افغانستان

د کرزي له لوري د مسعود او احمدشاه  ابدالي پرتلې توند غبرګونونه راپارولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ تله، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د کابل حکومت پخواني مشر «حامد کرزي» د اوسني افغانستان بنسټګر «احمد شاه ابدالي» او د کورنیو جګړو یو قوماندان «احمد شاه مسعود» سره یو شان وبلل او  ابدالي تر څنګ یې د مسعود ستاینه هم وکړه؛ په ټولنیزو رسنیو باندې توند غبرګونونه راوپارېدل او له مسعود سره د احمدشاه بابا پرتله د افغانانو یو ملي مشر ته سپکاوی وبلل شو.

کرزي تېره ورځ پر خپله فسبوک پاڼه د احمدشاه ابدالي او مسعود له انځورونو سره د «خلیل الله خلیلي» هغه بیت ولیکه چې پکې «احمد شاه ابدالي» او «احمد شاه مسعود» د فتح بیرغ په لوړلو کې یو شان بلل شوي وو.

تر یادې لیکنې لاندې د ټولنیزو رسنیو زرګونو افغان کاروونکو توند غبرګون ښودلی او د یوه «ملي مشر» او «جګړه مار» پرتله یې غیر مناسبه بللې.

د کرزي پر لیکنه باندې تر دې دمه څه کم اته زره شاوخوا کسانو تبصرې کړې چې زیاتره یې توندې دي او کرزی پکې غندل شوی.

د عبدالبصیر سباوون په نوم یو تن لیکلي « اریخ د مداریانو ننداره نه ده چې هر وخت بیل بیل رنګ خپل کړي، تاریخي واقعیتونه به په خپل ځای وي، که د حالاتو جبر هر څومره منګلولې ښخې کړی، تور تور او هیڅکله به سپين نه شي د امپراطور او د یو قومندان پرتله د وړند قضات پایله ده.»

د مصطفی کاکړ په نوم بل تن لیکي « احمدشاه مسعود خو د پنجاب، ايران، سعودي او امریکي جاسوسي کړي ده او له هغوي يې ډالرز، کالداري، ريال، تمن اخيستې دي، عکسونه او ثبوتونه يې د تاريخ په کتابونو کې محفوظ دي او دا کار حامدکرزي هم کړي دي.»

مطیع الله شهاب بیا کرزي ته په خپله ورکړې رایه پښېماني ښودلې او کرزی يې «شرمېدلی» یاد کړی « احمدشاه مسعود خو د پنجاب، ايران، سعودي او امریکي جاسوسي کړي ده او له هغوي يې ډالرز، کالداري، ريال، تمن اخيستې دي، عکسونه او ثبوتونه يې د تاريخ په کتابونو کې محفوظ دي او دا کار حامدکرزي هم کړي دي.»

سمیع الله سیال بیا احمد شاه بابا بیا د نرتوب، شجاعت او صداقت نمونه بللی او له مسعود سره د نوموړي پرتله یې د کرزي شخصي «چاپلوسي» بللې « دومره چاپلوسي هم خوند نکوي،يو ستر امپراتور احمد شاه بابا رح دی، چې د نرتوب، صداقت، شجاعت او مېړانې نوم يې نړۍ کې ثبت دی. بل هغه يې يو تنظيمي قومندان دی چې کورنۍ جګړې کړي دي، تجهزات يې تخريب او عامه تاسيسات يې ويجاړ کړي دي.»

محب الله حبیبي بیا لیکلي « شرم وکړه چی دیولوی امپراطور سره د کورنیو جګړو جګړه مار پرتله کوی احمدشاه بابا افغانستان جوړ کړ سرخدات یی وټاکل هیواد ته شته تهدیات یی لمنځه یوړل او دابل فقط کابل وران کړ.»

یاده دې وي، چې د کرزي له لوري د احمدشاه مسعود او احمدشاه ابدالي پرتله داسې مهال ده، چې وړمه ورځ د اشرف غني دویم مرستیال «سرور دانش» په خپله وینا کې د احمدشاه ابدالي او میرویس نیکه په ګډون د افغانستان د تېرو دوه نیم سوه کلونو په دوران کې تېر شوي حکومتونه موروثي او استبدادي یاد کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امان

کرزی مداری یو کوڅه ‌‌‌‌‌‌ډبه سپی او باید داسی سپان واکسین شی کنه خلک به وخوری

دوکتور غروال

دا د امریکا اجنت او ډالرو غل مداری کرزای ( د ایران ډالرو کڅوړو په خاطر کرزای ) او د شرابی بوش د شرابو انډیوال ته د افغانستان تاریخ ادنا اهمیت نه درلود او نه ئي لری ، او دده خائين کرکټر دا ثابتوی چی د سقاؤ زوی احمد شاه مسعود چی د شوروی ، امریکا ، فرانسی ، انګلیس ، پاکستان او ایران جاسوس وو اودا مردود او وطن فروش کرزای دا قاتل او جاسوس اوس د افغانستان مؤسس احمدشاه بابا سره برابر ګڼي ، دا ملی خائينین باید له مینځه یووړل شی !!!!

د ټولو د کړنو څارن

کرزي ته خو سترګورو او روڼ اندو د ملي شيطان لقب ورکړی دی، نو فاستعيذوا من شر هذه الشيطان الانسي !

غوربندي

کرزی د معاصر تاریخ تر ټولو کرغیړنه څیره ده

عظیمی

تا خو جګړه مار ـ وطنفروشه د افغانانو د پت غل ـ د کابل ورانوونکی د هر هغه ملک چه د افغانستان تباهی ته یی ملا تړلی جاسوس د ستر احمد خان(شاه بابا) سره مقایسه کړی. ښه په هر صورت دا ځانته جلا خبره دی چه ته د کمه نقطه نظره ورته ګوری اوس د دی پوښتنی جواب راکه. چه ته خپل ځان د کم تاریخی شخص سره مقایسه کوی؟ مثال هلاکو جنګیز علاوالدین جهانسوز شاه شجاع کارغل……. ته هم د صلح زد یی. چه د امریکایانو سلطه ختمه سی نو ستا ځای هم نور په افغانستان کی نسته. نه… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x