیدلی شی کودتا وکړی. مقصد دا چی ترهغو چی یو محکم پیمان ته لاس رسی نه وی جګړه غوښتونکی کړی په مزدوری اداری کی تل د قدرت له پاره خیانت ته تیار دی ځکه دا جګړه لا دوام لری.
روسانو پرون او ناتو نن داسی یوه اداره جوړه کړی ده چی لکه چونجی که سر یی ووهی تنه یی ژوندی ده او خولی لګوی او که تنه او لکی یی ووهی بیا سر یی خامخا خولی لګوی . نجیب له دنیا سره د واک د تسلیمولو هوډ وکړ خو فوج او ګوند یی په شراکت کودتا وکړه او قوم پرستو سره یی حاکمیت تقسیم کړ. اوس دا تضمین ښاغلی … خلکو ته ورکولای شی چی اتمر خالد عبدالله دوستم او یا د مسعود ورونه کودتا ونکړی سره له دی چی ستانکزی قطر کی له طالبانو سره په توافق ورسیږی . دا خو هر یو د کودتا مهندسان او ښکرور او زورور او د تیزو غاښونو چیښتنان دی او نیږدی او لیری بهرنیانو ته هم د خدمت او د مزدوری مسلکی تجربه لری. که هغه حال په مظلو ملت راولی کوم چی ددوی د ملوک الطوایفی حاکمیت وقت کی یی راوستلی وو نو څوک به دی ولس خواکی ودریږی بی له طالبانو.

پنځم. دا کسان چی دا سوال کوی چی ولی امریکا سره جګړه ختمه شوه او له افغانانو سره لا دوام لری ؟ چا ویلی چی امریکایانو سره جګړه ختمه ده . او جګړه له هغو سره په بل ډول او بل ډګر کی دوام لری. دوی دی دا فرق د بادار او مزدور په دی جګړی کی بیان کړی . بادار یی ناتو غوښتل افغانستان سیکیولر کړی اسلام اومسلمانان لکه نور اسلامی هیوادونه په جمهوریت وغولوی او عقیم یی کړی . او س غواړی د پيسو او اسلحی په زور دا کار د کابل د فوج او د اداری په مټ پر مخ بوزی. که ممکنه شی!؟ زه فرق نه وینم نو جنګ به څرنګه دریږی چی ټول جنګی او اداری ماشین هماغسی څرخیږی لکه چی د امریکا د عسکر او عمله اوفعله دلته له دری سوه زرو نه هم زیاده وه.

شپږم. ایا د خلکو له حال نه دا د اوربند مینان خبر دی .هره ورځ بمبارد او وژنی. ناتو دلته غله زانیان هیروینی چرسی او جنایتکاران اومجرمین روزلی دی . دایی قصدی لکه لیونی سپی دملکی خلکو په ځان روزلی تر څو دوی د ډار او ویری حالت کی هماغه وکړی او ومنی چی ناتو اومزدور ه اداره یی غواړی . که تیارسی او جګړه ایز احضارات ودرول شی د طالبانو له خوا دوه رقمه غله د خلکو پر مال او ناموس او ځان هجوم وروړی : وږی غله او وږی فوج (خاصی قطعی په دی ګی نه راځی ). نو له خلکو به څوک دفاع کوی.

اوم. د ناتو د اشغال په دوران کی پاتک ستالاری قومی ملیشی اربکی ګلیم جم او دوستم او شمشیر او حتی جنایتکاران کافی مسلح او تجهیز شوی دی. ددوی غاښونه ډیر تیره او تیز دی نو که طالبان غفلت وکړی او د سولی او د ارګ د چوکی په هوس او امید خپل امادګی او سمبال تیا سسته او بیخی ودروی نو د حزب اسلامی حکمتیار په سرنوشت به اخته شی. سوله سوله ویل باندی سوله نه راځی باید ورته قربانی ورکړل شی لکه چی په حلوا ویلو خوله نه شیرینېږی.

اتم. په کابل کی میشت مامورین او نظامیان او کارکونکی او لیکوالان او د میدیا چلونکی خا مخا د راتلونکی حالت نه پس له بهرنی عسکری انسحاب نه تشویش لری او دا چی کار روزګار یی دریږی او رزق به معلق او معطل وی . ټول هیواد ته الله کم یا زیاد روزی په دی شلو کلونو کی رسولی ده

دوی به هم د الله له لوی دسترخوان نه بی برخی پاتی نه شې. نو ځکه دوی دی په دی دلیل پر دی اداری خواخوږی ورسره نه کوی. بلکه پر دوی واجبه ده چی اوس کابل کی مسولین مجبوره کړی چی پس له لسیزو له لجاجت او سر تنبګی نه لاس واخلی او لیاره یوه اسلامی اداری ته خلاصه کړی ځکه دوی خو دا کفایت نه درلود چی د درست جهان له مرستی او مشورو سره سره دا هیواد اداره کړی. نو اوس باید ځای خالی کړی اسلامی اداری ته. چی هالته به داوربند له پاره د اعتماد او باور فضا برابره شی .

ان شا الله العزېز .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

ټول مفسد حکومت اوکفارهمدغه یوه خبره کوی چه اوربند دی وسی دوی دی عبوری صالح حکومت چه دملت خوښ وی په قطرکی وټاکی اوجنایت کاره حکومت دی قدرت ورتسلیم کی پرعبوری حکومت دی دطالبانوله طرفه اسلامی ګارډودریږی بیا دی اوربند وسی ،که دغه جیایت کاره حکومت وی بیا دا ۴۰کاله جنګ دڅشی دپاره وسو کفار غواړی چه مسلمانان بیعقله جوړکی ،بیادی په ټولوولایتوکی دی دهغوولایتوپه خوښه صالح اوغیرمجرمی شوراګانی جوړی سی اوترهغوشوراګانوترهدایت لاندی دی صالح اومسلمان نماینده ګان انتخابات وکی خودپرستو اودنیاپرستوته باید دانتخاب موقع ورنکړله سی چه بیاخرڅول اورانیول په انتخاباتوکی شروع سی حقیقی اووطن فرسته محروم پاته سی.په… نور لوستل »

جمیل

دا جګړه یوازی د امریکایانو د ایستلو او شړلو لپاره نده ، دا د فساد پر ضد جګړه هم ده ، خو په اصل کی د یو سوچه اسلامی نظام د پلی کولو لپاره جګړه ده .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x