نظــر

که سوله غواړئ، ناصالح وتړئ!

زخمي افغان

نن د سبتمبر ۲۱ مه وه، ملګري ملتونه دا ورځ د سولې نړیواله ورځ بولي. دا چې هلته په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو پروسه پيل شوې او د سولې بحث تود دی، ارګ هم د دې ورځې د لمانځلو هوس کړی و او په ارګ کې یې د سولې د نړیوالې ورځې په بهانه مجلس راغوښتی و.

ارګ چې په تیر یوه کال کې یې د سولې د پروسې په وړاندې ټول بهانې او دسیسې له شکست سره مخامخ شوي، تر دې چې د مذاکراتو د پیش شرط په حیث پنځه زره بندیان هم ډونالډ ټرمپ د سوټي په زور ورباندې آزاد کړل، نن یې اګر که د ارګ مجلس ته د سولې عنوان ورکړی و خو د مجلس پر مهال د ارګ واکمن ونه توانیدل چې خپل جنګ غوښتونکی او شریر خاصیت پټ کړي. د اشرف غني مرستیال امر الله صالح چې د سولې په موضوع خبرو ته غوښتل شوی و په نیمایي کې ترې پښه اتڼ شوه او د تل په شان یې د جنګ، ګواښونو، پيغورونو او باټو سرینده پیل کړه.

امرالله صالح طالبان په دې ملامت کړل چې په خپل وخت کې یې له خلکو عشرونه په زور ټولول، په خلکو یې لمونځونه کول، بتان یې مات کړل او داسې نور…

نوموړي ته به ووایو ته چې ځان د ارګ واکمن او ستا په خبره د افغانستان د دولت ممثل ګڼې او بیا د سولې له سټیجه د جنګ توپونه ولې. نو چې دومره غیرتي او په جنګ غښتلی یې بد دې کول چې دا یوه لسیزه دې د سولې او اوربند کچکول غاړ ې ته اچولی، در په در په طالب پسې ګرځې. د سولې زارۍ، خواستونه او منتونه کوې. کله د پاکستان په پښو کې پروت یې، کله د سعودي ملایانو ته زارۍ جیګۍ کوې. کله ژاړې، کله ننواتې کوې او کله د سولې فضائل بیانوې. تر څو که طالب درسره سوله وکړي او جګړه پای ته ورسیږي.

نو ته چې دومره غیرتي او د جنګ میړه یې چې حتی د سولې په ورځ د سولې له سټیجه هم د جنګ نغاره ډنګولی شې، خو ټینګ شه او د جنګ په میدان کې خپل نرتوب ثابت کړه. بیا نو د سولې شوری او جرګو ته څه ضرورت دی، چې دا پنځلس کاله یې تسلسل نه شلیږي.

که خبره د پیغورونو شي. نو طالب به ستا په خبره په خلکو لمونځ او زکات په زور کړي وي چې دواړه عبادات دي. ستا او د مسعود لنډغرو خو د کابل په افشارو کې له زرګونو پتمنو ښځو سره په زور زناګانې وکړې.

ستا د زبرزناوو له ډاره خو د کابل پیغلو له اتم پوړ نه ځانونه وغورځول. طالب به د عشر په نوم له ولس نه لسمه برخه غنم ټول کړي وي. ستا لنډغرو خو دوه ځله کابل چور او تالان کړ. یو ځل مو د میزان په شپږمه له کابله د تيښتې په وخت د سرای شهزاده په شمول د کابل ټوله شتمني لوټ تالان او د پنجشیر په سوړو دننه کړه او بل ځل مو د طالبانو له شاتګ وروسته چې څه پاته وو لوټ او تالان کړل.

د کابل په شیرپور، خیرخانه، شمالي او بیا د پنجشیر تر لر سر پورې ستا د لنډغرو قصرونه ته وا د دوی د پلرني میراث له پيسو جوړ شوي او یا یې د لاسونو د تڼاکو محصول دی؟ همدا قصرونه مو د ملي شتمنیو او بیت المال د لوټماري نغد شواهد دي چې درست ملت یې د سر په سترګو ویني.

عجیبه ده چې ستا غوندې د سي آی اې د ټیټې درجې مخبر او جاسوس هم اوس د وقار او عزت خبرې کوي. له طالب سره ستا نغده پرتله دا ده چې ته د امریکایي جاسوس ګري شرون ترجمان او نفر خدمت وې او طالب هغه څوک دی چې د امریکا تر ټولو مغرور ولسمشر ټرمپ یې هم عظمت ته سلامي دی. د جنګ په میدان کې یې مضبوط او د خبرو په میز یې هوښیار ګڼي.

که راشو مطلب ته، نو د ناصالح په شان د ارګ د ځینو جنګ غوښتونکو دغه وړ اظهارات د تشویش وړ نه بلکې خطرناک دي. داسې معلومیږي چې دا خلک د افغانستان د ابدي دښمنانو لخوا پیچکاري کیږي. تر څو په دې حساس وخت کې دغسې اظهارات وکړي او د سولې رامنځته شوی فرصت تخریب کړي. ټول هغه اړخونه چې په سوله باور لري باید امرالله صالح خوله وروتړي. په دې کې ډیر مسؤلیت هغو ته متوجه دی چې د امرالله صالح او اشرف غني په مشرۍ حکومت د افغانستان د نظام په حیث پیژني او د سولې شعارونه هم بدرګه کوي. که دوی امرالله صالح ونه تړي نو معلومه خبره ده چې ورسره همفکره دي او بیا به یې د سولې د تخریب مسؤلیت په غاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اختر محمد

ناصالح یو جنایت کار دی دادتلویزون دغره چریک وه چه دشوراینظار دقوماندانانوجنسی تنده به ی ماتوله دی جاسوس زیات بی کناه جلګ دطالب په نوم ووژل اویاهم امریکا ته ور حواله کړل دا جاین بای په دار وزړول شی انشا الله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x