افغانستان

د سمنګانو ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس طالبانو بندي کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ تله، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، د سمنګانو ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس طالبانو بندي کړی دی.

د سمنګانو ولایت یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې د سمنګانو ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئيس محمدعمر مستعد پرون د دوشنبې په ورځ د بلخ ـ جوزجان پر لویې لارې د سفر پرمهال د بلخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې طالبانو له موټره ښکته کړی دی.

د سرچینې په خبره د نوموړي خپلوان او قومي مشران هڅه کوي چې ښاغلی مستعد په ضمانت سره د طالبانو له بنده آزاد کړي؛ خو تردې مهاله یې د خلاصون په  هکله معلومات نه دي رسنیز شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x