ټولنیزه برخه

د مطالعی پریښودل که د ځوان نسل تباهي؟‎

منیب احمدزی

ای د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امت ځوان نسله ای د نړۍ ځوانانو تاسې څومره د غفلت په خوب ویده ئی . تاسې د صحابه کرامو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین تاریخ تاسې د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمةالله تعالی علیه تاریخ او د سلطان محمود غزنوي رحمةالله تعالی علیه تاریخ ولي شاته پريښود. ای ویده امته ! تاسې ته وایم ولي دومره کمزوري شوئ. د دي ټولو وجهه دا ده چې مونږ د ماضي څخه نا خبر او د مستقبل په اړه مو فکر نه ده کړی . اوس چې مونږ له ماضي نه ناخبر یو ددی لامل څه شی ده ؟ او چې د مستقبل په اړه مونږ فکر نه کوو ددې لامل څه شی ده ؟

د اولي پوښتي ته ځواب دا کیدلی شی چې مونږ خپله د صحابه کرامو رضي الله تعالی عنهم د تاریخ کتابونه او همدارنګه په اسلامي تاریخ کې ځلیدلي ستوري مثلاًسلطان صلاح الدین ایوبی رحمةالله تعالی علیه او همدارنګه سلطان محمود غزنوي رحمةالله تعالی علیه او احمدشاه بابا رحمة الله تعالی علیه او دا شان نورو مسلمانانو تاریخ مونږ نه ده لوستلی . مطالعه مو بالکل شاته پریښي ده . او ټول ژوند مونږ دیته وقف کړی چې ارام ژوند وکړو او څوک چې دغیرت او جذابې خبري راته کوي . هغه نه مو بد راځي . او هغه چا چې جهادونه یې کړي وطن او په دین باندې یې غیرت کړیده هغه مونږ نن اتلان نه بولو بلکه هغه مونږه ته خپل دښمن شریر خلک معرفی کړل . خو کچیرته د صحابه کرامو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین تاریخ مونږ مطالعه کړو . او همدارنګه د نورو مخورو اشخاصو تاریخ مونږه مطالعه کړو . نو د مونږه هر قسم مشکلات او شکوک به له زړه څخه ووځي.

او مونږ چې د مستقبل په اړه فکر نه کوو ددې لامل صرف او صرف دا ده چې مونږه په یوه داسې لومه جال کې راګیر یو. چې له دغه جال څخه به د مونږ خلاصون هلته راځي کله چې عزرائیل علیه السلام د مونږه مخي ته ودريږي . او هغه لومه جال مو ژوندی پاتي شي خو مونږه سترګي پټې کړو او لاړ شو. هغه جال موبایل انټرنيت فیسبوک فبجی ټیک ټاک او داسې نور …

د مونږه ځوانان که هغه عصري علوم کوي او که دیني علوم کوی . خو په دواړو ادارو کې لږ څه پابندی شته . د درس په وخت او د مطالعی په وخت کې . خو کله چې د خپلې کمبله په مخ را کش کړي بیا د دنیا سوچونه او فکرونو نه ځان بی غمه کړی . بس په ځای ددې چې ارام وکړي . نو د ارآم پر ځای په غوږونو کې ګوشکی ورکړي یا فب جی کوی او یا فیسبوک تر نیمی شپی ویښ وي بیا بی اختیار ویده شوی وی نو کوم قیمتی وخت چې الله تعالی جل جلاله انسان ته د سوچ کولو د پاره ورکړی نو هغه د مونږ ځوانان په فیسبوک او یا په فب جي تیروی نو دی به سوچ په کوم وخت کې وکړي . ای متعلمینو د عصری علومو او د دیني علومو تاسې تا دا وصیت کوم چې د خدای په لحاظ نور ددغه کاره لاس واخلئ مطالعه وکړئ ځان له ماضي خبر او د مستقبل نسل د پاره سوچ وکړئ . او هغوی ته لارښوونه وکړئ . په ائینده کې ته له ځان نه داسې شخص جوړ کړه چې ته د تاریخ په پاڼه په زرینو کرښو ولیکل شی .

والسلام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اریان

واقعي زموږ لپاره بهتر او پروونکي معلومات وو ډیره مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x