افغانستان

ننګرهار: اربكيانو څلور ماشومان تر رینجر لاندې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ تله، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار ولایت په مرکز «جلال اباد» کې څلور تنه ماشومان د اربکیانو تر رینجر ډوله موټر لاندې شوې، چې په پایله کې یو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د ننګرهار د والي ویاند «عطاءالله خوګیاڼی» وایي، پېښه نن ورځ غرمه مهال د جلال اباد ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند «قصبه» نومي سیمه کې رامنځته شوې.

د خوګیاڼي په خبره، ټپيان شوي ماشومان د درملنې په موخه روغتونونو ته رسول شوي او په پېښه کې ښکېل دواړه محلي پولیس «اربکیان» د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x