افغانستان

اشرف غني د ناټو له پوځي چارواکو سره لیدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ تله، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» په ارګ کې د ناټو ځواکونو د اروپايي برخې له قوماندان « جنرال ټاډ والټرز» سره لیدلي او له خپلو عسکرو څخه د ناټو د ملاتړ په اړه ورسره غږېدلی.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې  پر والټرز سربېره په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت مشر «سکاټ مېلر» او د ناټو ملکي سفیر هم شتون درلود او په مهال یې له دولتي ځواکونو څخه د ناټو د ملاتړ په اړه خبرې وشوې.

خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې، چې ټاډ والټرز اشرف غني ته  د ناټو سازمان د سرمنشي پیغام او نېکې هیلې وړاندې کړې او یاده یې کړه، چې  «له افغانستان څخه د ناټو سازمان ملاتړ دوامدار دی او تر هغو یې چې افغانان غواړي، دوام به ولري.»

د ناټو له پوځي چارواکو سره د اشرف غني لیدنه داسې مهال ده، چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون مطابق له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر څنګ يي په دوحه کې د افغانانو تر منځ د سولې خبرې هم روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x