افغانستان

بلخ: د صرافانو اتحادیې د رییس د تښتول کېدو په غبرګون کې لاریون شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ تله، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت په مرکز «مزار شریف» کې د ناڅرګنده وسله والو له لوري د بلخ د صرافانو د اتحادیې د رییس «عبدالقیوم زماني» له تښتول کېدو وروسته د یاد ولایت صرافانو لاریون کړی او د راکړې ورکړې ستر بازار «کفایت مارکيټ» يې تړلی.

عبدالقیوم زماني چې د مزار شریف ښار په دریمه ناحیه کې یې هستوګنه درلوده، نن سهار پنځه بجې شاخوا داسې مهال چې د سهار د لمانځه له اداء کولو وروسته له مسجد څخه د کور په لور روان و؛ د ناڅرګنده وسله والو له لوري وتښتول شو.

د یاد ولایت صرافانو په مزار شریف کې د راکړې ورکړې ستر بازار «کفایت مارکیټ» تړلی او له حکومت غواړي، چې د زمانې په خلاصولو کې ګامونه واخلي.

ورته مهال د بلخ امنیه قومانداني د عبدالقیوم زماني د تښتول کېدو پېښه مني؛ خو په خبره یې، پولیس څېړنه کوي او د اختطاف کوونکو د نیولو په لټه کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x