افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: د «کابل ادارې» د مرستیالانو وروستۍ څرګندونې د «سولې ضد پلان» برخه دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ تله، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د طالبانو  او افغان جهتونو د مذاکراتي ټيمونو تر منځ بین الافغاني مذاکرات پیل شوي؛ طالبان د کابل حکومت د مشر «اشرف غني» د دوو مرستیالانو «امرالله صالح او سرور دانش» وروستیو څرګندونو توند غبرګون ته هڅولي او د هغوی څرګندونې یې «پروپاګند او د سولې ضد پلان برخه» بللي.

تېرو دوو ورځو کې امرالله صالح په کابل او بامیانو کې د خپلو ویناوو په مهال طالبان «بې سواده» او یوه «وړه ډله» وبلل، د هغوی د حاکمیت په مهال يې د اسلامي احکامو د تطبیق په څرنګوالي توندې نیوکې وکړې او هغوی یې تورن کړل چې د خپلې واکمنۍ په مهال يې د افغانستان حیثیت ټيټ کړی او دده د کورنۍ په غړو یې څو ځله جبري لمونځونه کړي.

د نوموړې تر څنګ سرور دانش هم طالبانو ته توصیه وکړه، چې ملي یووالي ته دې زیان نه رسوي او په خبره يې د مذاکراتو په مېز دې «حنفي فقه» د پرېکړو معیار نه ګرځوي.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « په تیرو نیږدې دریو ورځو کې د کابل ادارې دوه مرستیالان د سولې ضد د کوم خاص پلان له مخې په رسنيو کې را څرګنديږي او د اسلامي امارت په اړه ناسم پروپاګند او د راتلونکي اسلامي نظام په وړاندې خپله عقده ګشايي کوي.»

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي « اسلامي نظام ځانته تعریف او سیستم لري چې متأسفانه د کابل ادارې مرستیالان او نور کارکونکي يې ځکه له درک او پيژندلو څخه عاجز دي، چې له اسلامي تعلیماتو او تاریخ سره نابلده دي او پوهه په کې نه لري.»

د خبرپاڼې په بنسټ، د اسلامي حدودو پلې کول د اسلامي قانون یوه برخه دي، چې د «اسلامي امارت» په مهال په ټولنه تطبیق کېدل او هغه څوک چې یې په وړاندې درېږي «بې علمه» او له اسلام سره نابلده دي.

طالبانو ددې تر څنګ ولس ته ډاډ ورکړی چې په په اسلامي نظام کې به ټول افغانان یو د بل وروڼه وي، نظام به د خلکو ريښتونی خادم وي، هرچاته به خدای ورکړی شرعي حق رسیږي او له هیچا سره به ظلم نه کیږي.

د طالبانو له قوله، هر څوک چې د افغانانو د اسلامي نظام له داعيې سره دښمني لري « بې له دې چې ځان رسوا او نور هم ذلیله کړي» نور څه تر لاسه کولای نشي.

بشپړه اعلامیه په لاندې لینک لوستلای شئ

د کابل ادارې د مرستیالانو د غیرمسئولانو خبرو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اختر محمد

ولس ا و الله له طالبانو سره دی دا خره دی اینگاری کوی ددوی خبرو ته هیسوک غوز نه نیسی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x