افغانستان

هلمند: طالبانو په ګرشک کې اووه پوستې نیولې دي

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالي کې د افغان امنیتي ځواکونو اووه پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې پر دې پوستو له څو ورځو راهیسې پرلپسې جګړه روانه وه، چې بېګاه شپه د طالبانو تر واک لاندې راغلې دي، او سهار يې پرې سپین بیرغونه لیدلي دي.
د ګرشک ولسوالي د حاجي نوراکا او حاجي سلام اکا په کلیو کې دغه اووه پوستې موجودې وي، چې د طالبانو له قوله دوی ته يې له منځه وړل خورا مهم و.
رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې طالبانو ويلي دي، چې د دوی د پرلپسې بریدونه له امله په دې پوستو کې مېشت عسکر او اربکیان بېګاه شپه په تېښته بريالي شوي دي او د دوی له قوله چې د فعالیت لپاره يې ساحه نوره هم پراخه شوه.
بل پلو دولتي مسوولین ادعا کوي چې دوی د هلمند په خانشین ولسوالي کې ګڼ شمېر طالبانو ته تلفات اړولي دي او دوولس کړۍ ماینونه يې شنډ کړي دي.
طالبان وايي، چې دولت په دغسې تبلیغاتو خپلې نیمګړتیاوې پټوي، او هڅه کوي ذهنیتونه په بل لوري کړي. د طالبانو ویاند  قاري محمد یوسف احمدي وايي چې دوی په خانشین کې د پولیسو رنجرې له منځه وړي او تر لسو ډېر پولیس يې پکې وژلي دي.
یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې د هلمند په بېلابېلو ولسواليو کې د طالبانو بې نمونې وړاندې تګ دولتي مسوولین ډېر اندېښمن کړي دي، د نظامي چارو ماهرين وايي، چې دولت تل غواړي د طالبانو د قوي سرتېرو بریدونو یاهم ژر پرمختګ ګوته بهرنیو استخباراتي کړیو ته ونیسي، د دوی له قوله که جګړه په هرتکتیک روانه ده، خو پایلې داښيې چې طالبان وړاندې ځي او دولتي مسوولین يې په وړاندې بې وسه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x