افغانستانسولې اړوند خبرونه

سعودي په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو څخه ملاتړ اعلان کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱ وږي، ۱۳۹۹ل): د سعودي د بهرنیو چارو وزارت څخه په یوې لنډې خبرپاڼه کې ویل شوي چې سعودي د بین الافغاني مذاکراتو وروستی جریانات له نیژدو تعقیب کړل او له دغې پروسې څخه خپل پوره ملاتړ اعلانوي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت پر ټویټر په لنډ پيغام کې ویل شوي:

د سعودي حکومت د افغانستان د حکومت او طالبانو د تحریک تر منځ د سولې وروستی ناسته تعقیب کړه او د سولې د دغې پروسې ملاتړ کوي.

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: د سعودي حکومت د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې د سولې، امنیت او په افغانستان کې د جګړې مخه نیسي. او سعودي مخکې اوس هم د افغانستان او افغان ولس تر څنګ ولاړ دی تر څو یې ټول امیدونه پوره شي.

د سعودي له لوري په قطر کې د روان بین الافغاني مذاکراتو د پروسې څخه ملاتړ یو ښه ګام بلل کیږي، ځکه ویره لیدل کیده چې د سعودي او قطر تر منځ خپل منځي مشکلات به پر بین الافغاني مذاکراتو منفي اثر واچوي خو دا چي سعودي د دغې پروسې څخه ملاتړ اعلان وکړ، دغه ویره نسبتا را کمه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x