افغانستانسولې اړوند خبرونه

ټرمپ: له افغانستانه د عسکرو ایستلو په هڅه کې یو/ویډيو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ تله، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر وایي، هیواد یې هڅه کوي په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او امریکایي عسکر خپلو کورونو ته ستانه کړي.

ټرمپ دغه څرګندونې نن د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته د خپلې وینا په مهال وکړې. نوموړي وویل، چې حکومت یې په منځني ختيځ کې د سولې او «وینې بهېدنې د مخنیوي» په لټه کې دی او په همدې برخه کې یې د اسراییلو او متحده عرب اماراتو او بحرین تر منځ اړیکې رغولې او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو هڅې کوي.

نوموړي وویل «دا  مهال چې زه تاسو ته خبرې کوم، په افغانستان کې مو د جګړې د پای ته رسولو او له هغه ځایه د عسکرو د را ایستلو هڅې روانې کړې.»

د ټرمپ په خبره، حکومت د سولې پالیسي لري؛ خو تر څنګ یې په منځني ختیځ کې د «ابوبکر البغدادي او قاسم سلیماني» په ګډون «مهم ترهګر» هم له منځه وړي.

ټرمپ یو ځل بیا داسې مهال له افغانستانه د عسکرو د ایستلو هوډ څرګندوي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون له مخې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو  د وتلو لړۍ روانه ده او تر دې دمه زرګونه امریکایي او ناټو عسکر خپلو هیوادونو ته ستانه شوي.

څه موده وړاندې ټرمپ او د امریکا دفاع وزیر «مارک ایسپر» وویل، چې امریکا به د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د پای ته رسېدو تر مهاله له افغانستانه زرګونه عسکر راوباسي او شمېر به یې ۴۵۰۰ ته راټيټ کړي.

ورته مهال د امریکا او طالبانو تر منځ د شوي توافق په بنسټ په دوحه کې د افغان جهتونو او طالبانو مذاکراتي ټیمونه د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسولو په موخه د مذاکراتو مېز ته ناست دي او تمه ده په نږدې راتلونکې کې د افغانستان د راتلونکي نظام او نورو مهمو مسایلو په اړه بحثونه پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x