افغانستان

طالبانو په نیمروز کې هغه عسکر وژلي چې د لویې لارې مسافر به یې لوټل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ تله، ۱۳۹۹ل): سیمه ییزې سرچینې او د طالبانو رسنیز مسئولین وايي، چې طالبانو د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو هغه پوسته له منځه وړې چې د لویې لارې مسافر به یې لوټل او ځورول.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه د خپاره شوي خبر له مخې دغه پوسته چې د دلارام ولسوالۍ اړوند ترافیکو غونډۍ پوستې په نوم مشهوره وه، کندهار ته پر غځېدلي سړک به یې مسافر لوټل او ځورول، چې وړمه شپه د طالبانو لخوا ورباندې عملیات ترسره شوي.

په خبر کې ویل شوي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې یاده پوسته په بشپړه توګه له وسلو او مهماتو سره یوځای د طالبانو لاسونو ته لویدلې او د نښتې پرمهال ۸ تنه دولتي عسکر وژل شوي دي:

«تیره شپه دنیمروزدلارام ولسوالۍ اړوندکندهار ته پرغځیدلي سړک دترافیکو دغونډۍ پوسته چي عسکر به یې دلویې لارې مسافر لوټ کول او دسیمې د خلکو د ازار او اذیت سبب وه دمجاهدینو له لوري فتحه شوه چي۸ تنه داردو عسکر پکې ووژل شول یوه شوبله او ۸ میله درنې وسلې دمجاهدینو لاس ته ورغلې»

طالبان په داسې مهال د نمیروز ـ کندهار پر لویې لارې د مسافرو شوکوونکې پوسته له منځه وړي چې تیره ورځ هم د زابل ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې د لویې لارې پولیسو لسګونه مسافر لوټلي او ځورولي وو.

طالبانوڅلور کاله وړاندې د هرات ـ کندهار لویې لارې د امنیت خوندي ساتلو په موخه یوه منظمه وسله واله قطعه په کار ګومارلې، چې هر وخت پر دغې لارې ګزمې کوي او وخت ناوخته د لویې لارې د امنیت تخریبوونکو غلو او دولتي عسکرو پرضد عملیات ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x