افغانستان

طالبان: مجرمین او فساد کوونکي د حکومت په چوکاټ او سیوري لاندې ژوند کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ تله، ۱۳۹۹ل): طالبانو د کابل حکومت هغې ادعا په ځواب کې چې ګواکې جنايي مجرمین او فساد کوونکي د طالبانو کنترول لاندې سیمو ته پناه وړي، په غبرګون کې ویلي چې مجرمین او فساد پیشه خلک ټول د حکومت په چوکاټ او سیوري لاندې ژوند کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین نن د سه شنبې په ورځ د یو خبري کانفرانس له لارې ادعا کړې وه، چې شاوخوا لس زره جنايي مجرمین او هغه کسان چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او اداري فساد دوسیې لرې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو ته یې پناه وړې او ځینې کسانو د هغوی غړیتوب حاصل کړی، ځکه یې حکومت په نیولو کې پاتې راغلی دی؛ خو طالبانو د نوموړي ادعا بې اساسه بللې او ویلي یې دي چې د کابل حکومت زیاتره چارواکي مجرمین او د مجرمینو ساتونکي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سلام وطندار راډیو ته په دې هکله غبرګون کې ویلي، چې تورن کسان او مجرمین د کابل حکومت په چوکاټ کې او تر سیوري لاندې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د څېړنو له مخې تر ټولو زیات جنايي جرمونه د حکومت تر واک لاندې او په ځانګړي ډول پلازمینه کابل کې ترسره کیږي؛ خو ددې په مقابل کې بیا د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د جنايي جرمونو کچه نسبتا صفر ده، چې د څېړونکو په باور دا په خپله د جنايي مجرمینو په وړاندې د طالبانو قاطعیت او د دولت کمزورې اراده او ضعف څرګندوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

حکومت خپله جنایت کاره اوظالم دۍ آیادامریکاسره داشغال تړون کول تردی بل لوی جرم سته دمظلوموافغانانو بمبارول اوپرکلودشپی چاپی وهل دکونډواویتیمانوسبب څوک سوۍ دۍ مجرمان هغه مجرمان بولی چه داشغال دهمکاران سره یی جهادکړۍ دۍ مجرم حکومت دهستیوپه خاطر دکفارواشغال ته لاره جوړه کړه تاسی دکرزی دکندهارجایداد حساب کړۍ آیادادده دپلارجایداددۍ تاسودجمعت دربانی دډلی هستۍ راټولی کړۍ ۲۰کاله دافغانستا ن دبودجی بس دی که حکومت بیادحجروطالبانوته وسپارل سی لکه د طالبانوپخوانۍ حکومت چه بیرت کمونسټ اولادینه یی دحکومت سره آزادګرزیدل اواستفادی یی ځنی کولی بایدمحاکمه سوی وای لکه دایران توده دحجرو ملایان باید په هرولایت کی شوراګانی جوړۍ کی ملک… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x